په یوورځنۍ لوبلړۍ کې د بنګلدېش په وړاندې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې بریا

اسیایي جام سیالیو او بنګله دېش سره په شل اوریز سیریز کې د پرلپسې ماتو وروسته د افغانستان ملي لوبډلې بنګله دېش ته په یوورځنۍ لوبلړۍ کې 3.0 ماتې ورکړه.

د اکټوبر په اتمه نېټه د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې بنګله دېش لوبډله د ۲۲۲ منډو هدف څخه دفاع کې پاتې راغله او افغان لوبډلې وکولی شول د لوبې ۴۸م اوور کې د پنځو وېکټو په شتون یاد هدف پوره او بریا خپله کړي، عظمت الله عمرزي د ۴۴ منډو ترسره په کولو او درې لوبغاړو سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دویمه لوبه کې بنګله دېش لوبډلې د افغانستان لخوا ټاکل شوې د ۱۹۱ منډو هدف پوره نشو کړی او د ۸۱ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله. د لوبې په اوږدو کې افغان توپ وهونکی رحمت شاه د ټپي کېدو له وجې له سیالۍ بهر شو. ابراهیم ځدران د ۹۵ منډو په ترسره کولو د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

راشد خان هم د تل په څیر توپ اچوونه کې ښه وځلید او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.

د سیریز وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه چې د اکټوبر په ۱۴مه نېټه د ابوظبي په شېخ زاید لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

یوځل بیا د افغانستان لپاره پیلیزو توپوهونکو ګربز او ابراهیم ښه پیل واخیست او د ۹۹ منډو ملګرتیا یې ترسره کړه.

ابراهیم ځدران یوځل بیا پرلپسې دوه لوبو کې په ۹۵ منډو خپله وېکټ له لاسه ورکړه او د سلیزې په ترسره کولو کې ونه توانېد.

توپوهنه کې د ابراهیم په زړه پورې لوبې سربېره محمد نبي چټکې ناسوځېدلې ۶۲ منډې، رحمن الله ګربز ۴۵ او صدیق اتل ۲۹ منډې ترسره کړې. او د ۲۹۳ منډو هدف یې وټاکه.

افغان توپ اچوونکو د تل په څیر ښکلې لوبه پیل کړه. د ورو توپ اچوونکو ترڅنګ دا ځل چټک توپ اچوونکي هم ښه وځلېدل او د بنګله دېش ټول لوبغاړي یې په ۹۳ منډو وسوځول.

توپ اچوونه کې چټک توپ اچوونکي بلال سمیع ۵، راشد خان ۳ او عظمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځوه.

بلال سمیع چې د ټپي شوي سلیم صافي په ځای لوبډلې سره یوځای شوی وو ویې کولی شول د خپل لوبیز ژوند په دویمې نړیوالې یوورځنۍ لوبه کې په زړه پورې کارکردګي ترسره او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي.

ابراهیم ځدران درې لوبو کې د ۲۱۳ منډو په ترسره کولو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

راشد خان د ۱۱ لوبغاړو په سوځولو د سیریز مخکښ وېکټ اخیستونکی شو. راشد خان ارمان وروستۍ لوبه کې بنګله دېش په وړاندې یوورځینو لوبو کې خپله ۵۰مه شپږیزه ترسره کړه.

د بنګلدېش او افغانستان ترمنځ یوورځنیو ترسره شویو لوبلړیو کې دا لومړی ځل دی چې یوه لوبډله سیریز 3:0 په خپل نوم کوي.

افغان لوبډله د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې ۹۵ پواینټونو سره د اېنګلنډ نه مخکې په اووم مقام کې ځای لري .

پداسې حال چې د کرېکټ نړېوالې شورا لخوا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې په توپ اچوونکو کې راشد خان لومړی ځای، عظمت الله عمرزي په الرونډرانو کې لومړی ځای او ابراهیم ځدران په توپ وهونکو کې  لومړی ځای خپل کړی دی.

په ورته مهال ټاکل شوې افغان لوبډله د زیمبابوی په وړاندې د یوې ټېسټ او درې شل اوریزو لوبو سیریز کې د اکټوبر له ۲۰مې د نومبر تر ۲مې نېټې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.