Category: کرکټ

د پکتیکا له خونړۍ پېښې وروسته د کرېکټ بورډ سخت غبرګون

افغان کرېکټ بورډ د بېګناه افغانانو او شهیدو لوبغاړو د وینې په درناوي د پاکستان پر وړاندې سیریز لغوه کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ، نومبر میاشت کې له پاکستان او سریلنکا سره ترسره کېدونکی درې اړخیز سیریز لغو کړ.

کابل، کندهار او خوست کې له هوایي بریدونو وروسته تېر ماښام د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په ظالمانه بریدونو کې د کلب کرېکټ درې تنه ځوانو لوبغاړو په ګډون ۱۰ تنه شهیدان او ۱۳ نور یاد ټپیان شول.

د پاکستاني پوځ الوتکو په ارګون ولسوالۍ کې د ملکي وګړو  کورونه په نښه او ګڼ شمېر هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل.

د پېښې وروسته افغان کرېکټ بورډ پدې ظالمانه بریدونو ژوره خواشیني څرګنده کړه او د پاکستاني پوځ دا وحشیانه عمل یې په کلکو ټکو وغنده او د لوبې لغوه کولو اعلان یې وکړ.

د کرېکټ بورډ په وینا په دغه ظالمانه پېښه کې د کبیر آغا، صبغت الله او هارون په نوم د درې لوبغاړو په ګډون ګڼ شمېر بېګناه افغانانو خپل ژوند له لاسه کړی. کبیر آغا تېره ورځ لوبه کې د غوره لوبغاړي اېوارډ هم ترلاسه کړی وو.

د خپور شوي خبر په اساس دا لوبغاړي د پکتیکا ولایت مرکز شرنې کې د یوې سیمه ایزې لوبې له ختمېدو وروسته ارګون کې د دمې لپاره سره یوځای راټول شوي وو چې د پاکستاني پوځ وحشیانه برید ښکار شول .

کرېکټ بورد دا برید د لوبغاړو او د کرېکټ کورنۍ لپاره ستره ضایع بللې، دې برید ته په غبرګون کې او د شهیدو شویو لوبغاړو او ټپیانو ته د درناوي په موخه یې له پاکستان سره د نومبر میاشت کې د پلان شوو لوبو له کولو انکار وکړ.

د کرېکټ بورډ وروسته د ملي لوبډلې ډېریو لوبغاړو هم د دې برید په تړاو تُند غبرګونونه ښکاره کړي او خپلې خواشینۍ یې څرګندې کړي دي.

د کرېکټ د نړۍ ستوري لوبغاړي راشد خان د برید د غندلو سره سره په خپل اېکس پاڼې لیکلي: « په افغانستان باندې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله  خواشینی یم. یوه غمیزه چې د ښځو، ماشومانو او د کرکټ د هغو ځوانو لوبغاړو ژوند یې واخیست چې په نړیوال ډګر کې یې د خپل ملت د استازیتوب خوب یې لیدلی و»

د راشد خان په وینا «د ملکي زیربناوو په نښه کول په بشپړ ډول غیر اخلاقي او وحشیانه کړنه ده . او دا غیر عادلانه او غیرقانوني کړنې د بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ده او باید له پامه ونه غورځول شي».

په ورته مهال راشد خان د کرېکټ بورډ لخوا د درې اړخیز سیریز د لغو کېدو له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې« د هغو بې ګناه افغانانو وژل کېدو ته په کتو، زه د افغانستان کرکټ بورډ لخوا له پاکستان سره د ترسره کېدونکو لوبو د لغوه کېدو له پریکړې هرکلی کوم او  په دې سخت وخت کې د خپلو خلکو سره ولاړ یم، زموږ ملي وقار باید له هرڅه مخکې وي».

د راشد ترڅنګ محمد نبي هم دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي:«د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شـهادت خبر راته خورا دردوونکی و، چې د کرکټ له یوې دوستانه لوبې نه وروسته د پاکستاني پوځي رژیم د بې رحمانه برید ښکار شول.

دا پېښه یوازې د پکتیکا نه، بلکې د ټول افغانستان ، د کرکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی. موږ به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېر نه کړو.»

چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي هم د بېګناه خلکو شهیدول یو ستر او نه بښوونکی جنایت بللی او وایي چې “د بېګناه ملکیانو وژل افتخار نه بلکې د بېغیرتۍ آخري حد دی”.

بلخوا د ملي لوبډلې بریدګر توپوهونکي رحمن الله ګربز د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ د خدای ناترسه دښمن د ذلیله کېدو دعا کړې.

ځوان لوبغاړي ننګیال خروټي هم په ملکي وګړو برید او د بېګناه افغانانو وژل وغندل او وایي: «په پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر ملکې وګړو چې د کرکټ لوبغاړي هم پکې شامل وو وحشیانه هوايي برید کړی، چې په دغه برید کې بې‌ګناه ملکي خلک او د کرکټ ځوان لوبغاړي شهیدان شوي دي — هغه زړونو چې د خپل وطن د نوم د روښانه کولو خوب یې لیده، نن د پردیو د بمونو ښکار شول.»

خروټی وایي “دا برید نه یوازې د افغانستان د خاورې سپکاوی دی، بلکې د انسانیت، ورزش او سولې پر وړاندې ښکاره ظلم دی”.

نوموړي د پاکستان دا برید ظالمانه عمل وبله، او په وینا یې نړۍ باید د پاکستان دا ترهګري وویني او په وړاندې یې غبرګون وښيي.

د نوین الحق، فرید ملک، الله محمد غضنفر، شفیق الله غفاري، ګلبدین نایب، آفتاب عالم، حمید حسن، محمد اسحاق او حشمت الله شهیدي تر څنګ صدیق الله اتل هم په بېګناه افغانانو د پاکستان د تېرې شپې برید غندلی او وایي دا ډول غیر انساني کړنې باید له پامه ونه غورځول شي او ټولو لوبغاړو د افغانستان د کرکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې څخه ملاتړ وکړ.

یاد خونړي برید ته په غبرګون کې پخواني لوبغاړي کریم صادق په کابل کې د پاکستان هېواد د سفارت د تړل کېدو او کرېکټ بورډ کې د موجودو پاکستاني روزونکو د لرې کېدو غوښتنه کړې .

د لوبغاړو تر څنګ د بشري حقونو نړېوال سازمان هم دا برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې په ملکي وګړو دا ډول بریدونه د بشري حقونو له منشوره جدي سرغړونه ده.

په وروستیو کلونو کې یو شمیر هېوادونو افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په پلمه له افغان لوبډلې سره د لوبو له کولو انکار کاوه نو ځینو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې “ اوس به وګورو کومې لوبډلې په ریښتینې توګه د بشري حقونو پروا کوي او لدې برید وروسته د پاکستان لوبډله له لوبې کولو منع کوي.”

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال د پخوا په پرتله ترینګلې شوې چې د اکټوبر میاشتې په نهمه نېټه پاکستاني پوځیانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په سرحدي سیمو کې جګړې پیل شوې.

بلخوا هندي مبصر ډیوینډر کمار دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي:«نور بس دی.

د افغان کرکټ لوبغاړو وژنه باید له پامه ونه غورځول شي.

د کرېکټ نړېواله شورا، بشري حقونو نړېوال سازمان او د بخښنې نړېوال سازمان باید پدې هکله پرېکنده اقدام وکړي..»

په نړیوال جام کې د افغانستان مېنټور اجې جډیجا هم خپل د خواشینۍ مراتب وړاندې کړي او وایي” د افغانستان پر ملکي وګړو د پاکستان هوايي بریدونو وحشتناک خبرونه مې واورېدل چې پکې د ماشومانو او هغو کرکټ لوبغاړو ته مرګ ژوبله واوښته چې په راتلونکي کې یې د افغانستان د استازیتوب خوبونه لیدل.”

همدارنګه راشد خان له خپلو ټولنیزو رسنیو څخه پې اِس اېل کې د خپلې لوبېدونکې فرنچایز لوبډلې لاهور قلندرز نوم هم لرې کړی دی. 

د ځوان افغان کرېکټرانو له شهادت وروسته د افغانانو سربېره ډیر شمیر هندیانو د کرېکټ نړیوالې شورا څخه غوښتنه کړې چې لدې وحشیانه برید وروسته پاکستان کرېکټ بورډ دې له لوبو کولو بند کړي هغوي وایي د بې ګناه افغان کرکټ لوبغاړو وژنه باید د پاکستان د نړیوالو لوبو څخه د منع کولو لپاره کافي  وي.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بهرنیو هېوادونو په منځګړیتوب او د پاکستان په غوښتنه د اوربند اعلان شوی وو خو پاکستان یوځل بیا په افغان خاوره د TTP د وژلو په بهانه ملکي وګړي په نښه او شهیدان کړل.

موده مخکې د هند په وړاندې د پاکستان د ورته عمل وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې زور اخیستی وو چې په کرېکټ لوبډلو یې هم اثر کړی وو.

د بېګناه افغانانو او کرکټ لوبغاړو په وړاندې دا خونړی برید د افغانانو سربېره په ټوله نړۍ په تېره بیا د هندي وګړو لخوا په کلکه غندل شوی او د پاکستان حکومت ددې وحشیانه او ظالمانه کړنې په وړاندې د جدي غبرګون غوښتنه کوي.

د افغان کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړې په تړاو د پاکستان کرېکټ بورډ تر دې دمه څه ندي ویلي .

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام پای او د هند لوبډلې بریا

هند لوبډلې د سپټمبر په ۲۸مه نېټه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې په زړه‌راښکونکې پایلوبه کې پاکستان ته د پنځو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

هند او پاکستان د لومړي ځل لپاره د اسیا جام پایلوبه کې د یو بل سره مخامخ شول.

د پایلوبې پچه هند وګتله او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه.

د پاکستانۍ لوبډلې پیلیزو توپوهونکو ښه پیل واخیست، خو وروستیو  کې لوبغاړي یې د ډېرو منډو او ملګرتیا په جوړېدو کې پاتې راغلل. پاکستان د صاحبزاده فرهان ۵۷ او فخر زمان ۴۶ منډو په مټ هند ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

کلدیپ یادو د څلورو ،بومرا، اکسر پټیل او ورون چکروتي هر یو د دوه دوه لوبغاړو په سوځېدو بریالي شول.

هندۍ لوبډلې وکولی شول د لوبې وروستي اوور کې د شیوام ډوبي ۳۳ او تېلک ورما ۶۹ ناسوځېدلو منډو پر مټ پاکستان ته د پنځو وېکټو په شتون ماته ورکړي.

روان ټورنمنټ کې دا دریم ځل وو چې پاکستانۍ لوبډله د هند په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي او ټولو درې لوبو کې له ماتې سره مخ شوه.

ابیشک شرما د ۳۱۴ منډو په جوړولو د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو مخکښ منډې جوړوونکی او کلدیپ یادو د ۱۷ لوبغاړو په سوځولو مخکښ وېکټ اخیستونکي لوبغاړي شول.

دا دریم ځل وو چې هند لوبډلې اسیا جام بې له کومې ماتې پای ته ورساوه. تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال اسیا جام کې د اېم اس ډهوني او ۲۰۱۸ اسیا جام کې د روهېت شرما په لوبډلمشرۍ هند لوبډله توانېدلې وه چې اسیا جام بې له کومې ماتې پای ته ورسوي.

ابیشک شرما  ۷ لوبو کې د ۳۱۴ منډو په ترسره کولو په یو شل اوریز اسیا جام کې د ډېرو منډو ترسره کولو ریکارډ په خپل نوم کړ. نوموړی شپږم هندی لوبغاړی شو چې په درې پرلپسې لوبو کې یې له پنځوسو ډیرې منډې ترسره کړې.

د شل اوریز اسیا جام سیالیو په یو فصل کې د ډیرو وېکټو اخیستو ریکارډ هم د کلدیپ یادو په نوم شو، تر ده وړاندې د اماراتو امجد جاوید په ۲۰۱۶ کال کې ۱۲ وېکټې ترلاسه کړې وې.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالۍ داسې مهال ترسره شوې چې د هند او پاکستان هېوادونو ترمنځ سیاسي ستونزې د اپریل ۲۲مې د پهلګام برید وروسته ډیرې شوې وې چې د برید په پایله کې۲۶ هندي سرتیري وژل شوي وو ، له همدې امله ډیرو هندي مینه والو د پاکستان په وړاندې د لوبو نه کولو غوښتنې هم کړې وې.

د دې هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د لوبې په ډګر کې هم د سیاسي ستونزو او اختلافونو اثرات لیدل کېدل. د دواړو هېوادونو ترمنځ په ترسره شویو درې لوبو کې هندي لوبغاړو پاکستاني لوبغاړو ته د لاس ورکولو څخه ډډه وکړه آن تر دې چې لوبډلمشر سوریاکومار د پایلوبې له ګټلو وروسته، د اسیایي شورا او د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي په لاس د ټرافي د اخیستلو څخه انکار وکړ، د نوموړوي په وینا د دا کار یې د هندۍ لوبډلې د لوبغاړو په غوښتنه وکړ.

دا چې هند لوبډلې له محسن نقوي څخه د ټرافي اخیستلو نه انکار وکړ، نوموړي ټرافي او د هندي لوبغاړو مډالونه له ځان سره ویوړل چې دا کار د هند کرکټ بورډ لخوا وغندل شو.

د هندوستان د کرکټ بورډ منشي، دیواجیت سیکیا ، د پاکستان کرکټ بورډ لخوا ترسره شوې کړنه وغندله او ویې ویل:

“موږ پرېکړه کړې وه چې د اسیا کپ ګټلې ټرافي د ACC د مشر لخوا نه ترلاسه کوو، ځکه هغه د داسې هېواد استازی دی چې دا مهال زموږ سره په شخړه کې دي. خو هغه ددې حق نلري چې جام او مډالونه له ځانه سره یوسي”.

نوموړي ویلي چې د محسن نقوي دا کار ډېر د افسوس وړ او له ورزشي اخلاقو څخه لرې دی او هیله مند دی چې جام او مډالونه ژر تر ژره بېرته هند ته وسپارل شي.

د اسیا جام له ګټلو وروسته د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د ( سندور پوځي عملیاتو ) کې یې پاکستان ته د سپورټ په ډګر کې هم ماته ورکړه.

په ورته مهال لوبډلمشر سوریاکومار یادو هم په خپلو خبرو کې وویل چې د اسیا جام څخه ترلاسه شوې خپلې ټولې پیسې هندي پوځ ته ډالۍ کوي.

لدې سره هند لوبډلې وکولی شول د نهم ځل لپاره د اسیا جام اتلولي په خپل نوم کړي.

د APL نامعلوم وضعیت؛ افغان کرېکټ بورډ یې په اړه څه ځواب لري!؟

د افغانستان پریمیر لیګ د ترسره کېدو په تړاو یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې غوغا جوړه ده او کرېکټ بورډ يې په اړه د معلوماتو پهورکولو کې پاتې راغلی، تازه را رسېدلي معلومات دا دي چې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره د APL موضوع بحث شوې ده خو د اماراتو کرکټ بورډ، د څو اوونيو په تېرېدو لا هم د افغانستان د کرکټ غږ ته د «هو يا نه» ځواب نه دی ورکړی.

د افغان کرکټ بورډ وياند سيد نسيم سادات د تېرې اګسټ مياشتې په ۲۵مه اې‌سي‌اې ته ويلي و چې « افغان کرکټ بورډ لخوا ټاکل شوې کاري کميټې د اګسټ  په ۱۹مه په اماراتو کې خپل‌منځي ناسته کړې، له هغه وروسته يې د کرکټ له نړیوالې شورا سره ناسته کړې؛ د کرکټ نړیوالې شورا د غوښتنليک جوړولو لپاره ورته لارښوونې ورکړي، او د اګسټ مياشتې په ۳۰مه به د متحده‌ عربي‌ اماراتو له کرکټ بورډ سره د APL د کوربه لوبغالي په اړه بحث وکړي، که اماراتو ورسره ونه ‌منله نو عمان ته د APL د کوربه په سترګه ګوري.»

دا هغه خبر و چې موږ د اګسټ په ۲۶مه خپور کړ؛ د همدې میاشتې له ۳۰مې وروسته ACA له افغان کرکټ بورډ سره بیا اړيکه ونيوله؛ له ځنډ وروسته د بورډ وياند ښاغلي سادات زموږ د پوښتنو ځواب کې وويل چې غونډه ځنډېدلې او د روانې سېپټمبر مياشتې نهمه او لسمه يې د غونډې نوې ممکنه نېټې يادې کړې

د سېپټمبر په لسمه موږ له ښاغلي سادات سره بيا اړيکه درلوده؛ په لږ ځنډ، د بورډ ځواب دا و چې «ښاغلی نصيب خان، د افغان کرکټب ورډ اجرايوي مشر اماراتو ته تللی ترڅ و اړوند موضوعات بحث کړي، د پايلو په اړه به يې له موږ سره معلومات شريک شي.»

خو له يوې اوونۍ وروسته، د افغان کرکټ بورډ لخوا موږ ته هیڅ ډول معلومات رانه ‌کړل شول؛ موږ د سېپټمبر په ۱۷مه ښاغلی نسيمسادات بيا وپوښت، ځواب يې دا و چې ( افغان کرکټ بورډ، لا هم د اماراتو د کرکټ بورډ د « هو » يا « نه » ځواب ته په تمه دی )

 زموږ د لومړي خبر او اوسني راپور ترمنځ ۲۳ ورځې ووتې خو ښکاري چې د لومړيو مالوماتو او اوسنيو هغو ترمنځ ډېر توپير نه ‌دی راغلیاو د APL کيسه ځنډېدلې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان کرکټ بورډ مشر ښاغلي ميرويس اشرف له کرکټ بورډ سره وروستۍ مرکه کې چې کابو دوه مياشتې وړاندې خپره شوې وه، ويلي و چې په اګسټ مياشت کې به د APL په اړه پوره او مهم معلومات رسنيز شي، د لوبو وخت، ځای او د لوبډلو شمېر به اعلان شي.

کرکټ او سیاست: د هند او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال آسیا جام سیالۍ او د هند بریا

له جنجالونو او ستونزو سربېره په متحده عربي اماراتو کې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې د هند او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ د هند په بریا پای ته ورسېده.

د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

پاکستان د صاحبزاده فرهان د ۴۰ او شاهین افریدي د ۳۱ منډو پر مټ هندۍ لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

کلدیپ یادوف ۳ ، جسپرېټ بومرا او اکسر پټېل دوه دوه ، هارډېک پنډیا او ورون چکروتي د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځوه.

هند لوبډلې د هدف ترلاسه کولو کې ښه پیل واخیست، ابیشک شرما او تېلک ورما هر یو د ۳۱ منډو او لوبډلمشر د ۴۷ ناسوځېدلو منډو په مټ یاد هدف په ډېرې آسانۍ سره د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۶م اوور کې پوره کړ او د ۷ وېکټو په توپیر یې ماته ورکړه.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې صایم ایوب ښه وځلېده او د ۳۵ منډو په ورکولو یې د هند درې لوبغاړي وسوځول.

کلدیپ په څلورو اورونو کې د  ۱۸ منډو په ورکولو او د ۳ لوبغاړو په سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

سره لدې چې هند کرېکټ بورډ په ۲۰۲۵ کال آسیاي جام کې د ګډون پرېکړه کړې وه خو بیا هم د سیالۍ یوه ورځ وړاندې په هند کې ګڼو وګړو او سیاسي څهرو ددې لوبې د نه کولو غوښتنه کړې وه او یاده سیالۍ له سختو نیوکو سره مخ وه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ شته جنجالونه او ستونزې هغه مهال رامنځته شوې چې پنځه میاشتې وړاندې د اپرېل په ۲۲مه نېټه د پاهلګام ترهګریز برید په پایله کې پاکستاني ځواکونو د هند په جمو او کشمیر کې ۲۶ تنه ووژل.

هند کې سیاسي مشرانو له پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېدل یو ناسم کار بللی او د لوبې د بایکاټ غوښتنه یې کړې وه.

د UBT مشر ( Uddhav Thackeray ) د دې سیالۍ د نه ترسره کېدو په اړه د صدر اعظم د هغې خبرې په تړاو چې ویلي یې وو “اوبه او وینه یو ځای نه شي بهېدلی.” وویل:

“که چېرې اوبه او وینه یوځای نشي بهېدلې نو بیا څنګه وینه او کرکټ یوځای کیدی شي؟ څنګه جګړه او کرکټ یوځای کیدی شي”؟

د سیاسو څهرو او عامو وګړو سربېره د هند کرکټ یو شمیر پخوانیو لوبغاړو هم ددې لوبې د نه ترسره کېدو غوښتنې کړې وې.

پخواني هندي لوبغاړي منوج تیواري هم د دې لوبې په ترسره کېدو غبرګون ښودلی او د یادې لوبې په وړاندې یې بایکاټ وکړ.

تیواري وویل چې: “ د هند او پاکستان هېوادونو ترمنځ دا ستونزه له کلونو راهیسې روانه ده. له پلوامه څخه تر پاهلګام او پتهانکوټ، او تر ټولو نورو ګڼو ترهګریزو بریدونو پورې، او هېڅ هندي وګړي دا پېښې نه دی هېر کړي”

هغه زیاته کړه :” زه هېڅکله د سپورټ مخالفت نکوم ؛ زه پخپله د کرکټ لوبغاړی وم خو ددې لوبې په ترسره کولو موږ د انسانانو ژوند د لوبې سره پرتله کوو او دا کار هېڅکله باید ونه شي”.

همدا راز دوه میاشتې وړاندې ، د هند تقاعد شویو ستورو لوبغاړو د انګلستان په لیجنډز لیګ لوبو کې د پاکستان په وړاندې د لوبو کولو څخه ډډه وکړه او یاده لوبه یې لغوه کړه.

د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ تر دې دمه ۱۴ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره شوي چې هند ۱۰ او پاکستان۳ لوبې ګټلي دي.

پاکستان په وروستي ځل د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو کې چې په دوبۍ کې ترسره شوې وه،  هند ته ماته ورکړې وه.

هند په ۲۰۲۴  شل اوریز نړیوال جام کې په نیویارک کې پاکستان د شپږو منډو په توپیر ماته کړ. په دې لوبه کې جسپریت بومرا په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د لوبې اړخ یې بدل کړ.

بلخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شویو لوبو کې مخکښ منډې جوړوونکی ویرات کوهلي او ډیرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو کې هارډېک پنډیا لومړي ځای کې شتون لري .

په نړیوال کرېکټ کې د راشد خان بل ریکارډ

افغان لوبغاړي او د ملي لوبډلې د شل اوریز فارمټ لوبډلمشر راشد خان تېره شپه د متحده عربي اماراتو خلاف له یوې په زړه پورې توپاچوونې سره وکولی شول چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د نیوزیلنډي چټک توپ اچوونکي ټېم سوتي د ډېرو وېکټو اخیستو ریکارډ پهخپل نوم کړي.

تېره شپه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې د اماراتو خلاف میدان ته ښکته شوه.

افغان لوبډلې وکولی شول په خپلې دویمې لوبه کې اماراتو ته د ۳۸ منډو په توپیر ماته ورکړي.

افغان لوبډلې د ابراهیم ځدران او صدیق الله اتل د پنځوسیزو پر مټ اماراتو ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

د شرف الدین اشرف د درې وېکټو سربېره، راشد خان د ۲۱ منډو په ورکولو وتوانېد د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځوي او په شل اوریزونړیوالو لوبو کې د ۱۶۵ لوبغاړو په سوځولو د ډیرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو په ډله کې لومړی مقام ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې ټېم سوتي په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د ۱۶۴ ویکټو په اخیستو لومړي مقام کې ځای لره.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې راشد خان توانېدلی وو، په شل اوریزو لوبو کې د ۶۵۱ لوبغاړو په سوځولو د ویسټ انډیزيبراوو څخه مخکې او د ډېرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو په جدول کې لومړی ځای خپل کړي.

د هند او انګلېنډ ترمنځ د ټېسټ لوبلړۍ پای او د لوبو لنډیز

د هند او انګلستان ترمنځ در انډرسن_ټنډولکر ټرافي تر نامه لاندې د پنځو ټېسټ لوبو سیریز چې د جون میاشتې په شلمه نېټه پېل شوېوو نن د آګسټ په څلورمه نېټه د هند په بریا پای ته ورسیده. یادې سیالۍ  د ۲۰۲۵۲۰۲۷ نړیوال ټېسټ چمپینشېپ په چوکاټ کې داېنګلنډ په پنځو مختلفو لوبغالو (Headingley ، Edgbaston ، Lord’s ، Old Trafford ،The Oval ) ترسره شوې.

د لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې د جون په شلمه نېټه پیل شوې وه د اېنګلنډ لوبډلې د پنځو وېکټو په توپېر ګټلې وه.

دوهمه لوبه هند د ۳۳۶ منډو په توپیر وګټله. په درېمه لوبه کې اېنګلنډ بیا وکولی شول د ۲۲ منډو په توپیر هند ته ماته ورکړي. څلورمه لوبهبې پایلې اعلان شوه ، په پنځمه او وروستې لوبه کې هند د یوې په زړه پورې لوبې وروسته اېنګلنډ ته په ۶ منډو ماته ورکړه، چې لدې سرهد پنځو ټېسټ لوبو سیریز په مساوي توګه پای ته ورسېده.

محمد سراج د اېنګلنډ په وړاندې وروستۍ لوبه کې د پنځو وېکټو په اخیستو د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

او لوبډلمشر شوبمن ګېل د ۷۵۴ منډو په ترسره کولو د دې لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا د هند لومړی ټېسټ سیریز وو چې د روهېت شرما او وېرات کوهلي په نشتون کې د شوبمن ګېل په لوبډلمشرۍ ترسره شو.

ګېل لومړی هندی لوبغاړی شو چې په ټېسټ لوبو کې د هند په وړاندې یو سیریز کې تر ټولو زیاتې ۷۵۴ منډې جوړې کړې.

همدارنګه په ترسره شوې لوبلړۍ کې د دواړو ټیمونو لخوا له ۷۰۰۰ زیاتې منډې ترسره شوې چې دا د ټېسټ کرېکټ په تاریخ کې دویم ځلدی چې په یوه ټېسټ سیریز کې دومره ډیرې منډې ترسره کیږي.

د دې سیریز له ترسره کېدو وروسته هند د نړیوال ټېسټ چمپېنشپ د نومرو په جدول کې دریم او اېنګلنډ څلورم ځای خپل کړ.

له اتلولۍ بریالۍ دفاع؛ د آمو نهنګانو پرلپسې دویمه اتلولي

آمو نهنګانو لوبډلې د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ  یو ځل بیا د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.

د تېر کال اتلې لوبډلې آمو نهنګانو وکولی شول په پایلوبه کې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د اتو وېکټو په توپیر مس عینک ته ماتهورکړي او د تېر کال د اتلولۍ لقب له ځانه سره وساتي.

د لسم پړاو شپږیزې لیګ سیالۍ د روان کال جولای میاشتې په ۱۹مه نېټه کابل کې د پنځو لوبډلو ( بند امیر، آمو ، مس عینک، بُست، اوسپین غر )په ګډون پیل شوې وې پایلوبه یې نن د جولای په ۳۱مه نېټه کابل کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې ټاس آمو لوبډلې وګټهاو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

که څه هم مس عینک لوبډلې ښه پیل اخیستی وو خو لوبغاړي یې د ښه هدف په ټاکلو کې پاتې راغلل، خپلې وېکټې یې ژر له لاسه ورکړېاو آمو لوبډلې ته یې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه. لوبډلمشر عظمت الله عمرزي ښکلې توپ اچوونه وکړه او د مقابلې لوبډلې څلور لوبغاړي یېوسوځول.

آمو لوبډلې د حسن عیس خیل د پنځوسیزې پر مټ وکولی شول یاد هدف د لوبې په دیارلسم اوور کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي.

یاد لیګ کې یو ځل بیا د کورنیو لوبغاړو د شتون سربېره د راشد خان او محمد نبي په ګډون د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو برخه اخیستې وه . سربېره پر دې په سږ کال شپږیزه کې د نورو کورنیو تبصره کوونکو ترڅنګ درې نړیوالو مبصرینو هم شتون لره.

شرف الدین اشرف په نهو لوبو کې د ۱۴ لوبغاړو په سوځولو د سږکال شپږیزې مخکښ توپ اچوونکی شو، په ورته مهال حشمت اللهشهیدي د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر په اتو لوبو کې د ۳۲۱ منډو په ترسره کولو مخکښ منډې جوړوونکی لوبغاړی وو.

له بلې خوا مس عینک لوبډلې وکولی شول د بند امیر خلاف لوبه کې د ۲۶۴ منډو په ترسره کولو د شپږیزې لیګ په تاریخ کې تر ټولو لوړهدف وټاکي.

په لسم پړاو شپږیزه لیګ کې یو ځل بیا نوي استعدادونه او ځوان لوبغاړي ښه وځلېدل او په مختلفو برخو کې یې د ښې کارکردګۍ له وجېد خلکو پام ځانته واړوه.

خالد تڼېوال او نورالرحمن هغه لوبغاړي وو چې په سږني کال شپږیزه کې یې د خپلو لوبډلو په ګټه سلیزې ووهلې. نورالرحمن د شپږېزېلیګ په تاریخ کې د چټکې سلیزې وهلو ریکارډ په خپل نوم کړ.

ریشب پنټ د پښې هډوکي د ماتېدو له کبله ۶ اوونۍ له کرېکټ کېنول شو

د هند ملي لوبډلې چټک توپ وهوونکی ریشب پنټ د انګلېنډ پر وړاندې د څلورمې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ یعنې پرون(چهارشنبه جولای ۲۳مه) د لوبې په دوام کې سخت ټپي شو او له لوبې ووت.

ریشب پنټ د توپ وهنې پر مهال د کرېس اووکس پر وړاندې د ریورس سویپ شاټ وهلو هڅه کوله چې توپ یې د ښۍ پښې په بوټ ولګېداو د درد له امله یې چغه ووهله، د نوموړي د ښۍ پښې وړې ګوتې اړوند برخه کې وینه ولیدل شوه چې سم د واره فزیو او ډاکټر د ښاغليپنټ د وضعیت لیدو ته ډګر ته ښکته شول خو د ریشب پنټ حالت تر دې حده ښه نه وو چې موبایل امبولانس یا ګالف موټر کې له میدانوایستل شو.

د هند کرېکټ بورډ ډاکټرانو وروسته تایید کړه چې دا fracture دی، یعنې د پنټ د پښې هډوکی مات شوی او ساده ټپ نه دی.

ډاکټرانو ښاغلي پنټ ته د آرام لپاره شپږ اوونۍ وخت ورکړی او په دې موده کې به هېڅ تمرین هم نه کوي او نه به ډېر فشار پر ځانراوړي.

احتمال لري ریشب پنټ په سېپټمبر میاشت کې په را روان آسیا جام کې هم ونه شي لوبېدلی.

غونډه کې د هند د ګډون رضایت؛ د آسیا جام برخلیک روښانه شو

د ۲۰۲۵ کال آسیا جام د ترسراوي لپاره په پام کې نیول شوې غونډه چې د هند کرېکټ بورډ د نه ګډون له خطر سره مخ وه، بلاخره ترسره شوه او د هند کرېکټ بورډ په استازیتوب په کې راجیو شوکلا په آنلاین توګه ګډون وکړ.

دا غونډه چې د بنګله دېش په ډاکه کې پلان شوې وه، هندي کرېکټ بورډ د امنیتي او سیاسي اندېښنو له کبله نه غوښتل په کې ګډون وکړي او په ټوله کې یې د آسیا جام برخلیک په خطر کې اچولی وو.

په همدې حال کې د آسیا جام په تړاو د آسیایي شورا او د پاکستاني کرېکټ بورډ د مشر محسن نقوي په مشرۍ غونډه کې د افغانستان په ګډون د ۲۵ آسیایي هېوادونو د کرېکټ بورډونو استازو ګډون وکړو.

له سیاسي کړکېچونو سره سره، دا غونډه یو مهم ګام وو چې د آسیا جام ترسره کېدل یقیني کړي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې آسیا جام به د متحده عربي امارتو په کوربتوب د را روانې سېپټمبر میاشتې په ۵مه پیل او تر ۲۱مې به دوام وکړي، ځینو سرچینو بیا د پیل نېټه ۱۰مه او د پای ۲۸مه ښودلې ده.

ټولې لوبې د دوبۍ او ابوظبۍ په لوبغالو کې پلان شوي دي.

د آسیا جام په ۱۷م پړاو لوبو کې به اته لوبډلې په ګروپي شکل د یو بل پر وړاندې ولوبیږي چې په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحدهعربي امارت او هانګ کانګ او په بي ګروپ کې بنګله دېش، سریلانکا، افغانستان او عمان شتون لري.

عمان، هانګ کانګ او متحده عربي امارت هغه لوبډلې دي چې د غوراوي سیالیو له لارې یې آسیا جام ته لار موندلې ده.

د آسیا جام د برخلیک په اړه داسې مهال پرېکړه وروستۍ کیږي چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستیو سیاسي ترینګلتیاوو د یاد جام ۱۷م پړاو لوبې شکمنې کړې وې ځکه دا ځل لوبې د هند په کوربتوب ترسره کېدې خو په سیمه کې د نازک وضعیت له امله بې طرفه ځای تهولېږدول شوې.

د آی سي سي کلنۍ غونډه کې د افغان ښځینه لوبغاړو د برخلیک ترڅنګ پر مهمو موضوعاتو پرېکړې

د کرېکټ نړیوالې شورا خپله کلنۍ غونډه د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۰مه نېټه په سینګاپور کې ترسره کړه. د غونډې مشري د ICC مرستیال رئیس ښاغلي عمران خواجه کوله. په دغه غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو کرکټ بورډونو استازو ګډون کړی وو چې پر ډېرومهمو او کلیدي موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

د غونډې په یوه څنډه کې د هغو افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ په موضوع هم بحث وشو چې له هېواده بې‌ ځایه شوي او په جلاوطنۍکې یې کرېکټ پیل کړی.

د آی سي سي د راپور په بنسټ یادو افغان ښځینه لوبغاړو لپاره به په هند کې د ۲۰۲۵ نړېوال جام او انګلېنډ کې د ۲۰۲۶ز کال شلاوریز جام کې فرصتونه برابر شي او له دې سره سره به په کورنیو سیالیو کې د لوبېدو امکانات هم مساعد شي.

دا فرصتونه به یوازې په روزنیزو سېمنارونو او غونډو کې تر ګډون محدود اوسي او رسماً به په نړیوال جام کې لوبېدل نه وي.

په همدې حال کې په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ټېسټ اتلولۍ سیالیو د راتلونکو درې پړاونو ۲۰۲۷، ۲۰۲۹، او ۲۰۳۱ کلونو دپایلوبو کوربه‌توب به انګلېنډ او والز کرکټ بورډونه کوي.

د ټېسټ اتلولۍ درې لومړۍ پایلوبې هم په انګلېنډ کې ترسره شوې وې. وروستۍ پایلوبه تېره میاشت د سویلي افریقا او استرالیا ترمنځ دلندن په تاریخي لوبغالي لارډز کې ترسره شوه.

هم مهاله په ترسره شوې غونډه کې د امریکا کرېکټ بورډ ته د اداري اصلاحاتو د راوستلو لپاره درې میاشتې وخت ورکړل شو.

همدارنګه دوو نورو هېوادونو ( Temor Leste, Zambia ) ته د آی سي سي غړیتوب ورکړل شو، چې له دې سره د آی سي سي د غړوهېوادونو شمېر ۱۱۰ ته ورسېده.