د راتلونکو څلور کلونو لپاره د آسیا جامونو په اړه تازه پرېکړه!

 

راتلونکي څلور آسيا جامونه، فارمټونه او کوربه هيوادونه یې په ډاګه شول.

دوه کاله وړاندې د کرکټ آسيایي شورا مشر جی شاه په يوه غونډه کې ويلي وو چې د آسيايي هيوادونو د ملي لوبډلو د آسيا جام ترسره کولو لپاره يې ځانګړی پلان جوړ کړی او غواړي په هغه کال آسيا جام ترسره کړي په کوم کال کې چې د کرکټ نړيوالې شورا کوم ټورنمنټ پلان شوی وي.

په هغې غونډه کې هوکړې شوې وه چې د کرکټ نړيوالې شورا هر ټورنمنټ په کوم فارمټ کې ترسره کيده، له هغې ټورنمنټ وړاندې به آسيا جام په همغه فارمټ کې ترسره کيږي، تر څو د ای سي سي ټورنمنټ لپاره د اسيايي لوبډلو چمتوالی وشي.

اوس تازه د کرکټ اسيايي شورا له لوري د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د آسيا جام لپاره کوربه هيوادونه او فارمټونه اعلان شوي، چې له مخې به یې د ۲۰۲۵ کال آسيا جام په شل اوریز فارمټ کې د هند په کوربه توب ترسره شي، ورپسې به د يو کال په ځنډ د بنګله دېش په کوربه توب د يو ورځنيو لوبو آسيا جام ترسره شي، همدارنګه په ۲۰۲۹ کال کې به بيرته په شل اوریز فارمټ کې د پاکستان په کوربه توب ترسره شي او په ۲۰۳۱ کال کې به د سريلانکا په کوربه توب د يو ورځنيو لوبو په فارمټ کې ترسره شي.

د يادولو ده چې افغانستان، هند، سريلانکا، بنګله دېش او پاکستان د آسیا جام دايمي غړي دي خو د شپږمي لوبډلې په توګه ورسره له هانکانګ، عمان، متحده عربي اماراتو او نیپال يوه لوبډله غوره کيږي.