شپږیزه کې د لوبېدو لپاره ځینو لوبغاړو ته د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې نوی شرط

کرېکټ بورډ د مرکزي قرار داد ځینو نالوبېدلو لوبغاړو ته په ۹ نیمږ دقیقو کې دوه کیلو متره منډه شرط کړې

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې په شپږیزې لیګ کې د لوبېدو لپاره ځینو لوبغاړو ته په ۹ نیمو دقیقو کې دوه کیلو متره منډه شرط کړې.

له افغان کرېکټ بورډ یوې لوړ پوړي باوري سرچینې ای سي ای ته ویلي چې د بورډ د مرکزي قرار دادونو لرونکي او د ملي لوبډلې یو څو پخواني لوبغاړي د غواراوي کمېټې له لوري مکلف شوي وو چې د فېټنس په توګه یوازې د ۲ کیلو مترو منډې ازموینه ورکړي، څو ولیدل شي چې دوی د فزیکي تکړښت له مخې څو سلنه بدلون کړی. چې د مثبت بدلون په صورت کې به په ځینو کورنیو سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړل شي او که نور هم په ښکته تللي وو نو بیا چانس نه ورکول کیږي او نه به په کومه لوبه کې پرېښودل شي.

په ورته مهال په شپږیزې لیګ کې د لوبېدو لپاره له دغو ملي لوبغاړو د یویو ټېسټ نه دی اخیستل شوی ځکه یاد ټېسټ ګران دی او دا چې دوی له ملي لوبډلې لېرې پاتې شوي په کورني کرېکټ کې هم تر ډېره فعال نه وو نو یوازې په  ۹ نیمو دقیقو کې د دوه کیلو مترو منډې ازموینه ترې اخیستل شوې.

په همدې حال کې سرچینې زیاته کړې چې له دغو ملي لوبغاړو سمېع الله شینواري، محمد شهزاد، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او افتاب علم ته داسې یو سېسټم برابر شوی چې د فېټنس په توګه د ۲ کیلو مترو منډې وهلو ټرایل آزموینه ورکړي.

د سرچینې په وینا له یادو لوبغاړو یوازې سمیع الله شینواری، محمد شهزاد او افتاب علم د فېټنس ټرایل ورکړی او پاتې لوبغاړي نه وو حاضر شوي.

بل لور سرچینه وایي چې د قوش تیپې کانال ملي سیالیو کې یې هم له ځینو لوبغاړو سره ګوزاره کړې سره له دې چې په فېټنس کې پاتې راغلي وو خو د لوبولو چانس ورکړل شو خو له دې وروسته به غوراوي کمېټه د فېټنس مسله جدي ونیسي څو هر لوبغاړی خپل فېټنس ته پام وکړي.