له کلونو انتظار وروسته افغانستان يو بل نايبه غمی ومونده

افغانستان د دریو يوورځنيو لوبو د سيريز په دوهمه لوبه کې سويلي افريقا ته په ماتې ورکولو سره په لومړي وار یاد هیواد ته په دوه اړخیزه لوبلړۍ کې ماتې ورکړه او درې لوبیز سيريز یې پخپل نوم کړ.

د افغانستان لپاره په بيټينګ کې که څه هم رحمن الله ګربز سليزه جوړه کړه خو د عظمت الله عمرزي ونډه د هيرولو نه ده.
د کونړ په هسکو غرونو کې زيږيدلی دغه ځوان الراونډر عظمت الله عمرزی چې د افغانستان په کرکټ کې له يوې اوږدې او کاميابه پروسې راتير شوی اوس وخت کې په نړيوال کرکټ کې د لومړۍ درجه الراونډرانو په قطار کې راځي، که مونږ په ملي لوبډله کې د عظمت عمرزي لوبو او مخالفو لوبډلو ته چې دی يې په وړاندې لوبيدلی نظر وکړو، نو وبه وايو چې افغانستان د کلونو انتظار وروسته په فاسټ بالينګ کې داسې الراونډر پيداکړی چې د هغه درجې ته رسيدل به هر چا ته اسانه نه وي.

عمرزی د سوېلي افریقا خلاف دویمه پنځوس اووریزه ۲۰۲۴

که په عصري کرکټ کې د ټاپ الراونډرانو خبره کوو، نو د انګلينډ د ټيسټ لوبو کپتان بين سټوکس نوم به يې په سر کې راځي څوک چې يو وخت په دریو واړو بڼو د کرکټ کې بيساری و، ورپسې مونږ د هند هارډيک پانډيا يادولی شو چې په اوس کې د فاسټ بالينګ يو ډير د لوړې درجې لوبغاړی دی، نو که د عظمت عمرزي لوبو او په لوبډله کې د هغه ونډې ته وګورو نو بې له شکه نوموړی د هارډيک او سټوکس په کټګورۍ کې راځي.


عظمت په تيره سیالۍ د سويلي افريقا په وړاندې په تاريخي بريا کې مهمه ونډه لرله، ځکه په بيټينګ کې لوړ سټرايک ريټ سره په ۵۰ بالونو ۸۶ ناټ اوټ منډي جوړي کړي او په بالينګ کې يې هم افغانستان ته لومړۍ کاميابي ورکړه او د پيل پياوړي ملګرتیا يې ماته کړه.

عظمت الله عمرزی په يوورځنيو لوبو کې د سويلي افريقا په وړاندې په بيټينګ کې ډير ښه لوبيدلی او لا تراوسه د سويلي افريقا بالران نه دې بريالي شوي ترڅو هغه اوټ کړي، ځکه په دري لوبو کې د دغه لوبډلې پر وړاندې ناټ اوټ پاتې شوی.
د سويلي افريقا په وړاندې ۲۰۲۳کال نړيوال جام کې ۹۷ ناټ اوټ د روان سيريز په لومړۍ لوبه کې ۲۵ ناټ اوټ او تيره شپه يې بيا ۸۶ ناټ اوټ منډي جوړي کړي او د افغانستان په بريا کې يې مهم رول ولوبولو او وشو کولی افغان لوبډلې په لومړي ځل له سويلي افريقا څخه سيريز وګاټه.

One comment

  1. له افغانستان څخه په تېښته افغانانو لپاره پاکستان او ايران د وتلو یوازینۍ دوه لارې بلل کېږي، خو دواړو هېوادونو له دې مجبورو خلکو تر اوسه ميليونونه ډالر شکولي او ويزې يې هم نه دي ورکړي. په ټولنيزو شبکو کې د ويزو خدمتونو د دفترونو د معلوماتو پر ا says:

    له افغانستان څخه په تېښته افغانانو لپاره پاکستان او ايران د وتلو یوازینۍ دوه لارې بلل کېږي، خو دواړو هېوادونو له دې مجبورو خلکو تر اوسه ميليونونه ډالر شکولي او ويزې يې هم نه دي ورکړي.
    په ټولنيزو شبکو کې د ويزو خدمتونو د دفترونو د معلوماتو پر اساس ويل کېږي، چې يوازې د روانې سپټمبر مياشتې په ۱۹ ورځو کې پاکستان د ۹۵ زره ويزو انلاين غوښتنليکونه رد کړي دي، چې د هر يو غوښتنليک په بدل کې يې څه باندې اته ډالر اخيستي دي، چې د ټولو دغو رد شويو غوښتنليکونو په بدل کې يې اته لکه او شپږ دېرش زره ډالر (۸۳۶۰۰۰) ټول کړي دي.
    دغه راز په تور بازار کې د پاکستان د يوې ويزې قېمت تر يونيم زر ډالرو رسېدلی دی.
    د پاکستان د انلاين ويزو دغه غوښتنليکونه ښيي، چې هره ورځ يوازې پنځه زره کسان هڅه کوي په قانوني ډول د پاکستان د ويزو په ترلاسه کولو له هېواده ووځي، چې په کال کې يوازې د همدغو قانوني انلاين ويزو له درکه پاکستان له افغانانو شپاړس ميليون ډالر اخلي، خو ويزې هم نه ورکوي.
    هغوی چې ويزې ترلاسه کوي، پاکستان ته ځي او د هغه هېواد مارکېټ ته څومره ډالر پمپ کوي، په دې حساب کې نه راځي.

Join the Conversation

Your email address will not be published. Required fields are marked *