پاکستان ته د هندۍ لوبډلې د سفر لپاره د پاکستاني بورډ ګړندۍ هڅې

د پاکستان کرکټ بورډ هره ممکنه هڅه کويڅو دا ځل د کرکټ نړيوالې شورا يو ستر ايونټ چمپينز ټرافي د دوی په کوربه توب ترسره شي.
پاکستاني کرکټ بورډ له تيرو شپږو مياشتو خپلې دغه هڅې بيخي ګړندۍ کړې، په خپلو لوبغالو يې کار روان کړی او په ميلیونونو ډالر لګښتونه کوي څو دا ځل یو ستر ټورنمنټ د دوی له لاسه ونه وځي.

خو پاکستان کرکټ بورډ ته يوازنی سرخوږی د دوی د سياسي سیال هند پخلاينه ده، ځکه هند د معمول په څېر پاکستان ته له تګ انکاري دی او نه غواړي چې دغه هيواد ته د لوبو لپاره سفر وکړي.

هند چې په کرکټ نړيواله شورا کې له بشپړ قوت برخمن دی او باور دا کيږي چې هند څه وغواړي همغه ډول به د کرکټ نړيواله شورا هم کوي، ځکه خو يې لا تراوسه د راتلونکې ۲۰۲۵ کال د چمپينز ټرافۍ لپاره مهالوېش هم نه دی اعلان کړی.

د هند کرکټ بورډ وايي وروستۍ پريکړه به د دوی حکومت کوي، چې خپله لوبډله پاکستان ته وليږي که نه؟

بل خوا پاکستان کرکټ بورډ له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي څو هند پاکستان ته د سفر لپاره راضي کړي.

تازه پاکستاني کرکټ بورډ د هند کرکټ بورډ ته يو ليک ليږلی او ورته يې ليکلي چې دوی لوبډله کولی شي په پاکستان کې د چمپينز ټرافۍ له خپلې هرې لوبې وروسته بيرته خپل هيواد ته ستنه شي، څو په پاکستان کې د پاتې کيدو امنیتي ويره ورسره نه وي.

همدا تير ۲۰۲۳ کال کې د کرکټ آسيا جام د پاکستان په کوربه توب پلان شوی وو، خو هند نه غوښتل پاکستان ته ورشي، چې د کرکټ اسيايي شورا هم د دویم کوربه هېواد لپاره سريلانکا غوره کړه او د پايلوبې په ګډون د هند ټولې لوبې په سريلانکا کې ترسره شوې.
پاکستان همغه وخت ګواښ کړی وو چې که هند پاکستان ته د آسيا جام لپاره ور نه شي دوی به هم خپله لوبډله د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام لپاره هند ته ونه ليږي، خو داسې ونه شول او پاکستان خپله لوبډله هند ته وليږله.