د راشد خان اختریزه ډالۍ؛ د ګجرات ټایټنز بریا

د سوداګریزو لیګونو د درې افغان ستورو اړوند لوبډلې ګجرات ټایټنز په خپله شپږمه لوبه کې په سږني ای پي اېل کې راجستان رویلز ته لومړنۍ ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ګجرات وګټله او په خپله خوښه یې لومړی د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

راجستان په ټاکلو شل اورونو کې نسبتاً بریدګره لوبه وکړه او یوازې د درې لوبغاړو په زیان یې ګجرات ته ۱۹۶ منډې هدف ورکړ.

دا ځل هم د ګجرات یوولس کسیزه لوبډله کې عظمت الله عمرزی نه وو او راشد خان او نور احمد توپ اچوونه وکړه.

راشد په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه او نوراحمد په خپلو څلورو اورونو کې بې د کومې وېکټې له اخیستو ۴۳ منډې ورکړې.

د یاد هدف په تعقیب ګجرات خپل اووه لوبغاړي له لاسه ورکړل او په وروستیو اورونو کې پر ویشتنځای دوه افغان ستوري ښکارېدل.

راشد او نور احمد د لوبې وروستي اورونه ولوبول او د ګجرات په درېیمه بریا کې خپل رول ادا کړ.

ښاغلي خان په یوولس توپونو د چټکو ۲۴ منډو په جوړولو سره د ګجرات لپاره له ټاکلي هدف هم منډې واړولې او خپلو هندي مینه والو ته یې په اختریزه ډالۍ کې ستره بریا وړاندې کړه.

راشد خان په دې لوبه کې د غوره توپ اچوونې او توپ وهنې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په سږني ای پي اېل کې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل کیږي.

د نوموړي په اړه له لوبې وروسته د ګجرات لوبډلمشر شوبمن ګېل په خپلو څرګندونو کې وویل: «راشد یو داسې لوبغاړی دی چې هر څوک یې په خپله لوبډله کې غواړي. د لوبې په درې واړو برخو (توپ اچوونه، توپ وهنه او ډګر ساتنه) کې خواري کښ دی.»

بل لور راجستان رویلز د راشد خان پر مټ له ګجرات د دغې لوبې په بایللو سره د سږني ای پي اېل لومړنۍ ماتې وخوړله او دوه پواینټونه یې له لاسه ورکړل.