ملي لوبډلې ته راغلي تازه دمي ځوان پیلیز توپ وهوونکي صدیق الله اتل خپله لومړنۍ نړیواله سلیزه ثبت کړه.
اتل د زمبابوې او افغانستان د یو ورځنۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې ۱۰۴ منډې وکړې او په ټوله کې یې د ښې کارکردګۍ له مخې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.
صدیق الله اتل په کورني کرېکټ کې یو وتلی نوم وو او په لنډ وخت کې یې الف او ملي لوبډلې ته لار پیدا کړه.
د نوموړي په وینا د خپل لوبیز سفر په پیل کې یې ډېرې سختۍ لیدلي او حتی په ډېرو پېښو کې یې ژړلي هم دي.
اتل په خپله یوه مرکه کې ویلي، سره له دې چې ډېره خواري یې کوله خو کله چې په ۲۰۱۸ کال کې له نولس کلنې ملي لوبډلې پاتې شو نو ډېر یې وژړل، بیا ځلي یې هغه وخت ډېر ژړلي چې فرسټ کلاس سیالیو کې یې کارکردګي ښه نه وه او درېیم ځل یې په چین کې د آسیایي لوبو پر مهال ژړلي چې هلته یې هم کارکردګي په زړه نه وه.
بلاخره د اتل دې ټولو ژړا ګانو او اوښکو چې د هېوادنۍ مینې له امله یې د لوبو لپاره تویې کړې وې، رنګ راووړ.
اتل څو میاشتې وړاندې له ای سي ای سره هم په مرکه کې ویلي وو چې د کرېکټ د پیلولو پر مهال یې کورنۍ ورسره رضا نه وه او یوازې یې ورته په درس ویلو ټینګار کاوه.
خو نوموړی زیاتوي چې دا مهال یې تر ټولو لویه ملاتړې کورنۍ، ترونه او په ځانګړې توګه مور ده.
اتل تقریباً په هره لوبه کې یې چې د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې؛ خپلې مور ته یې ډالۍ کړې ده.
صدیق الله اتل سږ کال په شپږیزه لیګ هم راج وچلاوه او په هره لوبه کې یې له ۵۰ کمې منډې نه دي کړي، دا راز یې د غوره توپ وهوونکي جایزه هم واخیسته.
اتل له شپږیزې وروسته ځان یو واقعي پیلیز توپ وهوونکی ثابت کړ او د اسیا اېمرجېنګ سیالیو کې یې هم سر په سر په پنځو اېنګزونو کې ۵ نیمه سلیزې ووهلې او د اتلولۍ په ګټلو کې یې رول ډېر ښکاره وو.
په اسیا ایمرجېنګ سیالیو کې یې له ښې کارکردګۍ سره سم ملي لوبډلې ته لار پیدا کړه او خپله لومړنۍ نړیواله لوبه یې د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړه.
اتل دا مهال ۹ شل اووریزې او ۵ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي په شل اووریزو لوبو کې یې ټولې ۹۶ او یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې ۱۷۸ منډې کړي.
ځوان پیلیز توپ وهوونکی صدیق الله اتل وایي دا مهال یې رول ماډل لوبغاړی ویرات کوهلي دی او د نوموړي لوبې، کیریر او فېټنس ډېر تعقیبوي.
د کرېکټ شننونکي هم ملي لوبډلې ته د اتل په راتګ سره د افغان لوبډلې راتلونکی روښانه ګوري.