Author: Spogmai Gharanai

د پکتیکا له خونړۍ پېښې وروسته د کرېکټ بورډ سخت غبرګون

افغان کرېکټ بورډ د بېګناه افغانانو او شهیدو لوبغاړو د وینې په درناوي د پاکستان پر وړاندې سیریز لغوه کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ، نومبر میاشت کې له پاکستان او سریلنکا سره ترسره کېدونکی درې اړخیز سیریز لغو کړ.

کابل، کندهار او خوست کې له هوایي بریدونو وروسته تېر ماښام د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په ظالمانه بریدونو کې د کلب کرېکټ درې تنه ځوانو لوبغاړو په ګډون ۱۰ تنه شهیدان او ۱۳ نور یاد ټپیان شول.

د پاکستاني پوځ الوتکو په ارګون ولسوالۍ کې د ملکي وګړو  کورونه په نښه او ګڼ شمېر هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل.

د پېښې وروسته افغان کرېکټ بورډ پدې ظالمانه بریدونو ژوره خواشیني څرګنده کړه او د پاکستاني پوځ دا وحشیانه عمل یې په کلکو ټکو وغنده او د لوبې لغوه کولو اعلان یې وکړ.

د کرېکټ بورډ په وینا په دغه ظالمانه پېښه کې د کبیر آغا، صبغت الله او هارون په نوم د درې لوبغاړو په ګډون ګڼ شمېر بېګناه افغانانو خپل ژوند له لاسه کړی. کبیر آغا تېره ورځ لوبه کې د غوره لوبغاړي اېوارډ هم ترلاسه کړی وو.

د خپور شوي خبر په اساس دا لوبغاړي د پکتیکا ولایت مرکز شرنې کې د یوې سیمه ایزې لوبې له ختمېدو وروسته ارګون کې د دمې لپاره سره یوځای راټول شوي وو چې د پاکستاني پوځ وحشیانه برید ښکار شول .

کرېکټ بورد دا برید د لوبغاړو او د کرېکټ کورنۍ لپاره ستره ضایع بللې، دې برید ته په غبرګون کې او د شهیدو شویو لوبغاړو او ټپیانو ته د درناوي په موخه یې له پاکستان سره د نومبر میاشت کې د پلان شوو لوبو له کولو انکار وکړ.

د کرېکټ بورډ وروسته د ملي لوبډلې ډېریو لوبغاړو هم د دې برید په تړاو تُند غبرګونونه ښکاره کړي او خپلې خواشینۍ یې څرګندې کړي دي.

د کرېکټ د نړۍ ستوري لوبغاړي راشد خان د برید د غندلو سره سره په خپل اېکس پاڼې لیکلي: « په افغانستان باندې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله  خواشینی یم. یوه غمیزه چې د ښځو، ماشومانو او د کرکټ د هغو ځوانو لوبغاړو ژوند یې واخیست چې په نړیوال ډګر کې یې د خپل ملت د استازیتوب خوب یې لیدلی و»

د راشد خان په وینا «د ملکي زیربناوو په نښه کول په بشپړ ډول غیر اخلاقي او وحشیانه کړنه ده . او دا غیر عادلانه او غیرقانوني کړنې د بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ده او باید له پامه ونه غورځول شي».

په ورته مهال راشد خان د کرېکټ بورډ لخوا د درې اړخیز سیریز د لغو کېدو له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې« د هغو بې ګناه افغانانو وژل کېدو ته په کتو، زه د افغانستان کرکټ بورډ لخوا له پاکستان سره د ترسره کېدونکو لوبو د لغوه کېدو له پریکړې هرکلی کوم او  په دې سخت وخت کې د خپلو خلکو سره ولاړ یم، زموږ ملي وقار باید له هرڅه مخکې وي».

د راشد ترڅنګ محمد نبي هم دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي:«د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شـهادت خبر راته خورا دردوونکی و، چې د کرکټ له یوې دوستانه لوبې نه وروسته د پاکستاني پوځي رژیم د بې رحمانه برید ښکار شول.

دا پېښه یوازې د پکتیکا نه، بلکې د ټول افغانستان ، د کرکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی. موږ به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېر نه کړو.»

چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي هم د بېګناه خلکو شهیدول یو ستر او نه بښوونکی جنایت بللی او وایي چې “د بېګناه ملکیانو وژل افتخار نه بلکې د بېغیرتۍ آخري حد دی”.

بلخوا د ملي لوبډلې بریدګر توپوهونکي رحمن الله ګربز د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ د خدای ناترسه دښمن د ذلیله کېدو دعا کړې.

ځوان لوبغاړي ننګیال خروټي هم په ملکي وګړو برید او د بېګناه افغانانو وژل وغندل او وایي: «په پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر ملکې وګړو چې د کرکټ لوبغاړي هم پکې شامل وو وحشیانه هوايي برید کړی، چې په دغه برید کې بې‌ګناه ملکي خلک او د کرکټ ځوان لوبغاړي شهیدان شوي دي — هغه زړونو چې د خپل وطن د نوم د روښانه کولو خوب یې لیده، نن د پردیو د بمونو ښکار شول.»

خروټی وایي “دا برید نه یوازې د افغانستان د خاورې سپکاوی دی، بلکې د انسانیت، ورزش او سولې پر وړاندې ښکاره ظلم دی”.

نوموړي د پاکستان دا برید ظالمانه عمل وبله، او په وینا یې نړۍ باید د پاکستان دا ترهګري وویني او په وړاندې یې غبرګون وښيي.

د نوین الحق، فرید ملک، الله محمد غضنفر، شفیق الله غفاري، ګلبدین نایب، آفتاب عالم، حمید حسن، محمد اسحاق او حشمت الله شهیدي تر څنګ صدیق الله اتل هم په بېګناه افغانانو د پاکستان د تېرې شپې برید غندلی او وایي دا ډول غیر انساني کړنې باید له پامه ونه غورځول شي او ټولو لوبغاړو د افغانستان د کرکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې څخه ملاتړ وکړ.

یاد خونړي برید ته په غبرګون کې پخواني لوبغاړي کریم صادق په کابل کې د پاکستان هېواد د سفارت د تړل کېدو او کرېکټ بورډ کې د موجودو پاکستاني روزونکو د لرې کېدو غوښتنه کړې .

د لوبغاړو تر څنګ د بشري حقونو نړېوال سازمان هم دا برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې په ملکي وګړو دا ډول بریدونه د بشري حقونو له منشوره جدي سرغړونه ده.

په وروستیو کلونو کې یو شمیر هېوادونو افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په پلمه له افغان لوبډلې سره د لوبو له کولو انکار کاوه نو ځینو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې “ اوس به وګورو کومې لوبډلې په ریښتینې توګه د بشري حقونو پروا کوي او لدې برید وروسته د پاکستان لوبډله له لوبې کولو منع کوي.”

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال د پخوا په پرتله ترینګلې شوې چې د اکټوبر میاشتې په نهمه نېټه پاکستاني پوځیانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په سرحدي سیمو کې جګړې پیل شوې.

بلخوا هندي مبصر ډیوینډر کمار دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي:«نور بس دی.

د افغان کرکټ لوبغاړو وژنه باید له پامه ونه غورځول شي.

د کرېکټ نړېواله شورا، بشري حقونو نړېوال سازمان او د بخښنې نړېوال سازمان باید پدې هکله پرېکنده اقدام وکړي..»

په نړیوال جام کې د افغانستان مېنټور اجې جډیجا هم خپل د خواشینۍ مراتب وړاندې کړي او وایي” د افغانستان پر ملکي وګړو د پاکستان هوايي بریدونو وحشتناک خبرونه مې واورېدل چې پکې د ماشومانو او هغو کرکټ لوبغاړو ته مرګ ژوبله واوښته چې په راتلونکي کې یې د افغانستان د استازیتوب خوبونه لیدل.”

همدارنګه راشد خان له خپلو ټولنیزو رسنیو څخه پې اِس اېل کې د خپلې لوبېدونکې فرنچایز لوبډلې لاهور قلندرز نوم هم لرې کړی دی. 

د ځوان افغان کرېکټرانو له شهادت وروسته د افغانانو سربېره ډیر شمیر هندیانو د کرېکټ نړیوالې شورا څخه غوښتنه کړې چې لدې وحشیانه برید وروسته پاکستان کرېکټ بورډ دې له لوبو کولو بند کړي هغوي وایي د بې ګناه افغان کرکټ لوبغاړو وژنه باید د پاکستان د نړیوالو لوبو څخه د منع کولو لپاره کافي  وي.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بهرنیو هېوادونو په منځګړیتوب او د پاکستان په غوښتنه د اوربند اعلان شوی وو خو پاکستان یوځل بیا په افغان خاوره د TTP د وژلو په بهانه ملکي وګړي په نښه او شهیدان کړل.

موده مخکې د هند په وړاندې د پاکستان د ورته عمل وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې زور اخیستی وو چې په کرېکټ لوبډلو یې هم اثر کړی وو.

د بېګناه افغانانو او کرکټ لوبغاړو په وړاندې دا خونړی برید د افغانانو سربېره په ټوله نړۍ په تېره بیا د هندي وګړو لخوا په کلکه غندل شوی او د پاکستان حکومت ددې وحشیانه او ظالمانه کړنې په وړاندې د جدي غبرګون غوښتنه کوي.

د افغان کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړې په تړاو د پاکستان کرېکټ بورډ تر دې دمه څه ندي ویلي .

په یوورځنۍ لوبلړۍ کې د بنګلدېش په وړاندې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې بریا

اسیایي جام سیالیو او بنګله دېش سره په شل اوریز سیریز کې د پرلپسې ماتو وروسته د افغانستان ملي لوبډلې بنګله دېش ته په یوورځنۍ لوبلړۍ کې 3.0 ماتې ورکړه.

د اکټوبر په اتمه نېټه د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې بنګله دېش لوبډله د ۲۲۲ منډو هدف څخه دفاع کې پاتې راغله او افغان لوبډلې وکولی شول د لوبې ۴۸م اوور کې د پنځو وېکټو په شتون یاد هدف پوره او بریا خپله کړي، عظمت الله عمرزي د ۴۴ منډو ترسره په کولو او درې لوبغاړو سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دویمه لوبه کې بنګله دېش لوبډلې د افغانستان لخوا ټاکل شوې د ۱۹۱ منډو هدف پوره نشو کړی او د ۸۱ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله. د لوبې په اوږدو کې افغان توپ وهونکی رحمت شاه د ټپي کېدو له وجې له سیالۍ بهر شو. ابراهیم ځدران د ۹۵ منډو په ترسره کولو د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

راشد خان هم د تل په څیر توپ اچوونه کې ښه وځلید او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.

د سیریز وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه چې د اکټوبر په ۱۴مه نېټه د ابوظبي په شېخ زاید لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

یوځل بیا د افغانستان لپاره پیلیزو توپوهونکو ګربز او ابراهیم ښه پیل واخیست او د ۹۹ منډو ملګرتیا یې ترسره کړه.

ابراهیم ځدران یوځل بیا پرلپسې دوه لوبو کې په ۹۵ منډو خپله وېکټ له لاسه ورکړه او د سلیزې په ترسره کولو کې ونه توانېد.

توپوهنه کې د ابراهیم په زړه پورې لوبې سربېره محمد نبي چټکې ناسوځېدلې ۶۲ منډې، رحمن الله ګربز ۴۵ او صدیق اتل ۲۹ منډې ترسره کړې. او د ۲۹۳ منډو هدف یې وټاکه.

افغان توپ اچوونکو د تل په څیر ښکلې لوبه پیل کړه. د ورو توپ اچوونکو ترڅنګ دا ځل چټک توپ اچوونکي هم ښه وځلېدل او د بنګله دېش ټول لوبغاړي یې په ۹۳ منډو وسوځول.

توپ اچوونه کې چټک توپ اچوونکي بلال سمیع ۵، راشد خان ۳ او عظمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځوه.

بلال سمیع چې د ټپي شوي سلیم صافي په ځای لوبډلې سره یوځای شوی وو ویې کولی شول د خپل لوبیز ژوند په دویمې نړیوالې یوورځنۍ لوبه کې په زړه پورې کارکردګي ترسره او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي.

ابراهیم ځدران درې لوبو کې د ۲۱۳ منډو په ترسره کولو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

راشد خان د ۱۱ لوبغاړو په سوځولو د سیریز مخکښ وېکټ اخیستونکی شو. راشد خان ارمان وروستۍ لوبه کې بنګله دېش په وړاندې یوورځینو لوبو کې خپله ۵۰مه شپږیزه ترسره کړه.

د بنګلدېش او افغانستان ترمنځ یوورځنیو ترسره شویو لوبلړیو کې دا لومړی ځل دی چې یوه لوبډله سیریز 3:0 په خپل نوم کوي.

افغان لوبډله د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې ۹۵ پواینټونو سره د اېنګلنډ نه مخکې په اووم مقام کې ځای لري .

پداسې حال چې د کرېکټ نړېوالې شورا لخوا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې په توپ اچوونکو کې راشد خان لومړی ځای، عظمت الله عمرزي په الرونډرانو کې لومړی ځای او ابراهیم ځدران په توپ وهونکو کې  لومړی ځای خپل کړی دی.

په ورته مهال ټاکل شوې افغان لوبډله د زیمبابوی په وړاندې د یوې ټېسټ او درې شل اوریزو لوبو سیریز کې د اکټوبر له ۲۰مې د نومبر تر ۲مې نېټې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام پای او د هند لوبډلې بریا

هند لوبډلې د سپټمبر په ۲۸مه نېټه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې په زړه‌راښکونکې پایلوبه کې پاکستان ته د پنځو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

هند او پاکستان د لومړي ځل لپاره د اسیا جام پایلوبه کې د یو بل سره مخامخ شول.

د پایلوبې پچه هند وګتله او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه.

د پاکستانۍ لوبډلې پیلیزو توپوهونکو ښه پیل واخیست، خو وروستیو  کې لوبغاړي یې د ډېرو منډو او ملګرتیا په جوړېدو کې پاتې راغلل. پاکستان د صاحبزاده فرهان ۵۷ او فخر زمان ۴۶ منډو په مټ هند ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

کلدیپ یادو د څلورو ،بومرا، اکسر پټیل او ورون چکروتي هر یو د دوه دوه لوبغاړو په سوځېدو بریالي شول.

هندۍ لوبډلې وکولی شول د لوبې وروستي اوور کې د شیوام ډوبي ۳۳ او تېلک ورما ۶۹ ناسوځېدلو منډو پر مټ پاکستان ته د پنځو وېکټو په شتون ماته ورکړي.

روان ټورنمنټ کې دا دریم ځل وو چې پاکستانۍ لوبډله د هند په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي او ټولو درې لوبو کې له ماتې سره مخ شوه.

ابیشک شرما د ۳۱۴ منډو په جوړولو د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو مخکښ منډې جوړوونکی او کلدیپ یادو د ۱۷ لوبغاړو په سوځولو مخکښ وېکټ اخیستونکي لوبغاړي شول.

دا دریم ځل وو چې هند لوبډلې اسیا جام بې له کومې ماتې پای ته ورساوه. تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال اسیا جام کې د اېم اس ډهوني او ۲۰۱۸ اسیا جام کې د روهېت شرما په لوبډلمشرۍ هند لوبډله توانېدلې وه چې اسیا جام بې له کومې ماتې پای ته ورسوي.

ابیشک شرما  ۷ لوبو کې د ۳۱۴ منډو په ترسره کولو په یو شل اوریز اسیا جام کې د ډېرو منډو ترسره کولو ریکارډ په خپل نوم کړ. نوموړی شپږم هندی لوبغاړی شو چې په درې پرلپسې لوبو کې یې له پنځوسو ډیرې منډې ترسره کړې.

د شل اوریز اسیا جام سیالیو په یو فصل کې د ډیرو وېکټو اخیستو ریکارډ هم د کلدیپ یادو په نوم شو، تر ده وړاندې د اماراتو امجد جاوید په ۲۰۱۶ کال کې ۱۲ وېکټې ترلاسه کړې وې.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالۍ داسې مهال ترسره شوې چې د هند او پاکستان هېوادونو ترمنځ سیاسي ستونزې د اپریل ۲۲مې د پهلګام برید وروسته ډیرې شوې وې چې د برید په پایله کې۲۶ هندي سرتیري وژل شوي وو ، له همدې امله ډیرو هندي مینه والو د پاکستان په وړاندې د لوبو نه کولو غوښتنې هم کړې وې.

د دې هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د لوبې په ډګر کې هم د سیاسي ستونزو او اختلافونو اثرات لیدل کېدل. د دواړو هېوادونو ترمنځ په ترسره شویو درې لوبو کې هندي لوبغاړو پاکستاني لوبغاړو ته د لاس ورکولو څخه ډډه وکړه آن تر دې چې لوبډلمشر سوریاکومار د پایلوبې له ګټلو وروسته، د اسیایي شورا او د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي په لاس د ټرافي د اخیستلو څخه انکار وکړ، د نوموړوي په وینا د دا کار یې د هندۍ لوبډلې د لوبغاړو په غوښتنه وکړ.

دا چې هند لوبډلې له محسن نقوي څخه د ټرافي اخیستلو نه انکار وکړ، نوموړي ټرافي او د هندي لوبغاړو مډالونه له ځان سره ویوړل چې دا کار د هند کرکټ بورډ لخوا وغندل شو.

د هندوستان د کرکټ بورډ منشي، دیواجیت سیکیا ، د پاکستان کرکټ بورډ لخوا ترسره شوې کړنه وغندله او ویې ویل:

“موږ پرېکړه کړې وه چې د اسیا کپ ګټلې ټرافي د ACC د مشر لخوا نه ترلاسه کوو، ځکه هغه د داسې هېواد استازی دی چې دا مهال زموږ سره په شخړه کې دي. خو هغه ددې حق نلري چې جام او مډالونه له ځانه سره یوسي”.

نوموړي ویلي چې د محسن نقوي دا کار ډېر د افسوس وړ او له ورزشي اخلاقو څخه لرې دی او هیله مند دی چې جام او مډالونه ژر تر ژره بېرته هند ته وسپارل شي.

د اسیا جام له ګټلو وروسته د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د ( سندور پوځي عملیاتو ) کې یې پاکستان ته د سپورټ په ډګر کې هم ماته ورکړه.

په ورته مهال لوبډلمشر سوریاکومار یادو هم په خپلو خبرو کې وویل چې د اسیا جام څخه ترلاسه شوې خپلې ټولې پیسې هندي پوځ ته ډالۍ کوي.

لدې سره هند لوبډلې وکولی شول د نهم ځل لپاره د اسیا جام اتلولي په خپل نوم کړي.

بنګلدېش په وړاندې راتلونکې لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

کرېکټ بورډ د افغانستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ .

ټاکل شوې د افغان لوبډلې او بنګلدېش ترمنځ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو سیریز د راتلونکې اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه پیل شي.

د شل اوریزو لوبو لپاره د لوبډلمشر راشد خان سربېره؛ ابراهیم ځدران، رحمن الله ګربز، صدیق الله اتل، وفیع الله ترخیل، دروېش رسولي، محمد اسحاق، عظمت الله عمرزی، محمد نبی، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید ملک، عبدالله احمدزی او بشیر احمد د پنځلس کسیزې لوبډلې برخه دي.

د یو ورځینو لوبو په نوملړ کې حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدران، رحمن الله ګربز، صدیق الله اتل، رحمت شاه ، دویش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علیخیل، محمد نبي، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، سلیم صافی، بشیر احمد او عبدالله احمدزی غوره شوي دي.

فضل الحق فاروقي او نوین الحق دې لوبلړۍ کې د لوبډلې څخه کېنول شوي دي .  

دا لوبلړئ په داسې حال پیل کیږي چې پدې وروستیو کې افغان لوبډلې د پاکستان او اماراتو سره په درې اړخیزه سیریز او ۲۰۲۵ کال آسیا جام سیالیو کې د پام وړ کارکردګي ونکړه او د توقع خلاف یې ونشو کړای په سږني اسیا جام سیالیو کې څلور غوره لوبډلو ته لار پیدا کړي.

په کرېکټ بورډ نیوکې دي چې له اوږدې مودې راهیسې یې افغان لوبډله کې د توپ وهنې او چټکې توپ اچوونې په برخه کې شته ستونزې ندي حل کړي او اکثره لوبو کې ځوانو لوبغاړو ته د پام وړ برخه نه ورکول کیږي.

په ورته مهال دا سیریز د راتلونکي ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام او ۲۰۲۷ پنځوس اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره اړین ګڼل کیږي.

کرکټ او سیاست: د هند او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال آسیا جام سیالۍ او د هند بریا

له جنجالونو او ستونزو سربېره په متحده عربي اماراتو کې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې د هند او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ د هند په بریا پای ته ورسېده.

د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

پاکستان د صاحبزاده فرهان د ۴۰ او شاهین افریدي د ۳۱ منډو پر مټ هندۍ لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

کلدیپ یادوف ۳ ، جسپرېټ بومرا او اکسر پټېل دوه دوه ، هارډېک پنډیا او ورون چکروتي د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځوه.

هند لوبډلې د هدف ترلاسه کولو کې ښه پیل واخیست، ابیشک شرما او تېلک ورما هر یو د ۳۱ منډو او لوبډلمشر د ۴۷ ناسوځېدلو منډو په مټ یاد هدف په ډېرې آسانۍ سره د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۶م اوور کې پوره کړ او د ۷ وېکټو په توپیر یې ماته ورکړه.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې صایم ایوب ښه وځلېده او د ۳۵ منډو په ورکولو یې د هند درې لوبغاړي وسوځول.

کلدیپ په څلورو اورونو کې د  ۱۸ منډو په ورکولو او د ۳ لوبغاړو په سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

سره لدې چې هند کرېکټ بورډ په ۲۰۲۵ کال آسیاي جام کې د ګډون پرېکړه کړې وه خو بیا هم د سیالۍ یوه ورځ وړاندې په هند کې ګڼو وګړو او سیاسي څهرو ددې لوبې د نه کولو غوښتنه کړې وه او یاده سیالۍ له سختو نیوکو سره مخ وه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ شته جنجالونه او ستونزې هغه مهال رامنځته شوې چې پنځه میاشتې وړاندې د اپرېل په ۲۲مه نېټه د پاهلګام ترهګریز برید په پایله کې پاکستاني ځواکونو د هند په جمو او کشمیر کې ۲۶ تنه ووژل.

هند کې سیاسي مشرانو له پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېدل یو ناسم کار بللی او د لوبې د بایکاټ غوښتنه یې کړې وه.

د UBT مشر ( Uddhav Thackeray ) د دې سیالۍ د نه ترسره کېدو په اړه د صدر اعظم د هغې خبرې په تړاو چې ویلي یې وو “اوبه او وینه یو ځای نه شي بهېدلی.” وویل:

“که چېرې اوبه او وینه یوځای نشي بهېدلې نو بیا څنګه وینه او کرکټ یوځای کیدی شي؟ څنګه جګړه او کرکټ یوځای کیدی شي”؟

د سیاسو څهرو او عامو وګړو سربېره د هند کرکټ یو شمیر پخوانیو لوبغاړو هم ددې لوبې د نه ترسره کېدو غوښتنې کړې وې.

پخواني هندي لوبغاړي منوج تیواري هم د دې لوبې په ترسره کېدو غبرګون ښودلی او د یادې لوبې په وړاندې یې بایکاټ وکړ.

تیواري وویل چې: “ د هند او پاکستان هېوادونو ترمنځ دا ستونزه له کلونو راهیسې روانه ده. له پلوامه څخه تر پاهلګام او پتهانکوټ، او تر ټولو نورو ګڼو ترهګریزو بریدونو پورې، او هېڅ هندي وګړي دا پېښې نه دی هېر کړي”

هغه زیاته کړه :” زه هېڅکله د سپورټ مخالفت نکوم ؛ زه پخپله د کرکټ لوبغاړی وم خو ددې لوبې په ترسره کولو موږ د انسانانو ژوند د لوبې سره پرتله کوو او دا کار هېڅکله باید ونه شي”.

همدا راز دوه میاشتې وړاندې ، د هند تقاعد شویو ستورو لوبغاړو د انګلستان په لیجنډز لیګ لوبو کې د پاکستان په وړاندې د لوبو کولو څخه ډډه وکړه او یاده لوبه یې لغوه کړه.

د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ تر دې دمه ۱۴ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره شوي چې هند ۱۰ او پاکستان۳ لوبې ګټلي دي.

پاکستان په وروستي ځل د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو کې چې په دوبۍ کې ترسره شوې وه،  هند ته ماته ورکړې وه.

هند په ۲۰۲۴  شل اوریز نړیوال جام کې په نیویارک کې پاکستان د شپږو منډو په توپیر ماته کړ. په دې لوبه کې جسپریت بومرا په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د لوبې اړخ یې بدل کړ.

بلخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شویو لوبو کې مخکښ منډې جوړوونکی ویرات کوهلي او ډیرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو کې هارډېک پنډیا لومړي ځای کې شتون لري .

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو پیل او د افغان لوبډلې لومړنۍ بریا

نن د سپټمبر ۹مه د ۲۰۲۵ کال اسیایي جام سیالۍ د متحده عربي اماراتو د ابوظبي په شېخ زاید لوبغالي کې پیل شوې.

د سږني آسیا جام لومړنۍ لوبه د افغانستان او هانګ کانګ هېوادونو ترمنځ ترسره شوه.

افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچې په ګټلو د لومړۍ توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغان توپوهونکو له ډلې پیلیز توپوهونکي صدیق الله اتل ۷۳ ، عظمت الله عمرزي ۵۳  او محمد نبي ۳۳ منډې ترسره کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو لوړ هدف وټاکه.

په توپ اچونه کې د هانګ کانګ لوبډلې لپاره کېنچېټ شاه او شوکلا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په دویم ایننګز کې د هانګ کانګ لوبډله یواځې د ۹۴ منډو په ترسره کولو بریالۍ شوه او د آسیا جام لومړنۍ لوبه یې د ۹۴ منډو په توپیر وبایلله.

د افغان توپ اچوونکو له لوري فضل الحق فاروقي او ګلبدین نایب دوه دوه او ورسره راشد خان، عظمت الله او نور احمد یو یو لوبغاړی وسوځوه.

عظمت الله عمرزی د ۵۳ منډو او یوې وېکټې په اخیستو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په ورته وخت کې عظمت الله عمرزی وتوانېده چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د افغان لوبډلې په ګټه په ۲۰ توپونو تر ټولو چټکه پنځوسیزه ترسره کړي.

د روان ۲۰۲۵ کال آسیا جام سیالیو په لړ کې به افغاستان په B ګروپ کې خپلې پاتې دوه نورې لوبې له سریلانکا او بنګله دېش سره ترسره کړي .