د نړیوال جام نیمه پای لوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې د افغانستان د پاتې راتګ لامل په ډاګه شو

په نړیوال جام کې د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د نیمه پایلوبې ویشتنځای خراب وبلل شو.

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري له سږني شل اووریز نړیوال جام وروسته، د ټولو لوبو د لوبغالو ویشتنځایونه ارزول شوي دي.

څه کم دوه میاشتې وروسته یادې شورا د ارزونې پایلې خپرې کړي چې پر بنسټ یې د نړیوال جام پر مهال د نیویارک ناساو کاونټي په لوبغالي کې د دوو لوبو ویشتنځایونه او د وېسټ انډیز ټرېنېډاډ کې د براین لارا لوبغالي کې یوازې د یوې لوبې ویشتنځای خراب، غیر معیاري یا نامناسب بلل شوی دی.

نیو یارک ناساو کاونټي لوبغالي کې د سویلي افریقا او سریلانکا ترمنځ لوبه کې سریلانکایي لوبډله په ۷۷ منډو وسوځېده او اېرلېنډ یوازې د ۹۶ منډو په جوړولو سره د هند پر وړاندې پاتې راغی.

د دغه لوبو ویشتنځایونه د نړیوالې شورا له تند غبرګون سره مخ شول او وروسته یادې شورا اعتراف وکړ چې هغه غیر معیاري وو.

په همدې حال کې د هغه لوبغالي ویشتنځای چې ډېر له نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوی د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د نیمه پای لوبې لپاره د براین لارا لوبغالی دی چېرې چې افغان لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې په ۵۶ منډو وسوځېده او هېڅ لوبغاړي تر لسو منډې جوړې نه شوې کړی.

له دې لوبې وروسته د افغان لوبډلې مشر روزونکي جانتن ټرات هم نیوکه وکړه او ویې ویل دا داسې ویشتنځای نه وو چې تاسو وغواړئ یوه ساده او عادي نیمه پای لوبه په کې ترسره کړئ، باید یو عادلانه سیالۍ اوسي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې په سږني شل اووریز نړیوال جام کې حیرانوونکې او په زړه پورې لوبې وکړې او د سویلي افریقا ماتول هم ورته ګران نه وو خو اوس په ډاګه شوه چې هغه ویشتنځای غیر معیاري او د نړیوال جام د یوې مهمې سیالۍ لپاره مناسب نه وو.