د انګلېنډي لوبغاړي عادل رشید په نوښت د تنکیو ځوانانو نوی لیګ
«د راتلونکو ستورو لپاره نړیوال سټېج» تر شعار لاندې
د انګلېنډ مخکښ ورو توپ اچوونکی عادل رشید له ۱۸ کاله ښکته تنکیو ځوانانو لپاره نوی لیګ په لاره اچوي.
دا لیګ د ښاغلي رشید او د کور کرېکټ اکاډمۍ په مرسته ډېر زر پیلیږي او له ټولې نړۍ هغه ځوانان چې له ۱۱ تر ۱۸ کلونو پورې عمر لري، کولی شي ورته نوملیکنه وکړي.
د دغه لیګ پر وېب پاڼه تراوسه یوازې د دوه کټګوریو ځوانانو لپاره لیګونه اعلان شوي او د نوملیکنې لېنک یې د دېمسبر په ۱۵مه وتړل شو چې څه کم و ډېر ۶۰۰ ځوانو لوبغاړو ورته نوملیکنه وکړه.
له ۱۱ تر ۱۳ کلنو تنکیو ځوانانو سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د اپرېل له ۷مې تر ۱۴مې په متحده عربي اماراتو او د ۱۱ تر ۱۲ کلنو تنکیو ځوانانو سیالۍ د همدې میاشتې له ۱۶مې تر ۲۰مې په اسپانیا کې ترسره کیږي.
د یادونې ده چې یاد لیګ په نړۍ کې لومړنی نوښت دی چې تقریباً د ماشومانو لپاره په لاره اچول کیږي.