د لوبغاړو په درملنه کې پر بې غورۍ د پاکستاني کرېکټ بورډ تورنېدل

پاکستانی تېز توپ اچوونکی احسان الله له اوږدې مودې راهیسې د څنګل په برخه کې د ټپي کېدو له امله په کور ناست شوی وو.

په دې وروستیو کې د پاکستان کرېکټ بورډ نوموړي ته د نه پاملرنې له امله له نیوکو سره مخ شوی.

د پاکستان سوپر لیګ د ملتان سلطان لوبډلې مالک علي ترین په اېکس شبکه کې د احسان الله لپاره غږ پورته کړ او له دې لارې د احسان موضوع په پراخه کچه رسنیزه شوه.

ښاغلي ترین ویلي، د ملتان لوبډلې مشرتابه په لاهور کې اوږده موده د احسان الله په درملنه کې مرسته کړې.

د احسان الله په اړه د علي ترین څرګندونو د پاکستان کرېکټ بورډ له سختو نیوکو او غوسو سره مخ کړو او یاد بورډ اړ شو چې د خپل لوبغاړي د درملنې لپاره سمدستي اقدام وکړي.

پاکستاني کرېکټ بورډ بلاخره تېره ورځ احسان الله لندن ته لېږلی او هلته د ډاکټر آډم واټز تر درملنې لاندې دی چې ټول لګښت به یې یاد بورډ ورکوي.

احسان الله د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې له نیوزیلنډ سره د پاکستان د ټېسټ لوبلړۍ پر مهال ټپي شوی وو خو پاکستان کرېکټ بورډ یې په ټپي کېدو باور نه کاوه.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی کرېکټ بورډ خپل لوبغاړي داسې له پامه غورځوي بلکې تر دې وړاندې شاهین شاه افریدي هم د ځنګون په برخه کې د ټپي کېدو له امله اړ شوی وو، په خپل شخصي لګښت د درملنې لپاره لندن ته ولاړ شي چې پاکستاني کرېکټ بورډ پرې غوږ هم نه وو ګرولی تر دې چې بیا د شاهین افریدي خسر شاهد افریدي د خپل زوم لپاره په رسنیو کې غږ پورته کړ او پاکستانی بورډ یې د نوموړي د درملنې لپاره وهڅولو.

د احسان الله او شاهین شاه افریدي په ګډون نسیم شاه، حسنین او او نور پاکستاني لوبغاړي هم د درملنې او بیا رغونې په برخه کې د پاکستاني کرېکټ بورډ او د لوبډلې د روغتیایي ډیپارټمېنټ له خوا له ورته بې غورۍ سره مخ شوي دي.