د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ پخواني افغان لوبغاړي يوه اوونۍ وروسته کوم ليګ کې لوبيږي؟

 

د ۲۰۲۵ز کال چمپينز ټرافۍ پای ته رسيدو وروسته مستقماً د کرکټ يو بل ليګ پيليږي، خو دا ليګ د پخوانيو لوبغاړو ترمنځ دی او دافغانستان کرکټ پخوانۍ څېرې هم په کې راښکاره کېږي.

د هند کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پخواني مشر چيتان شرما له لوري د پنځه آسيايي هېوادونو د پخوانيو لوبغاړو ترمنځ د «ASIAN LEGENDS LEAGUE» په نوم يو ليګ ترتيب شوی چې د مهالوېش له مخې به راتلونکې اونۍ کې پيل شي.

دغه لوبې چې د روانې مارچ مياشتې په لسمه نيټه پيليږي د افغان پټانز، آسيا سټارز، اينډين رويلز، سريلانکا لاينز او بنګله دېش ټايګرزلوبډلې به په کې د يو بل په وړاندې ولوبيږي او د مارچ مياشتې په اتلسمه نيټه به د دوه مخکښو او بریالۍ لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره شي.

د دغه شل اووریز ليګ لپاره څه موده وړاندې د ډرافټ «لوبغاړو د پير مراسم» هم تر سره شول چې هرې لوبډلې په کې خپل سکواډونهبشپړ کړل.

د يادولو ده چې د دغه ليګ ټولې لوبې به د هند له خصوصي تلویزون سوني سپورټس په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د دغه ليګ لپاره د افغان پټانز په لوبډله کې:

اصغر افغان ( لوبډلمشر)، نورعلي ځدران، عمران جنت، نوروز منګل، شبير نوري، سميع شينواری، کريم صادق، محمد شهزاد، روښانبارکزی، باطن شاه، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او عبدالله مزاری شامل دي.

Please follow and like us:
Pin Share

Author