چمپینز ټرافي؛ د افغانستان او سویلي افریقا لومړنۍ لوبه او د دواړو لوبډلو پرتلنه

افغانستان او سویلي افریقا سبا د چمپینز ټرافۍ لوبو په چوکاټ کې د خپلې لومړنۍ لوبې لپاره له یو بل سره مخامخ کیږي.

دواړو لوبډلو وار د مخه د چمتووالي په موخه تمرینات کړي او پیاوړي لوبغاړي یې ځای پر ځای کړې دي.

په ټوله کې افغانستان او سویلي افریقا تر دې دمه پنځه ځله له یو بل سره مخ شوي چې درې ځل سویلي افریقا او دوه ځل افغان لوبډلهبریالۍ شوې.

په دې پنځه واړو لوبو کې مخکښ منډې جوړونکي او وېکټې اخیستوونکي دواړه د افغان لوبډلې له لوري دي.

رحمن الله ګربز د ۲۱۷ منډو په جوړولو سره لومړنی توپ وهونکی او راشد خان د نهو وېکټو په اخیستو لومړنی توپ اچوونکی دی.

په همدې حال کې نن په خبري کنفرانس کې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د پاکستان له اقلیمي وضعیت سره د افغان لوبغاړو دبلدتیا ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او پاکستان هوا ورته ده دلته به هم داسې لوبې کوي لکه په افغانستان کې.

همدارنګه افغان لوبغاړي پاکستان کې په سوپر لیګ کې لوبېدلي او تېر آسیا جام مو هم دلته ترسره کړی.

خو بل لور سویلي افریقا لوبډله د پاکستان له هوا سره نابلده ده او له چمپینز ټرافۍ وړاندې په پاکستان کې په درې اړخیزې لوبلړۍ کېهم پاتې راغله چې پاکستان او نیوزیلنډ ته یې لوبې وبایللې او هم مهاله یې یو پیاوړی توپ اچوونکی انرېچ هم ټپي او له ټرافۍ بهر شویچې دا ټول موارد ښایي سویلي افریقا د افغانستان پر وړاندې تر فشار لاندې راولي.

په ورته وخت دا چې د افغانستان او سویلي افریقا لوبه په کراچۍ لوبغالي کې ده، بېګا له لوبې وروسته د افغان لوبډلې مشر روزونکی یادلوبغالي ته ښکته شوی وو څو ارزونه یې وکړي.

په ټوله کې د کراچۍ د لوبغالي په ویشتنځای په منځنۍ کچه تر ۲۴۰ یا تر ۲۷۰ او درې سوو منډو پورې هدف ورکول کېدی شي، تمهکیږي چې ویشتنځای به سخت وي خو د توپ وهنې او منډو جوړولو لپاره به مناسب. همدا راز به د سوکه توپ اچوونکو لپاره هم نوېتجربې وي.