بنګلدېش په وړاندې راتلونکې لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

کرېکټ بورډ د افغانستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ .

ټاکل شوې د افغان لوبډلې او بنګلدېش ترمنځ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو سیریز د راتلونکې اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه پیل شي.

د شل اوریزو لوبو لپاره د لوبډلمشر راشد خان سربېره؛ ابراهیم ځدران، رحمن الله ګربز، صدیق الله اتل، وفیع الله ترخیل، دروېش رسولي، محمد اسحاق، عظمت الله عمرزی، محمد نبی، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید ملک، عبدالله احمدزی او بشیر احمد د پنځلس کسیزې لوبډلې برخه دي.

د یو ورځینو لوبو په نوملړ کې حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدران، رحمن الله ګربز، صدیق الله اتل، رحمت شاه ، دویش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علیخیل، محمد نبي، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، سلیم صافی، بشیر احمد او عبدالله احمدزی غوره شوي دي.

فضل الحق فاروقي او نوین الحق دې لوبلړۍ کې د لوبډلې څخه کېنول شوي دي .  

دا لوبلړئ په داسې حال پیل کیږي چې پدې وروستیو کې افغان لوبډلې د پاکستان او اماراتو سره په درې اړخیزه سیریز او ۲۰۲۵ کال آسیا جام سیالیو کې د پام وړ کارکردګي ونکړه او د توقع خلاف یې ونشو کړای په سږني اسیا جام سیالیو کې څلور غوره لوبډلو ته لار پیدا کړي.

په کرېکټ بورډ نیوکې دي چې له اوږدې مودې راهیسې یې افغان لوبډله کې د توپ وهنې او چټکې توپ اچوونې په برخه کې شته ستونزې ندي حل کړي او اکثره لوبو کې ځوانو لوبغاړو ته د پام وړ برخه نه ورکول کیږي.

په ورته مهال دا سیریز د راتلونکي ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام او ۲۰۲۷ پنځوس اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره اړین ګڼل کیږي.