له څو کلن ځنډ وروسته له یو لړ نویو اصولو سره د هانګ کانګ شپږیزې ليګ بیا ترسره کيږي

.

د هانګ کانګ شپږیزې ليګ ( Hong Kong sixes) سږکال د دولسو لوبډلو ترمنځ يو ځل بيا ترسره کيږي.
دغه ليګ چې وروستی پړاو يې په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شوی و، دا ځل د ځانګړو اصولو سره د پنځه کلنه ځنډ وروسته راتلونکې نومبر مياشت کې بیا ترسره کيږي.

دغه ليګ چې د هانګ کانګ کرکت بورډ له لوري په دغه هېواد کې تنظیميږي، چې پنځه اوريزې لوبې په کې کيږي او هر اوور پکې شپږ بالونه وي، يوازې په پايلوبه کې به هر اوور کې اته بالونه وي، هره لوبډله په يوه لوبه کې شپږ لوبغاړي لوبولی شي او له ويکټ کيپر پرته هر لوبغاړی بايد يو اوور ترسره کړي.
هر توپ وهونکی چې تر ۳۱ پورې منډي جوړي کړي ريټايرډ هارټ کيږي، خو بيرته هم په هغه صورت کې بيټينګ ته راتلی شي چې د لوبډلې نور ټول لوبغاړي يې اوټ شي.
وايډ او نوبال دوه منډي حسابيږي او بله جالبه يې دا چې که پنځه ويکټي اوټ شي، نو شپږم لوبغاړی ځانته هم بيټينګ کولی شي، خو پنځم لوبغاړی به يوازې ورسره رنېنګ کوي.
په دغه ليګ کې دولس لوبډلې له هند، پاکستان، سريلانکا، اسټراليا، نيوزيلينډ، سويلي افريقا، انګلينډ، بنګله دېش، عمان او هانکانګ هيوادونو څخه ګډون کوي، چې د مهالوېش له مخې به د دریو ورځو په موده کې د راتلونکې نومبر مياشتي په لومړۍ، دويمه او دريمه نيټه د هانګ کانګ په ټېن کوينګ لوبغالي کې ترسره شي.