د هند او بنګلدېش ترمنځ سیاسي کړکېچ او په کرکټ یې اغیز

د ۲۰۲۴ کال وروستیو کې په بنګلدېش کې ولسي پاڅون او هند ته د پخوانۍ صدراعظمې شېخ حسینه د تښتېدو وروسته د هند او بنګلدېش هېوادونو ترمنځ سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې ترینګلې شوې.
په دې وروستیو کې بنګلدېش کې د هندي وګړو سره ناسم چلند او تاوتریخوالی، او موده وړاندې په بنګلدېش کې د یوه هندي کارګر د سوځولو او وژلو وروسته، سلګونه هندوانو په نوي ډهلي کې په اعتراضونو لاس پورې کړ چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا خرابې شوې

د هند او بنګلدېش هېوادونو ترمنځ روان سیاسي کړکېچ پر سپورټ او په ځانګړې توګه کرېکټ باندې هم مستقیم اغیزه کړې ده .

تېره ورځ د هند کرېکټ بورډ (BCCI) په غوښتنه ، په هند غوره لیګ کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لخوا اخیستل شوی بنګلدیشی لوبغاړی مستفیظ الرحمن د نوموړې لوبډلې له ترکیب لرې کړای شو.
چټک توپ اچوونکی مستفیظ الرحمن چې هند غوره لیګ سیالیو کې د مختلفو لوبډلو سره لوبېدلی، تېره میاشت اماراتو کې په ترسره شوې بولۍ کې په ۹۲ ملیونه هندي کلدارو د کلکتې لوبډلې له لوري اخیستل شوی وو.


په ورته مهال د کلکتې لوبډلې څخه د مستفیظ الرحمن د لرې کېدو وروسته BCCI نوموړې لوبډلې ته ددې اجازه ورکړې ترڅو بل لوبغاړی د خپلې لوبډلې په ترکیب کې شامل کړي.

له آی پي اېل څخه د مستفیظ الرحمن د لرې کېدو وروسته، بنګلدېش کرېکټ بورډ بیړنۍ غونډه ترسره کړه.

د راپورونو په وینا بنګلدېش کرېکټ بورډ غواړي ترڅو د روان کال فبرورۍ میاشت کې د هند او سریلنکا په کوربتوب ترسره کېدونکي نړیوال شل اووریز جام کې د لوبغاړو د خوندیتوب لپاره خپلې لوبې له هند څخه انتقال کړي .
ټاکل شوې، د بنګلدېش لوبډله په نړیوال جام کې خپلې درې لوبې د هند په کلکتې ښار کې ترسره کړي.