د افغان نجونو د زده کړو د حق لپاره د افغان اتلانو یو غږ

په هېواد کې د نجونو او ښځو پر مخ د روغتیایي نیمه لوړو زده کړو انستیتیوتونو تړل کېدو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي.

د کرېکټ افغان نوموتي لوبغاړي هم پر افغان نجونو تازني بندیز اغېزمن کړي او په بېلابېلو بڼو یې د نجونو لپاره د زده کړو د حق غږ بدرګه کړی.

د دوی له ډلې د کرېکټ د نړۍ ګوګلي ماسټر او د افغانستان د شل اووریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان ویلي د نجونو پر مخ د زده کړو او روغتیایي څانګو د تړل کېدو خبرونو خواشینی او مایوسه کړی یم.

ښاغلي خان په خپله فېس بک پاڼه وړاندې زیاته کړې: «لکه څنګه چې د یو هېواد د پرمختګ بنسټ په زده کړو کیږي، همداراز زموږ خویندې حق لري چې زده کړې وکړي او خپلې ټولنې ته په هره برخه کې د خدمت جوګه شي.»

راشد خان په حاکم نظام غږ کړی چې په خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي او نجونو ته د اسلام دین مطابق د زده کړو زمینه برابره کړي.

بل د کرېکټ ولسمشر محمد نبي هم راشد خان ته ورته خپله اندېښنه او ژوره خواشینې اظهار کړې.

نبي ویلي، د دغې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او دا پرېکړه یوازې نجونو ته زیان نه رسوي بلکې ټول ملت ته تاوان دی.

نوموړي ټینګار کړی چې یاده پرېکړه دې بېرته واخیستل شي او نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړل شي.

په ورته مهال ځوان چټک توپ وهوونکي رحمن الله ګربز هم د اسلام د ستر پیغمبر د حدیث شریف او قران پاک د آیتونو په لیکلو سره د نجونو پر زده کړو تازنی بندیز غندلی دی.

سربېره پر دې شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي او یو شمېر نورو لوبغاړو او د بورډ چاوراکو په یو ډول له روغتتیایي نیمه لوړ زده کړو د نجونو د راګرځولو په پرېکړه خواشینې ښودلې.

دا په داسې حال کې ده چې د کرېکټ ډېری لوبغاړي د هېواد په هر غم او ښادۍ ځان شریکوي، د هر مثبت او منفي بدلون پر وړاندې غبرګون ښیي او غږ پورته کوي.