ملي سیالۍ که لیګونه!؟ د لوبغاړو د ازاد انتخاب له کبله نړیوال کرېکټ ته د خطر زنګ

د نیوزیلنډ یو شمېر ملي لوبغاړو له خپل کرېکټ بورډ د مرکزي قرارداد پر ځای د آزاد قرار داد غوښتنه کړې ده.

د ملي لوبډلې یو شمېر کلیدي لوبغاړو کین ویلیمسن، ټرینټ بولټ، لوکي فرګسن او اډم میلن ته له آزاد قرار داد ورکولو وروسته اوس ډیویډ کانوي او فین الن هم له خپل کرېکټ بورډ د ازاد قرارداد غوښتنه کړې ده.

آزاد قرارداد لوبغاړو ته دا اسانتیا ورکوي چې په خپله خوښه له ملي یا سوداګریزو سیالیو یوازې په یو کې لوبېدل وټاکي.

یو شمېر هغه نیوزیلنډي لوبغاړي چې وار دمخه آزاد قراردادونه لري، سږکال یې د نړیوال جام لپاره له وړاندې تمرینات هم ونه کړل او د ای پي اېل سیالۍ یې ولوبولې.

دا راز له ای پي اېل مخکې په اپریل میاشت کې له پاکستان سره د نیوزیلنډ د پنځو شل اووریزو لوبو د لوبلړۍ لپاره هم د نیوزیلنډ مهم او کلیدي ملي لوبغاړي پاکستان ته نه وو تللي.

نیوزیلنډي لوبغاړي بیا په نړیوال جام کې د خپلې لومړۍ لوبې لپاره سره یو ځای شول.

د یادو لوبغاړو د ازادو قراردادونو پایله په نړیوال جام کې ښه نه وه، او د معمول خلاف بل پړاو ته ونه وتل.

د سوداګریزو لیګونو د رقابت په دوران کې ډېری نړیوال لوبغاړي د ښه امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د ملي لوبو پر ځای د دغو لیګونو سیالیو ته غوره والی ورکوي.

د نیوزیلنډي لوبغاړو له خوا د ازادو قراردادونو د موضوع راپورته کېدل به په ټوله کې نړیوال کرېکټ ته یو ډول ټکان ورکړي او ډېری لوبغاړي به له خپلو کرېکټ بورډونو د ورته قراردادونو په غوښتلو سره د ملي سیالیو پر ځای لیګونه او فرنچائز سیالۍ غوره کړي.

بل لور په کرېکټ کې یوازنی هېواد هند دی چې لوبغاړو ته یې په لیګونو کې د لوبېدو اجازه نه ورکوي، ځکه د راپورونو پر بنسټ د دغه هېواد بورډ په دې باور دی چې که لوبغاړي یې په لیګونو کې بوخت شي ښایي ملي سیالیو ته ارزښت ورنه کړي یا یې په نړیواله کچه د هېواد لپاره پایله ښه نه وي نو د همدې لپاره ورته په کور دننه د سترو او کوچنیو لیګونو د لوبولو امکانات برابروي او له دې لارې یې لوبغاړي ښې پیسې ګټي.