د بنګلدېش لیګ: خارجي لوبغاړو د پیسو د نه ورکړې له وجې هوټل کې پاتې دي

د افتاب عالم په ګډون بنګله دېش پريميرليګ ته تللي يو شمير بهرني لوبغاړي د پيسو د نه ورکړې له امله په هوټل کې پاتې دي.

د بنګله دېش پريميرليګ بي پي ایل سږنی سیزن له عجيب و او حيرانوونکو پېښو سره مل دی.
د بنګله دېش پريميرليګ کې راج شاهي لوبډلې سره ځينو بهرنيو لوبغاړو په نيمه کې له لوبو څخه انکار وکړ،
په دغه لوبډله کې افغان لوبغاړی افتاب عالم هم و چې د لوبډلې مسولينو يې د قراداد مطابق د پيسو سلنه نه و ورکړې، چې بيا له هغې وروسته ورته لږ شمير پيسې ورکول شوې.

اوس چې په روان پړاو بنګله دېش پريميرليګ کې د راج شاهي لوبډلې سفر پای ته ورسیده، د يادې لوبډلې رسمي فيسبوک پاڼه بنده شوې، بهرنيو لوبغاړو ته یې لا هم پيسې ورکړل شوی نه دی او مسؤلین يې نادرکه دي.

د بنګله دېش رسنیو د راپورونو په اساس چې د راج شاهي لوبډلې مسولينو ته لاسرسی نه کيږي، خو د افتاب عالم په ګډون ګڼ شمېر بهرني لوبغاړي لا هم په هوټل کې پاتې دي او پيسو ته په تمه دي او دومره پيسې هم ورسره نشته ترڅو ټيکټ وکړي او بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بنګله دېش پريميرليګ بي پي ایل کې په لوبو کې د فساد ګڼ خبرونه هم ورکول شوې او په دې تور له يو شمير لوبغاړو پلټنې هم روانې دي.

د يادولو ده چې د بنګله دېش پريميرليګ په سږني پړاو کې له افغانستان څخه محمد نبي، سميع الله شينواري، ذبيد اکبري، درویش رسولي، افتاب عالم، رياض حسن او فرمان ساپي ګډون کړی و.