پښتنو او پښتنو لوبغاړو ته د پاکستاني اعجاز احمد سپکاوی

 

د پاکستان پخواني لوبغاړي اعجاز احمد د هند او پاکستان له لوبې وروسته په یوه ژوندۍ تلویزیوني خپرونه کې د خپلو خبرو په لړ کې د پښتونخوا پښتنو او پښتنو لوبغاړو ته سپکاوی وکړ.

نوموړي ویلي، «اوس د پاکستان ۸۰ سلنه کرکټ په لرو پرتو سیمو کې دی چې هلته پښتانه اوسیږي. د پاکستان په لوبډله کې به ضرور پنځه یا شپږ لوبغاړي پښتانه وي، هغه ټول بې تعلیمه او د غرونو خلک دي. دوی سهار د کاکا یا مشر ورور سره لمونځ ته ځي او بېرته ویده کیږي. دوی فشار نه شي زغملی.»

داسې ښکاري چې نوموړي دا توندې څرګندونې د هند پر وړاندې د پاکستان د لوبې پر مهال وروستیو اوورونو ته د نسیم شاه او شاهین افریدي چې دواړه پښتانه لوبغاړي، د توپ وهنې پر مهال کړي ځکه یادو دواړو لوبغاړو ونه شول کولی په وروستیو توپونو هدف پوره کړي او پاکستان بریا ته ورسوي.

د پاکستاني پخواني لوبغاړي دغو خبرو په خواله رسنیو کې په خیبر پښتونخوا او ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د پښتنو غبرګونونه راپارولي.

دوی وایي، په تلوېزیوني خپرونو کې ولې ویاند مېلمنو ته د داسې تعصبي خبرو اجازه ورکوي او ولې یې نه منع کوي.

اعجاز احمد دا خبرې داسې مهال کوي چې د پاکستان په لوبډله کې ډېر پښتانه لوبغاړي تېر شوي او دغه لوبډله پښتنو لوبغاړو یو ځای ته رسولې.
بل لور په پاکستانۍ لوبډله کې برحاله دوه پښتانه توپ اچوونکي لوبیږي چې ډېر کله پرې یاده لوبډله په سختو حالاتو کې تکیه کوي.

دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د پاکستان پخواني لوبغاړي کامران اکمل د هند او پاکستان د لوبې پر مهال ارشدیپ سینګهـ ته په اشاره سېکهانو ته سپکاوی وکړ چې د هندي پخواني لوبغاړي او رسنیزې مخکښې څېرې هربجن سینهګـ له توند ځواب سره مخ شو.