«پاکستان امن نه دی» د چمپینز ټرافۍ په اړه د کرېکټ د لر او بر مینه والو کمپاین

 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مبارز او سیاسي غړي ګېلامن وزیر له برید او د نوموړي له شهادت وروسته اوس د کرېکټ د لر او بر مینه والو په پاکستان کې د ترسره کېدونکې چمپینز ټرافۍ پر وړاندې کمپاین پیل کړی.

پاکستان چې د تېرې چمپینز ټرافۍ اتلولي یې ګټلې وه نو پر دې بنسټ د راتلونکي چمپینز ټرافۍ کوربتوب هم دې هېواد ته ورکړل شوی.

اوس په خواله رسنیو کې د کرېکټ د لر او بر افغان مینه والو له لوري په پاکستان کې د چمپینز ټرافۍ د ترسره کېدو پر ضد کمپاین پیل شوی.

دوی د کرېکټ د نړیوالې شورا پر فېسبوک پاڼې هرې ځړونې ته په کمېنټ کې لیکي چې په پاکستان کې د ګېلامن وزیر وژل کېدو ته په پام سره یاد هېواد په سیمه کې امن نه دی.
دا به د نړیوالې شورا لپاره غوره وي چې په بل هېواد کې د چمپینز ټرافۍ د ترسره کېدو په اړه غور وکړي.

دوی همدا راز په خواله رسنیو کې د خپلو ځړونو او خپرونو پر مهال هم د کرېکټ نړیواله شورا ذکر کوي او په پاکستان کې د چمپینز ټرافۍ د نه ترسره کولو خبره یې له غوږه تېروي.

په ورته مهال د هند کرېکټ بورډ هم ویلي د امنیتي اندېښنو له امله ښایي ونه شي کولی پاکستان ته د چمپینز ټرافۍ لپاره ولاړ شي خو بیا هم د خپل مرکزي حکومت پرېکړې ته په تمه دي.

په همدې حال کې د پاکستان امن نه دی د کمپاین غړي هم د هند په څېر د افغانستان په ګډون له نورو هېوادونو غواړي چې دا به ورته ښه وي د خپلو لوبغاړو امنیت او خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او پاکستان کې د چمپینز ټرافۍ لپاره ولاړ نه شي.
پاسکتان امن نه دی، د چمپینز ټرافي باید هلته ونه شي.

له دې ټولو سره سره، تراوسه د کرېکټ نړیوالې شورا د دغه کمپاین او غوښتنو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.