غونډه کې د هند د ګډون رضایت؛ د آسیا جام برخلیک روښانه شو

د ۲۰۲۵ کال آسیا جام د ترسراوي لپاره په پام کې نیول شوې غونډه چې د هند کرېکټ بورډ د نه ګډون له خطر سره مخ وه، بلاخره ترسره شوه او د هند کرېکټ بورډ په استازیتوب په کې راجیو شوکلا په آنلاین توګه ګډون وکړ.

دا غونډه چې د بنګله دېش په ډاکه کې پلان شوې وه، هندي کرېکټ بورډ د امنیتي او سیاسي اندېښنو له کبله نه غوښتل په کې ګډون وکړي او په ټوله کې یې د آسیا جام برخلیک په خطر کې اچولی وو.

په همدې حال کې د آسیا جام په تړاو د آسیایي شورا او د پاکستاني کرېکټ بورډ د مشر محسن نقوي په مشرۍ غونډه کې د افغانستان په ګډون د ۲۵ آسیایي هېوادونو د کرېکټ بورډونو استازو ګډون وکړو.

له سیاسي کړکېچونو سره سره، دا غونډه یو مهم ګام وو چې د آسیا جام ترسره کېدل یقیني کړي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې آسیا جام به د متحده عربي امارتو په کوربتوب د را روانې سېپټمبر میاشتې په ۵مه پیل او تر ۲۱مې به دوام وکړي، ځینو سرچینو بیا د پیل نېټه ۱۰مه او د پای ۲۸مه ښودلې ده.

ټولې لوبې د دوبۍ او ابوظبۍ په لوبغالو کې پلان شوي دي.

د آسیا جام په ۱۷م پړاو لوبو کې به اته لوبډلې په ګروپي شکل د یو بل پر وړاندې ولوبیږي چې په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحدهعربي امارت او هانګ کانګ او په بي ګروپ کې بنګله دېش، سریلانکا، افغانستان او عمان شتون لري.

عمان، هانګ کانګ او متحده عربي امارت هغه لوبډلې دي چې د غوراوي سیالیو له لارې یې آسیا جام ته لار موندلې ده.

د آسیا جام د برخلیک په اړه داسې مهال پرېکړه وروستۍ کیږي چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستیو سیاسي ترینګلتیاوو د یاد جام ۱۷م پړاو لوبې شکمنې کړې وې ځکه دا ځل لوبې د هند په کوربتوب ترسره کېدې خو په سیمه کې د نازک وضعیت له امله بې طرفه ځای تهولېږدول شوې.