افغانستان د آسیا په کچه له هند وروسته دویمه پباوړې لوبډله

افغانستان چې څه ډول تیرکال په هند کې نړيوال جام پای ته ورسولو نو نړيوال په دې باوري شو چې افغانستان نوره کمزورې لوبډله نه ده او بايد په کمه سترګه ورته ونه کتل شي.
افغان اتلانو هم د سترو لوبډلو د ماتولو لړۍ دوامداره وساتله او د افغانستان کرکټ لپاره سږنی ۲۰۲۴ کال يو طلايي کال و، ځکه هغه څه چې افغانانو يې ارمان لرلو او کلونه کلونه انتظار يې ورته کړی و بلاخره په دغه کال کې افغان ملي لوبډلې ترلاسه کړل.
افغانستان د سږکال په پيل کې هند ته سفر وکړ او هلته ېې د کوربه هند ملي لوبډلې په وړاندې په لومړي ځل په شل اوریز سيريز کې ولوبيدله، دغه سيريز کې د شل اوريزو لوبو کپتان راشد خان د ټپونو له امله ونه لوبيده، که څه هم سيريز کوربه هند وګاټه خو نيږدې وه افغان لوبډلې په لومړي ځل هند هم له ماتې سره مخامخ کړی وی، ځکه د افغانستان او هند ترمنځ دريمه لوبه کې په لومړي ځل دوه ځل لوبه مساوي شوه او له دوه سوپر اوورونو لوبولو وروسته هند بريالی شو.

خو افغانستان چې کله سږکال ويسټ انډيز کې شل اوريز نړيوال جام ته سفر وکړ، هيڅ چا هم له دوی څخه د دومره ښو لوبو توقع نه کوله، خو افغانستان وشو کولی په ګروپ سټيج کې پخپل بشپړ حاکمیت سره په لومړي ځل نړيوال کرکټ کې نيوزيلينډ ته ماتې ورکړي، چې ورسره يې د اته غوره لوبډلو پړاو ته لاره پيداکړه، په دغه پړاو کې افغانستان او استراليا په يو ګروپ کې سره يوځای شو او افغان اتلانو ته موقع پيدا شوه ترڅو له اسټراليا څخه د تيرکال نړيوال جام غچ واخلي او همداسې وشول، افغان اتلان د اسټراليا په وړاندې له جذبې ډکه لوبه ترسره کړه او په لومړي ځل يې په نړيوال کرکټ کې اسټراليا هم راچپه کړه چې يې ورسره په لومړي ځل په نړيوال جام کې نيمه پايلوبې ته هم لاره پيداکړه.
افغان اتلانو د توقع خلاف په نړيوال جام کې ډير ښه ولوبيدل او په نيمه پايلوبه کې د سويلي افريقا له لوري له ماتې سره مخامخ شو.
له دغې نړيوال جام وروسته د افغان لوبډلې مقام لاپسې لوړ شو، او سترې لوبډلې اوس ډير ژر له دوی سره لوبو کولو ته غاړه کدې، له نړيوال جام وروسته د افغانستان کرکټ بورډ هڅې پيل کړي او د سويلي افريقا يې دې ته راضي کړه ترڅو ورسره دوه اړخيز سيريز ترسره کړي، چې بلاخره د سويلي افريقا کرکټ بورډ ورسره موافقه وکړه او د افغانستان په کوربه توب په شارجه کې يې د دریو يوورځنيو لوبو سيريز پلان کړ.
د سيريز لومړۍ لوبه تيره ورځ ترسره شوه په کوم کې چې افغان اتلان په ټولو برخوکې په مخالفه سويلي افريقا لوبډله برلاسي و او په لومړي ځل يې په نړيوال کرکټ کې سويلي افريقا ته هم ماتې ورکړه په دې ماتې سره افغانستان اوس له هند پرته ټولو فول ممبر لوبډلو ته ماتې ورکړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د دغه بيساري پرمختګ ډير نور لاملونه هم کيدلی شي، خو ځينې لوي لاملونه يې په دې وروستيو کې د افغان لوبغاړو ترمنځ اتفاق، همغږي، مينه، لوبډلې ته د غوره روزنکو راوستل، د لوبډلې غوره انتخاب او بهترین مدیریت دی او کله چې دا ټول په يوه لوبډله کې وي نو بيا په اسانه نه ماتېږي.

په دې هيله چې افغان اتلان د ريکارډونو په دغه لړۍ کې يو بل تاريخ هم جوړ کړي او په لومړي ځل له سويلي افريقا څخه سيريز هم وګټي.