په ایمرجنګ آسیا جام کې د ابدالیانو د بریا راز څه دی؟

افغان ابداليانو لوبډلې په ايميرجينګ آسيا جام کې ډير په زړه پورې پيل واخیست او خپلې لومړۍ دواړه لوبې يې د پياوړو لوبډلو سريلانکا او بنګله دېش څخه وګټلې.

د افغان ابداليانو لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې دغه برياوې د لوبغاړو د سخت کار او خواريو پایله ده او زیاتوي، څه ډول چې دوی له يو بهیر راتير او چمتو شول، نو تمه همدا کېده چې دوی به ښه کارکردګي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ سږکال په کور دننه دوه د شل اوریزو لوبو ټورنمنټونه ترسره کړل چې يو هم ملي شل اوريزې لوبې وي او بل هم شپږيزه ليګ وو، چې په دغه دواړه ټورنمنټونو کې ځليدونکي لوبغاړي د افغانستان ايميرجينګ لوبډلې ته غوره شول، د لوبغاړو له غوره کيدو وروسته افغان ابداليانو ته په کور دننه يو تمريناتي کمپ هم په لاره واچول شو او په کندوز ولايت کې د يې د دريو اوونيو لپاره تمرينات ترسره کړل، له هغې وروسته افغان ابداليانو له ايميرجينګ آسيا جام څخه دوه اوونۍ وړاندې عمان ته سفر وکړ، د عمان لوبډلې په وړاندې يې دوه دوستانه لوبې ترسره کړې او له هغې وروسته يې د هانګ کانګ او عمان په وړاندې درې اړخيزه لوبلۍړ کې برخه واخیسته، په کوم کې چې د اتلولۍ جام هم افغان ابداليانو وګاټه.

بلاخره افغان لوبډله له دغې بهیر او چمتوالي راتيره او په آسيا جام کې يې ډير ښه پيل واخیست او د خپل ګروپ دوه پياوړو سريلانکا او بنګله دېش لوبډلې ته یۍ ماتې ورکړه او سبا به د هانګ کانګ په وړاندې د ګروپ سټيج وروستۍ لوبه ترسره کړي، چې په بريا سره به بل پړاو ته لار پيدا کړي.