ولې د بنګله دېش پريميرليګ راتلونکي پړاو لپاره يوازې دوه افغان لوبغاړي وپېرل شول؟

د بنګله دېش پريميرليګ بي پي ایل راتلونکي پړاو لپاره د لوبغاړو د پيرنې مراسم یا ډرافټ تيره ورځ پای ته ورسید چې د ګڼ شمېر کورنیو لوبغاړو ترڅنګ په کې بهرني لوبغاړي هم لوبډلو وپيرل.
خو د بي پي ایل ليګ د تيرو پړاونو خلاف چې به په کې ګڼ شمير افغان لوبغاړي د بيلابيلو لوبډلو له لوري اخيستل کېدل، دا ځل راتلونکي پړاو ته غوره نه شول.

د افغان لوبغاړو د نه اخيستلو لامل څه دی؟

دا چې په اوس وخت کې په نړۍ کې د سوداګریز کرکټ دوران دی او تقریباً د کال په بهیر کې هره مياشت د نړۍ په يو ګوټ کې سوداګریز ليګ روان وي، چې ورسره کرکټ بورډونو ته هم سخته شوې څو خپل لوبغاړي له سوداګریزو ليګونو را محدود کړي او ملي لوبو ته يې چمتو وساتي، بل خوا لوبغاړي هم خپلې ګټي ته ګوري او بيا د ليګونو انتخاب کوي.

دا چې د بنګله دېش پريميرليګ، د سويلي افريقا ليګ او د متحده عربي اماراتو انټرنېشنل ليګ راتلونکي پړاوونه سره په ټکر کې دي او ټول په يو وخت ترسره کيږي چې ورسره به اکثره افغان لوبغاړي هم د سويلي افريقا او متحده عربي اماراتو نړيوال ليګ کې مصروف وي نو ځکه د بنګله دېش پريميرليګ کې هم لوبډلو افغان لوبغاړي وانخيستل.

له افغان لوبغاړو محمد نبي له فارچون بريشل لوبډلې سره او حمزه هوتک له ډاکه کپيټلز لوبډلې سره تړونونه لاسلیک کړل او په راتلونکي پړاو بنګله دېش پريميرليګ کې به يوازې همدا دوه افغان لوبغاړي ګډون وکړي.

د يادولو ده چې د بنګله دېش پريميرليګ راتلونکی پړاو به د روان ۲۰۲۴ کال ډيسمبر مياشتې په ۲۷مه نيټه پيل او د ۲۰۲۵ کال فبرورۍ مياشتې تر ۷مې نيټي به دوام وکړي.

د متحده عربي اماراتو راتلونکی پړاو به هم د ۲۰۲۵ کال جنورۍ مياشتې په يوولسمه نيټه پيل او د فبروري مياشتې تر نهمې نیټې پورې به دوام وکړي.

همدا ډول د سويلي افريقا ليګ راتلونکی پړاو به د ۲۰۲۵ کال جنورۍ مياشتې په نهمه نيټه پيل او د فبروري مياشتې تر اتمې نيټې به دوام وکړي.