له پاکستانه بهر د چمپينز ټرافۍ د ترسراوي احتمال او درې اختیارونه

معتبرې برېتانوۍ ورځپاڼې یو ورځې وړاندې ټېلګراپ راپور ورکړی وو چې د ۲۰۲۵کال چمپينز ټرافۍ پای لوبې لپاره دوه لوبغالي لاهور او ابوظبۍ په پام کې نيول شوي، که چيرې هند پای لوبې ته لاره وموندله نو بیا به پايلوبه ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره کیږي او که هند پايلوبه کې نه وو بيا به لاهور کې ترسره شي.
د پاکستان کرکټ بورډ سمدستي دغه خبر ته غبرګون وښود او وویل د چمپينز ټرافۍ ټولې لوبې به د پلان له مخي پاکستان کې ترسره کيږي او بل ځای ته د وړلو هيڅ امکان یې نشته.

خو اوس تازه هندي رسنیو هم خبر ورکړی، چې د کرکټ نړيوالې شورا ممکن د چمپينز ټرافۍ ټولې سیالۍ له پاکستانه بهر ترسره کړي.

د (Sports tak) په نوم ورزشي ويبپاڼې ويلي چې که هند پاکستان ته سفر ونه کړي، نو ای سي سي درې نور هيوادونه سريلانکا، متحده عربي امارت او سويلي افريقا د چمپينز ټرافۍ د کوربه توب لپاره غوره کړي، څو دغه ټورنمنټ ورته ولېږدول شي.

بل خوا په اوس وخت کې د چمپينز ټرافۍ د کوربه هيواد لپاره دري اختیارونه په لاس کې دي.
لومړی: چې د هند حکومت خپلې لوبډلې ته پاکستان ته د سفر اجازه ورکړي، نو بیا ټولې لوبې په پاکستان کې ترسره شي.
دویم: د هند د نه ورتګ په صورت کې پاکستان بايد هايبريډ ماډل ته غاړه کېږدي، چې ځينې لوبې به په دویم هيواد کې ترسره شي.
دريم: که پورته دواړه اختیارونه ونه شي، نو د کرکټ نړيواله شورا اړینه بولي، چې ټول ټورنمنټ له پاکستانه بهر په بل هيواد کې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له کلونو راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ د سياسي ناندریو د دوام له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ ورزشي اړيکې هم ښې نه دي، او له هغه وخت راهیسې چې د هند او پاکستان ترمنځ سياسي اړيکې ترينګلې شوي هند له پاکستان سره دوه اړخيزې لوبې هم بندې کړي او نه هم په دغه موده کې هند پاکستان ته سفر کړی دی.