د حیدر اباد د سترو منډو ریکارډ او د بنګلور ۵مه پرلپسې ماتې

سنرایزرز حیدر اباد د ۲۸۷ منډو په کولو سره خپل د سترو منډو هدف مات او نوی ریکارډ جوړ کړ.

د ای پي اېل سیالیو په لړ کې سنرایزرز حیدرآباد او رویل چلېنجرز بنګلور لوبډلو په خپله لوبه کې د یو بل پر وړاندې په زړه پورې مقابله وکړه.

د دې لوبې پچه چې بنګلور وګټله او په خپله خوښه یې حیدرآباد ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، یاده پرېکړه ورته ډېره ګرانه تمامه شوه.

د حیدرآباد توپ وهوونکي دا ځل بیا د چټکې توپ وهنې په موډ کې وو او د بنګلور توپ اچوونکي یې سر پورته کولو ته پرېنښودل.

حیدرآباد د ټراوېس هېډ په ۱۰۲، هېنرېک کلاسن ۶۷، عبدالصمد ۳۷، ابشېک شرما ۳۴ او ادېن مارکرم د ۳۲ منډو پر مټ په بنګلور لوبډلې د ای پي اېل ترټولو سترې ۲۸۷ منډې جوړې کړې.

دا د ای پي اېل په تاریخ کې د سنرایزرز حیدراباد لخوا تر ټولو ستر نه ماتېدونکی هدف دی.
تر دې وړاندې یې په سږني ای پي اېل کې پر ممبۍ لوبډلې ۲۷۷ سترې منډې جوړې کړې وې.

د بنګلور توپ اچوونکو ونه شول کولی د حیدراباد د بریدګرې توپوهنې مخه ونیسي او یوازې درې لوبغاړي یې له مخې لېرې کړل.

بل پلو د بنګلور توپ وهوونکو هم د خپلې توپ وهنې په پاڼۍ کې تر خپلې وسې په زړه پورې مقابله وکړه او د هدف د ترلاسه کولو لپاره څه ناڅه ور نږدې شوي وو خو په اخیر کې د ۲۵ منډو په توپیر پاتې راغلل.

بنګلور په ټولو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره د دېنېش کارتېک ۸۳، فاف ډو پلېسیس ۶۲، ویرات کوهلي د ۴۲ او انوج راوت ۲۵ منډو پر مټ یوازې ۲۶۲ منډې جوړې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ای پي اېل تر ټولو ستر هدف هم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د رویل چلېنجرز لوبډلې جوړ کړی وو.