له افغانستان سره د جانتن ټرات وروستۍ میاشتې

 

له ملي لوبډلې سره له دوه نیمو کلونو دندې، مسؤولیت او ستړیا وروسته جانتن ټرات په را روانې دېسمبر میاشت کې له افغانستان سره مخه ښه کوي او له دې څو میاشتې وروسته به په پاکستان کې چمپینز ټرافي وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له جانتن ټرات سره د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د مشر روزونکي په توګه تړون لاسلیک کړی وو چې په ټوله کې ۲۰۲۳ کال کې مثبت ثابت شو خو د یو ورځني نړیوال جام پر مهال د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې کابو نیمه پای لوبې ته ځان نزدې کړی وو.

بیا ځلي افغان کرېکټ بورډ د روان کال د جنورۍ میاشت په لومړۍ نېټه له ښاغلي ټرات سره تړون لاسلیک کړ او په همدې کال کې یې تر روزنې لاندې افغانستان د شل اووریز نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ووت خو د تړون له مخې لنډ یې په دېسمبر میاشت کې له افغانستان سره ماموریت پای ته رسیږي.

په همدې حال کې د نوموړي د مشر روزونکي د دندې پر مهال په لویو او د پام وړ لاسته راوړنو کې د انګلېنډ، پاکستان، نیوزیلنډ او اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان بریاوې د پام وړ وې.

خو له دې ټولو سره سره، جانتن ټرات هغه نوم دی چې تر ډېره به د خپلې رښتیني دندې له مخې د افغانستان د کرېکټ په تاریخ او د مینه والو په زړونو کې پاتې وي.

ښاغلي ټرات د یو جدي مشر په توګه له افغان لوبډلې سره حتی په ډګر کې د لوبې پر مهال هم کار کاوه او هېڅکله له مشورو او لارښوونو ورکولو ستړی نه شو.

بل لور له لوبغاړو سره د نوموړي جدي او مساویانه چلند هغه څه وو چې هر لوبغاړی یې خپل مسوولیت ته متوجه کاوه او هر یو په خپل کار کې بریالی وو.

د کرېکټ افغان مینه وال هم د ښاغلي ټرات د دندې په پای ته رسېدو ناخوښ دي او د نوموړي د ښې روزنې ستاینه کوي.

په ورته مهال جانتن ټرات وار د مخه د سویلي افریقا لیګ کې له پرېټوریا کپیټلز سره د مشر روزونکي په توګه تړون لاسلیک کړی.

دا په داسې حال کې ده چې ښایي د سویلي افریقا لیګ او چمپینز ټرافي په یو وخت وي نو له دې ښکاري چې ټرات به له افغانستان سره خپل تړون بیا تمدید نه کړي.