د فرسټ کلاس سیالیو پای او غوره اړخونه

میوند اتلانو د احمد ابدالي فرسټ کلاس اتم پړاو سترو کورنیو سیالیو اتلولي وګټله.

میوند اتلانو د پای لوبه په دویمه ورځ په یوه په زړه پورې پاڼۍ کې ماهیپر ستورو لوبډلې ته د نهه وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

اتلانو په دویمه ورځ د خپلې ځوابي توپ وهنې لومړۍ پاڼۍ د ۲۲۱ منډو په جوړولو پای ته ورسوله او له ماهیپر ستورو یې ۸۶ منډې مخکېوالی ترلاسه کړ.

ماهیپر ستورو د خپلې توپ وهنې په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان ۹۷ منډې وکړې او یوازې ۱۱ منډې هدف یې جوړ کړ.

د میوند اتلانو د توپ اچوونکو له ډلې یمین احمدزي د توپ اچوونې په دویمه پاڼۍ کې څلور او بشیر احمد افغان درې لوبغاړي وسوځول.

په پای لوبه کې د میوند اتلانو لپاره بهیر شا محبوب په توپ وهنه کې ډېره لویه او مهمه کارکردګي وکړه چې ۹۱ منډې یې جوړې کړې او پهتوپ اچوونه کې بشیر احمد افغان په خپل جادویي توپ په دوه پاڼیو کې ټول ۸ لوبغاړي وسوځول خو مقابل کې یې د سیالې ماهیپرستورو لوبډلو لوبغاړو په خپله برخه کې داسې کومه په زړه پورې ځوابي کارکردګي ونه کړه.

په ټوله کې د فرسټ کلاس د پای لوبې په ګډون ټولې ۱۳ لوبې ترسره شوې چې څه باندې یوه میاشت یې دوام وکړ.

شپږ لوبې بې پایلې شوې او پاتې شپږو کې درې د ماهیپر ستورو او یوهیوه لوبه میوند اتلانو، پامیر لېجنډز او هندوکش سټرایکرز وګټله.

په دې سیالیو کې د توپ وهوونکو له ډلې تر ټولو ډېرې منډې شاهدالله کمال جوړې کړي چې د شپږو لوبو په لسو پاڼیو کې یې د دوه سلیزوپر مټ ۵۴۱ منډې وکړې.

ورپسې په ترتیب سره په دویم مقام حشمت الله شهیدي د څلورو لوبو په لسو پاڼیو کې د درې سلیزو پر مټ ۴۹۵، په درېیم مقام رحمن اللهځدراڼ د شپږو لوبو په لسو پاڼیو کې ۴۷۶، څلورم افسر ځاځي د شپږو لوبو په دولسو پاڼیو کې ۴۷۴ او په پنځم مقام دروېش رسولي دپنځو لوبو په اتو پاڼیو کې ۴۴۱ منډې جوړې کړي دي.

سږکال په فرسټ کلاس لوبو کې حشمت الله شهیدي د یوې پاڼۍ تر ټولو ډېرې ۲۰۵ انفرادي منډې او افسر ځاځي ۲۰۲ لوړې انفراديمنډې کړې دي.

په همدې حال کې د توپ اچوونکو له ډلې د فرسټ کلاس په سږنیو لوبو کې شرف الدین اشرف تر ټولو ډېرې وېکټې واخیستې چې د شپږلوبو په دولس پاڼیو کې یې له ۲.۱۶ اقتصاد سره ۳۶ لوبغاړي سوځولي دي.

ورپسې په دویم مقام یمین احمدزي د شپږو لوبو په دولس پاڼیو کې له ۲.۸۲ اقتصاد سره ۲۶ وېکټې، په دویم مقام ضیاء الرحمن اکبر دپنځو لوبو په نهو پاڼیو کې له ۲.۳۶ اقتصاد سره ۲۵ وېکټې، په څلورم مقام بشیر احمد افغان د پنځو لوبو په لسو پاڼیو کې له ۳.۴۷اقتصاد سره ۲۵ وېکټې او په پنځم مقام خلیل ګربز د پنځو لوبو په نهو پاڼیو کې له ۴.۱۲ اقتصاد سره ۲۳ وېکټې ترلاسه کړې دي.

د یوې پاڼۍ تر ټولو غوره توپ اچوونه بشیر احمد افغان کړې چې د ۴۹ منډو په ورکولو یې ۶ لوبغاړي سوځولي همداراز ورپسې شرفالدین اشرف د ۶۰ منډو په ورکولو او د شپږو وېکټو په اخیستو سره د یوې پاڼۍ تر ټولو غوره توپ اچوونه ترسره کړې ده.