فاروقي: کومه لوبه کې چې ښه توپ اچوونه وکړم، ګربز راپسې ښې منډې جوړوي او غوره جایزه رانه اخلې

رحمن الله ګربز تل د فاروقي د غوره لوبغاړي جایزې ګټلو مخه نیسي

ښایي لیدلي مو وي چې په ډېری لوبو کې رحمن الله ګربز او فاروقي دواړه د لوبې په خپلو اړوندو برخو کې ښه کارکردګي کوي.
ګربز په توپ وهنه کې ډېرې منډې جوړوي او فضل الحق فاروقي ډېرې وېکټې اخلي.

د رحمن الله ګربز ښه او لوړې منډې تل د فاروقي د غوره لوبغاړي د جایزې مخه نیسي.

فضل الحق فاروقي د یوګانډا پر وړاندې د افغانستان له بریا وروسته په یوه مرکه کې ویلي چې هر کله ښه توپ اچوونه وکړي او ډېرې وېکټې واخلي په همغې لوبه کې بیا رحمن الله ګربز ښه توپ وهنه کوي، ډېرې منډې جوړوي او د غوره لوبغاړي جایزه اخلي.

فاروقي وایي د ګربز ښه لوبه د دې لامل کیږي چې زه د غوره لوبغاړي جایزه وانه خلم.

نوموړي له یوګانډا سره د افغانستان لوبې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، کله چې ګربز ډېرې منډې وکړې زړه کې مې وویل، بیا ګربز توپ اچوونکي وټکول نو فکر نه کوم چې زما د ښې توپ اچوونې سره سره به هم د غوره لوبغاړي جایزه واخلم.

خو په ورته مهال فاروقي په یاده لوبه کې د کمو منډو په ورکولو پنځه لوبغاړي وسوځول او د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.

څه موده مخکې د ایرلېنډ پر وړاندې د افغانستان یو ورځنۍ لوبلړۍ کې هم د یوې لوبې پر مهال فضل الحق فاروقي څلور وېکټې واخیستې او په همدې لوبه کې رحمن الله ګربز ۱۲۱ منډې وکړې.
د همدغې لوبې په اړه د کرېکټ بورډ پر پاڼه خپرې شوې وېډیو کې فضل الحق فاروقي له ټوکو ویلي وو چې په کومه لوبه کې ښه کارکردګي وکړم ګربز راپسې ډېرې منډې کوي او د مین اف د مېچ یا د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه رانه اخلي.

فضل الحق فاروقي تر ډېره په افغان ملي لوبډله کې پر شوخ مزاجه او ټوکي لوبغاړي مشهور دی او مینه وال یې ورته له ډېرې مینې شینو خطاب کوي.