له جنجالونو او ستونزو سربېره په متحده عربي اماراتو کې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې د هند او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ د هند په بریا پای ته ورسېده.
د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
پاکستان د صاحبزاده فرهان د ۴۰ او شاهین افریدي د ۳۱ منډو پر مټ هندۍ لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.
کلدیپ یادوف ۳ ، جسپرېټ بومرا او اکسر پټېل دوه دوه ، هارډېک پنډیا او ورون چکروتي د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځوه.
هند لوبډلې د هدف ترلاسه کولو کې ښه پیل واخیست، ابیشک شرما او تېلک ورما هر یو د ۳۱ منډو او لوبډلمشر د ۴۷ ناسوځېدلو منډو په مټ یاد هدف په ډېرې آسانۍ سره د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۶م اوور کې پوره کړ او د ۷ وېکټو په توپیر یې ماته ورکړه.
د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې صایم ایوب ښه وځلېده او د ۳۵ منډو په ورکولو یې د هند درې لوبغاړي وسوځول.
کلدیپ په څلورو اورونو کې د ۱۸ منډو په ورکولو او د ۳ لوبغاړو په سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
سره لدې چې هند کرېکټ بورډ په ۲۰۲۵ کال آسیاي جام کې د ګډون پرېکړه کړې وه خو بیا هم د سیالۍ یوه ورځ وړاندې په هند کې ګڼو وګړو او سیاسي څهرو ددې لوبې د نه کولو غوښتنه کړې وه او یاده سیالۍ له سختو نیوکو سره مخ وه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ شته جنجالونه او ستونزې هغه مهال رامنځته شوې چې پنځه میاشتې وړاندې د اپرېل په ۲۲مه نېټه د پاهلګام ترهګریز برید په پایله کې پاکستاني ځواکونو د هند په جمو او کشمیر کې ۲۶ تنه ووژل.
هند کې سیاسي مشرانو له پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېدل یو ناسم کار بللی او د لوبې د بایکاټ غوښتنه یې کړې وه.
د UBT مشر ( Uddhav Thackeray ) د دې سیالۍ د نه ترسره کېدو په اړه د صدر اعظم د هغې خبرې په تړاو چې ویلي یې وو “اوبه او وینه یو ځای نه شي بهېدلی.” وویل:
“که چېرې اوبه او وینه یوځای نشي بهېدلې نو بیا څنګه وینه او کرکټ یوځای کیدی شي؟ څنګه جګړه او کرکټ یوځای کیدی شي”؟
د سیاسو څهرو او عامو وګړو سربېره د هند کرکټ یو شمیر پخوانیو لوبغاړو هم ددې لوبې د نه ترسره کېدو غوښتنې کړې وې.
پخواني هندي لوبغاړي منوج تیواري هم د دې لوبې په ترسره کېدو غبرګون ښودلی او د یادې لوبې په وړاندې یې بایکاټ وکړ.
تیواري وویل چې: “ د هند او پاکستان هېوادونو ترمنځ دا ستونزه له کلونو راهیسې روانه ده. له پلوامه څخه تر پاهلګام او پتهانکوټ، او تر ټولو نورو ګڼو ترهګریزو بریدونو پورې، او هېڅ هندي وګړي دا پېښې نه دی هېر کړي”
هغه زیاته کړه :” زه هېڅکله د سپورټ مخالفت نکوم ؛ زه پخپله د کرکټ لوبغاړی وم خو ددې لوبې په ترسره کولو موږ د انسانانو ژوند د لوبې سره پرتله کوو او دا کار هېڅکله باید ونه شي”.
همدا راز دوه میاشتې وړاندې ، د هند تقاعد شویو ستورو لوبغاړو د انګلستان په لیجنډز لیګ لوبو کې د پاکستان په وړاندې د لوبو کولو څخه ډډه وکړه او یاده لوبه یې لغوه کړه.
د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ تر دې دمه ۱۴ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره شوي چې هند ۱۰ او پاکستان۳ لوبې ګټلي دي.
پاکستان په وروستي ځل د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو کې چې په دوبۍ کې ترسره شوې وه، هند ته ماته ورکړې وه.
هند په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې په نیویارک کې پاکستان د شپږو منډو په توپیر ماته کړ. په دې لوبه کې جسپریت بومرا په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د لوبې اړخ یې بدل کړ.
بلخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شویو لوبو کې مخکښ منډې جوړوونکی ویرات کوهلي او ډیرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو کې هارډېک پنډیا لومړي ځای کې شتون لري .