Category: کرکټ

د هند او بنګلدېش ترمنځ سیاسي کړکېچ او په کرکټ یې اغیز

د ۲۰۲۴ کال وروستیو کې په بنګلدېش کې ولسي پاڅون او هند ته د پخوانۍ صدراعظمې شېخ حسینه د تښتېدو وروسته د هند او بنګلدېش هېوادونو ترمنځ سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې ترینګلې شوې.
په دې وروستیو کې بنګلدېش کې د هندي وګړو سره ناسم چلند او تاوتریخوالی، او موده وړاندې په بنګلدېش کې د یوه هندي کارګر د سوځولو او وژلو وروسته، سلګونه هندوانو په نوي ډهلي کې په اعتراضونو لاس پورې کړ چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا خرابې شوې

د هند او بنګلدېش هېوادونو ترمنځ روان سیاسي کړکېچ پر سپورټ او په ځانګړې توګه کرېکټ باندې هم مستقیم اغیزه کړې ده .

تېره ورځ د هند کرېکټ بورډ (BCCI) په غوښتنه ، په هند غوره لیګ کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لخوا اخیستل شوی بنګلدیشی لوبغاړی مستفیظ الرحمن د نوموړې لوبډلې له ترکیب لرې کړای شو.
چټک توپ اچوونکی مستفیظ الرحمن چې هند غوره لیګ سیالیو کې د مختلفو لوبډلو سره لوبېدلی، تېره میاشت اماراتو کې په ترسره شوې بولۍ کې په ۹۲ ملیونه هندي کلدارو د کلکتې لوبډلې له لوري اخیستل شوی وو.


په ورته مهال د کلکتې لوبډلې څخه د مستفیظ الرحمن د لرې کېدو وروسته BCCI نوموړې لوبډلې ته ددې اجازه ورکړې ترڅو بل لوبغاړی د خپلې لوبډلې په ترکیب کې شامل کړي.

له آی پي اېل څخه د مستفیظ الرحمن د لرې کېدو وروسته، بنګلدېش کرېکټ بورډ بیړنۍ غونډه ترسره کړه.

د راپورونو په وینا بنګلدېش کرېکټ بورډ غواړي ترڅو د روان کال فبرورۍ میاشت کې د هند او سریلنکا په کوربتوب ترسره کېدونکي نړیوال شل اووریز جام کې د لوبغاړو د خوندیتوب لپاره خپلې لوبې له هند څخه انتقال کړي .
ټاکل شوې، د بنګلدېش لوبډله په نړیوال جام کې خپلې درې لوبې د هند په کلکتې ښار کې ترسره کړي.

په ۲۰۲۵ کې د افغان ملي لوبډلې یو ورځنۍ لوبې، پایلې، بدلونونه او تاریخي کارنامه

افغان لوبډلې لکه د ټېسټ لوبو په څېر په تیر زېږدیز کال کې هم محدودې یو ورځنۍ لوبې کړي دي او په دې فارمټ کې یې بوخت کال نه درلود.

د افغانستان ملي لوبډلې په فبرورۍ میاشت کې د چمپینز ټرافۍ یا اتلانو جام کې د درې یو ورځنیو لوبو په ګډون ټولې شپږ یو ورځنۍ لوبې کړي چې درې یې د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنۍ لوبلړۍ په چوکاټ کې ترسره کړې دي.

په چمپینز ټرافۍ کې هم افغان لوبډله د لومړي ځل لپاره ولوبېده چې په ب ګروپ کې له سویلي افریقا، انګلېنډ او اسټرالیا سره وه.

لومړۍ لوبه یې د سویلي افریقا پر وړاندې د ۱۰۷ منډو په ستر توپیر وبایلله.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره یوازې رحمت شا غوره توپ وهنه وکړه او ۹۰ منډې یې جوړې کړې.

په چمپینز ټرافۍ کې د افغان لوبډلې په نوملړ کې یو بدلون د صدیق اتل راتګ و چې په لومړي ځل یو نړیوال اېونټ کې د افغانستان لپاره ولوبېد.

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان دویمه یو ورځنۍ لوبه په چمپینز ټرافۍ کې د انګلېنډ پر وړاندې وه چې په یوه په زړه پورې لوبه کې یې په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

د دغې لوبې تر ټولو مهمې او جالبه شېبې د ابراهیم د توپ وهنې وې چې په ۱۴۶ توپونو یې ۱۷۷ سترې منډې وکړې او د افغانستان د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې یې د غوره انفرادي پاڼۍ کارنامه جوړه کړه.

همداراز په دې لوبه کې عظمت الله عمرزي په دواړو برخو توپ وهنه او توپ اچوونه کې عالي کارکردګي لرله چې ۴۱ منډې یې جوړې کړې او په توپ اچوونه کې یې پنځه لوبغاړي وسوځول چې په ټوله کې یې په بریا کې کلیدي رول ولوباوه.

درېیمه یو ورځنۍ لوبه یې د اسټرالیا پر وړاندې وه چې د ورښت له کبله بې پایلې شوه.

افغان لوبډلې سیالې اسټرالیا ته ۲۷۳ منډې هدف ورکړی و چې په دویمه پاڼۍ کې د ورښت له کبله لوبه د اسټرالیا د یو لوبغاړي په زیان د ۱۰۹ منډو پر مهال ودرېده او بې پایلې پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې صدیق اتل په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې لومړۍ نیمه سلیزه جوړه کړه او د په زړه پورې توپ وهنې په دوام یې ۸۵ منډې جوړې کړې.

په ټوله کې د چمپینز ټرافۍ یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ ۲۱۶، عظمت الله عمرزي ۱۲۶، رحمت شاه ۱۰۶ او صدیق اتل ۱۰۵ ډېرې منډې وکړې.

په توپ اچوونه کې عظمت الله عمرزي اووه او محمد نبي ۴ وېکټې ترلاسه کړې.

افغان لوبډلې له چمپینز ټرافۍ وروسته د دوه اړخیزې لوبلړۍ په چوکاټ کې د بنګله دېش پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې چې درې واړه یې په ښه توپیر وګټلې.

دغه لوبلړۍ د اکټوبر په اتمه پیل شوه چې په لومړۍ لوبه کې یې افغانستان سیالې لوبډلې ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبلړۍ کې د لومړي ځل لپاره ځوان توپ اچوونکي بشیر احمد افغان ته هم ځای ورکړل شوی و چې په لومړۍ لوبه کې یې ۲۵ منډې ورکړې او کومه لاسته راوړنه یې نه لرله.

همداراز په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز او رحمت شاه نیمه سلیزې جوړې کړې او عظمت الله عمرزي ۴۰ منډې وکړې او توپ اچوونه کې یې درې لوبغاړي وسوځول چې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم واخیسته.

دویمه لوبه هم افغانستان د ۸۱ منډو په ستر توپیر وګټله.

دا ځل ابراهیم ځدراڼ غوره پاڼۍ ولوبوله او ۹۵ منډې یې وکړې په توپ اچوونه کې راشد خان ۵ او عمرزي درې وېکټې ترلاسه کړې.

په دې لوبه کې رحمت شا د پښې د ټپ له امله له لوبې ریټایر اوټ شو او د لوبې په پای کې یې هم ونه شول کولی پاڼۍ ولوبوي.

نوموړی د ټپي کېدو له امله له ټولې لوبلړۍ ووت او پر ځای یې اکرام علیخېل نوملړ ته اضافه شو.

د لوبلړۍ درېیمه یو ورځنۍ لوبه او په ټوله کې په ۲۰۲۵ کې کې د افغانستان وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د اکټوبر په ۱۴مه ترسره شوه چې دا هم افغان لوبډلې د ۲۰۰ منډو په ستر توپیر وګټله.

یو ځل بیا هم ابراهیم ځدراڼ ۹۵ منډې وکړې، همداراز ورپسې محمد نبي ۶۲ او رحمن الله ګربز ۴۲ ډېرې منډې وکړې.

په توپ اچوونه کې بلال سمېع چې په وروستۍ لوبه کې فرصت ورکړل شو او له وطنه لوبې ته ولاړ د پام وړ کارکردګي وکړه او ۵ لوبغاړي یې وسوځول، راشد خان درې او عمرزي یو وېکټ واخیسته.

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ ۴۲۹، عظمت الله عمرزي ۱۸۶، رحمت شا ۱۶۵ او صدیق اتل ۱۴۸ منډې کړي دي.

بل لور توپ اچوونه کې راشد خان ۱۲ او عمرزي ۱۱ وېکټې اخیستي دي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان د ۲۰۲۵ کال تر پایه د یو ورځنیو لوبو د جدول لومړنی غوره توپ اچوونکی او عظمت الله عمرزی لومړنی غوره ټولچاری لوبغاړی پاتې شو.

په تیر ۲۰۲۵ز کال کې په شل اووریزو فارمټ کې د افغان لوبډلې سفر

افغان لوبډلې سږکال د نورو فارمټونو په پرتله په شل اووریز کې نسبتاً ډېرې ۱۴ لوبې کړي چې اووه یې ګټلي او اووه یې بایللي دي.

که څه په شل اووریزو لوبو کې هم افغان لوبډله د نړۍ له پیاوړو او مخکښو لوبډلو حسابیږي خو سږکال یې سفر ډېر په زړه پورې نه وو.

افغان ملي لوبډلې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ پر مهال ۵، په آسیا جام کې درې، له بنګله دېش سره دوه اړخیره لوبلړۍ کې درې او له زمبابوې سره هم په دوه اړخیره لوبلړۍ درې شل اووریزې لوبې کړي.

په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې د پایلوبې په ګډون دوه، په آسیا جام کې هم دوه او د بنګله دېش پر وړاندې یې درې شل اووریزې لوبې بایللې دي.

په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې یو د پاکستان او دوه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې، په آسیا جام کې یوه د هانګ کانګ پر وړاندې او دوه اړخیزه لوبلړۍ کې یې د زمبابوې پر وړاندې درې شل اووریزې لوبې ګټلې دي.

د افغانستان پاکستان او متحده عربي اماراتو په درې ملیتي لوبلړۍ کې د لوبلړۍ په کچه او هم د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ابراهیم ځدراڼ ۱۹۴ او بیا صدیق الله اتل ۱۵۴ منډې کړي.

همداراز توپ اچوونه کې د ملي لوبډلې لپاره راشد خان ۹ وېکټې اخیستي.

په آسیا جام کې د افغانستان لپاره په درې لوبو کې صدیق الله اتل ډېرې ۹۱ او په دویم نمبر عظمت الله عمرزي ۸۹ منډې کړې دي.

د بنګله دېش پر وړاندې تر ټولو ډېرې منډې رحمن الله ګربز ۸۲ او راشد خان ۶ وېکټې ترلاسه کړي دي او د زمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلې لپاره ابراهیم ځدراڼ ۱۶۹ منډې کړي او عبدالله احمدزي چې په لومړي ځل نړیوالو شل اووریزو لوبو ته غوره شوی وو اووه وېکټې ترلاسه کړي.

په ټوله کې په ۲۰۲۵ز کال کې د افغانستان لپاره په شل اووریزو لوبو کې ابراهیم ځدراڼ په ۱۴ پاڼیو کې ۴۵۳، رحمن الله ګربز هم ۱۴ پاڼیو کې ۳۸۴ او صدیق اتل په ۱۳ پاڼیو کې ۳۷۴ منډې جوړې کړي دي.

په توپ اچوونه کې بیا راشد خان په ۱۲ لوبو کې ۲۱، مجیب الرحمن ۹ لوبو کې ۱۳ او عظمت الله عمرزي ۱۳ لوبو کې ۱۲ وېکټې ترلاسه کړي دي.

تېر ۲۰۲۵ز کال کې د افغانستان ټېسټ لوبو ته کتنه

د افغانستان ملي لوبډلې په ۲۰۲۵ کال کې ډېر بوخت لوبیز مهالوېش نه درلود او په ټول کال کې یې په ټېسټ یا سور توپ فارمټ کې یوازې دوه لوبې وکړې هغه هم ټولې د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې.

د ۲۰۲۵ کال لومړۍ ټېسټ لوبه یې چې د جنورۍ په دویمه پیل کړه د ۲۰۲۴ کال د دوه ټېسټ لوبو له ډلې وه چې په کې افغان لوبډلې د ۷۲ منډو په توپیر وګټله.

په لوبډله کې د افغانستان پیلیز توپ وهوونکي رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ نه وو. پر ځای یې عبدالمالک او ریاض حسن انتخاب شوي وو خو د دواړو پیلیزو لوبغاړو کارکردګي د پام وړ نه وه او نه یې په هدف جوړولو کې کلیدي رول ولوباوه.

په دې ټېسټ لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې رحمت شا وکړې چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۹ او دویمه کې ۱۳۹ وکړې، همداراز عصمت عالم ۱۰۱ ډېرې منډې وکړې.

د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي کارکردګي هم بېکاره وه او په دوه پاڼیو کې یې یوازې ۲۶ منډې وکړې.

بل لور، راشد خان په یوه پاڼۍ کې ۲۵ منډې جوړې کړې او په توپ اچوونه کې یې څلور لوبغاړي وسوځول او په دویمه پاڼۍ کې یې ۲۳ منډې وکړې او ۷ وېکټې یې واخیستې چې په ټوله کې یې د ۱۱ وېکټو په ترلاسه کولو سره د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

د افغانستان دویمه یوازنۍ ټېسټ لوبه هم د زمبابوې پر وړاندې د اکټوبر په ۲۰مه وه چې دغه لوبه زمبابوې د یوې پاڼۍ او ۷۳ منډو په توپیر وګټله.

په دې لوبه کې د افغانستان د ټېسټ لوبو د ملا تیر لوبغاړی رحمت شاه ۹ ورځې مخکې د بنګله دېش پر وړاندې یو ورځنۍ لوبلړۍ کې ټپي شوی و او د زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبه کې نه و، همداراز راشد خان هم په لوبه کې نه و.

بل لور په لوبډله کې عبدالمالک او بهیر شاه محبوب او په لومړي وار توپ اچوونکي ضیاء الرحمن شریفي ته هم ځای ورکړل شوی و چې عبدالمالک دوه پاڼیو کې ۳۲ او محبوب ۴۴ منډې وکړې خو په ټوله کې د افغانستان لپاره توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۶۱ او رحمن الله ګربز ۴۶ ډېرې منډې وکړې. بل لور ضیاء الرحمن شریفي په خپله لومړۍ نړیواله ټېسټ لوبه کې په یوه پاڼۍ کې ۷ وېکټې ترلاسه کړې چې دا یې د لومړۍ لوبې په توګه د لوبیز ژوند تر ټولو غوره پاڼۍ هم حسابیږي.

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان کورنۍ سیالۍ

په ۲۰۲۵ کال کې د کورنیو سیالیو له اړخه په افغانستان دننه هم ګرم کال و چې فرسټ کلاس، واخان جام، لېسټ اې، شپږیزه، ګرېډ ون او ګرېډ ټو سیالۍ د یادونې وړ دي.

لومړی د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس لوبې له می میاشتې تر جون پورې د ننګرهار په کوربتوب د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې میوند اتلانو یې د اتم پړاو سیالیو اتلولي وګټله.

په ټوله کې د فرسټ کلاس د پای لوبې په ګډون ټولې ۱۳ لوبې ترسره شوې چې څه باندې یوه میاشت یې دوام وکړ.
شپږ لوبې بې پایلې شوې او پاتې شپږو کې درې د ماهیپر ستورو او یوه– یوه لوبه میوند اتلانو، پامیر لېجنډز او هندوکش سټرایکرز وګټله.

په دې سیالیو کې د توپ وهوونکو له ډلې تر ټولو ډېرې منډې شاهدالله کمال جوړې کړي چې د شپږو لوبو په لسو پاڼیو کې یې د دوه سلیزوپر مټ ۵۴۱ منډې وکړې.

ورپسې په ترتیب سره په دویم مقام حشمت الله شهیدي د څلورو لوبو په لسو پاڼیو کې د درې سلیزو پر مټ ۴۹۵ او په درېیم مقام رحمن الله ځدراڼ د شپږو لوبو په لسو پاڼیو کې ۴۷۶ منډې جوړې کړې.

سږکال په فرسټ کلاس لوبو کې د یوې پاڼۍ تر ټولو لوړې انفرادي منډې حشمت الله شهیدي جوړې کړې چې ۲۰۵ منډې یې وکړې.

په همدې حال کې د توپ اچوونکو له ډلې د فرسټ کلاس په سږنیو لوبو کې شرف الدین اشرف تر ټولو ډېرې وېکټې واخیستې چې د شپږ لوبو په دولس پاڼیو کې یې ۳۶ لوبغاړي سوځولي دي.

ورپسې په دویم مقام یمین احمدزي د شپږو لوبو په دولس پاڼیو کې ۲۶ وېکټې او په درېیم مقام ضیاء الرحمن اکبر د پنځو لوبو په نهو پاڼیو کې ۲۵ وېکټې ترلاسه کړې دي.

د یوې پاڼۍ تر ټولو غوره توپ اچوونه بشیر احمد افغان کړې چې د ۴۹ منډو په ورکولو یې ۶ لوبغاړي سوځولي.

په ورته وخت، فرسټ کلاس لوبو پسې په جون میاشت کې د کندز ولایت په کوربتوب د واخان شل اوریزې سیالۍ ترسره شوې او د هندوکش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري، میوند اتلان او پامیر لېجېنډز د سږ کال ملي شل اوریز لیګ ګډون کوونکې لوبډلې وې.

پایلوبې ته پامیر لېجېنډز او د ماهیپر ستورو لوبډلې وتلې وې.
چې په پایله کې یې هندوکش سټرایکرز وکولی شول د یوې وېکټې په توپیر پامیر لوبډلې ته ماته ورکړي او د شل اوریز جام اتلولي خپله کړي.

په دې ټورنمنټ کې تر ټولو ډېرې منډې ذبید اکبري جوړې کړې چې د هندوکش سټرایکرز لپاره یې ۱۶۷ منډې ترسره کړې او مخکښ ویکټ اخیستونکي یما عرب وو چې د خپلې لوبډل لپاره یې ۱۱ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده چې واخان شل اووریزې سیالۍ تېرکال د قوشتېپې سیالیو په نوم ترسره شوې وې.

په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو په نړیوال کرکټ کې بدلونونه، پرمختګونه او فرصتونه

په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو کرکټ د تاریخ یو مهم پړاو تجربه کړ. دا کال د بدلونونو، بریاوو او نویو فرصتونو کال و.

په دې کال کې د ښځو د کرکټ یو ورځنی نړیوال جام تر ټولو ستره پېښه وه. چې هندۍ لوبډلې یې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله. په دې سیالیو کې د نړۍ غوره لوبډلو برخه واخیسته او د ښځو کرکټ نړیوال محبوبیت یې نور هم لوړ کړ. دا نړیوال جام د سیالیو له پلوه ډېر رقابتي او تاریخي و.

د دغې نړیوال جام له کبله د ښځو کرېکټ په ډیجیټل نړۍ کې ډېر مینه وال پیدا کړل او په پراخه کچه وڅارل شو.

په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو لپاره نوې نړیوالې سیالۍ هم پیل شوې، چې موخه یې د نوو او مخ پر ودې هېوادونو ملاتړ و. دا اقدام د ښځو کرکټ د نړیوالې ودې لپاره مهم بلل کېږي.

د کرکټ نړیوالې ادارې او ملي بورډونو د ښځینه لوبغاړو معاشونه، میچ فیسونه او مسلکي جوړښتونه لوړ او پراخ کړل څو له اقتصادي اړخه هم د ښځو ورزش پرمختګ وکړي.

په ټوله کې، ۲۰۲۵ کال د ښځو کرکټ د لپاره د بدلون، ځواکمنتیا او نړیوال پېژندګلوۍ کال و. دا پرمختګونه ښيي چې د ښځو کرکټ راتلونکی لا روښانه دی او د نارینوو له کرېکټ سره سیالي کولی شي.

د ۲۰۲۵ کال د ټېسټ فارمټ مهمې پېښې او روان وضعیت

په ۲۰۲۵ کال کې د کرېکټ د مهمو پېښو له جملې د نړیوالو ټېسټ لوبو د اتلولۍ سیالیو کې د سویلي افریقا بریا او اتلولي ډېره د پام وړ وه.

دغې لوبډلې په جون میاشت کې د لندن په لارډز لوبغالي کې اسټرالیا ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه او وروسته له ۲۷ کلونو یې د نړیوالو لوبو یو جام وګاټه چې د دغه هیواد لپاره تاریخي لاسته راوړنه بلل کیږي.

په پایلوبه کې د سویلي افریقا لوبډلمشر Temba Bavuma او Aiden Markram د لوبې په زړه پورې شېبې ولوبو چې خپل هېواد ته یې بریا راوړه او په مهنو او درنو شېبو کې یې د لوبې بڼه بدله کړه.

د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ د نړیوالو ټېسټ لوبو د اتلولۍ سیالیو کې آسټرالیا د ټېسټ لوبو جدول په سر کې ده، نیوزیلنډ او سویلي افریقا په ترتیب سره په دویم او درېیم مقام دي. د هند لوبډله بیا له پاکستان هم وروسته په شپږم ځای کې قرار لري او ورپسې د انګلېنډ لوبډله په اووم ځای ده چې دا د دواړو هېوادونو لپاره د ټېسټ لوبو ښه پایله نه ده.

په ورته وخت، د ۲۰۲۵ کال آشېز ټېسټ لوبلړۍ کې هم تر دې مهاله آسټرالیا د انګلستان پر وړاندې برلاسې وه او په نه ماتېدونکي وضعیت کې ده،چې دې سیالیو هم په جدول کې د دواړو لوبډلو پر ځای ځایګي اغیز کړی.

د ۲۰۲۵ کال IPL؛ تاریخي اتلولي او د لوبغاړو په انتخاب کې نوې تخنیکي تګلارې

د ۲۰۲۵ کال د هند غوره لیګ یا (IPL) سیالۍ د دغه لیګ په تاریخ کې یو له تر ټولو یادګاري فصلونو څخه وشمېرل شوې. دا لیګ سږکال نه یوازې د سختو سیالیو او ریکارډ جوړونو شاهد و، بلکې د لوبغاړو د انتخاب په برخه کې یې نوې تخنیکي او علمي تګلارې هم وکارولې.

په دې فصل کې رایل چلېنجرز بنګلور له اوږدې مودې وروسته خپله لومړۍ اتلولي وګټله چې په نړیواله کچه د دې لوبډلې د مینه‌والو لپاره تاریخي شېبه وه.
بنګلور د آی پي اېل له پیله تراوسه هېڅکله اتلولي نه وه ګټلې، ۱۷ کاله وروسته د اتلولۍ ګټل د دغې لوبډلې او ټول آی پي اېل فصل لپاره په زړه پورې وه.

د ټورنمنټ په اوږدو کې ګڼې لوبې ډېرې نږدې یعنې په کم توپیر پای ته ورسېدې او څو لوبډلو د ۲۰۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړې، چې دا د شل اووریز کرېکټ د پرمختګ څرګندونه کوي.
۲۰۲۵ کال آی پي اېل سیالۍ په منځ کې د امنیتي خطرونو ښکار هم شوې چې یو څو سیالۍ یې وځنډېدې او هم یې پایلوبه له خپلې نېټې وروسته ترسره شوه خو بیا هم په منظم ډول پای ته ورسېد.

د IPL نوې څېره د لوبغاړو د اخیستو تخنیکي ارزونه؛

د ۲۰۲۵ کال د IPL یو له تر ټولو مهمو ځانګړنو څخه د ۲۰۲۶ کال لپاره لوبغاړو د اخیستو په بهیر کې د ډیټا انالیتیکس او تخنیکي ارزونې پراخ کارول وو. د راتلونکي فصل لپاره ډېری لوبډلو یوازې پر شهرت او دودیزو ریکارډونو تکیه ونه کړه، بلکې د معلوماتو د ژورې شننې پر بنسټ یې پرېکړه وکړه.

د لوبډلو تخنیکي ټیمونو دا ډول معلومات تحلیل کړل چې لوبغاړی په کوم ډول لوبغالي کې ښه لوبه کوي
د کوم توپ اچوونکي پر وړاندې کمزوری یا قوي دی
په فشار لرونکو شېبو کې یې سټرایک‌ریټ څومره وي
د ټپونو امکان او د رغېدو مخینه او د بدن فټنس شمېرې، د توپ اچوونکي د هر اور اقتصادي کچه (Economy) او په ټوله کې د وروستیو فصلونو د کړنو پرتله (Trend Analysis)

د همدې شمېرو او تحلیلونو پر بنسټ:
ځینې کم‌نام خو اغېزناک لوبغاړي په لوړ قیمت واخیستل شول او ځینې مشهور لوبغاړي ځکه له پامه وغورځول شول چې د لوبډلې له اړتیاوو او ستراتیژۍ سره نه برابرېدل.
دا طریقه ځکه نوې بلل کېږي چې پخوا به انتخابونه تر ډېره د تجربې او شهرت پر بنسټ وو خو اوس پرېکړې د شمېرو، ګرافونو او کمپیوټري ماډلونو پر بنسټ کېږي.

دا بدلون همدارنګه ښيي چې IPL په تدریجي ډول له دودیز انتخاب د علمي او معلومات‌محوره کرېکټ په لور روان دی.

بل لور، سږکال په لیګونو او نړیوالو اېونټونو کې د په زړه پورې اتلولیو په دوام، د اسټرالیا د ښځو بېګ باش لیګ کې هم هوبارټ هاریکنز لوبډلې د دغه لیګ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله او همدارنګه د انګلېنډ په مشهورو کاونټي کورنیو کرېکټ سیالیو کې هم ناتینګمشایر لوبډلې وروسته له لسو کلونو د اتلولۍ جام وګاټه.

د ۲۰۲۵ کال د پېښو لړۍ؛ چمپینز ټرافي او مهم اړخونه

په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله کې د کرېکټ د مینه والو لپاره د بېلابېلو جالبو پېښو له کبله ډېر ځانګړی وو او د همدغو پرمختګونو له مخې کرېکټ لا ډېر پراخ شو او وغوړېد.

په دې کال کې د کرېکټ چمپینز ټرافۍ سیالۍ له اوږدې مودې اته کلونو وروسته بېرته ترسره شوې، چې د کرېکټ مینه‌والو ته یې ځانګړې ارزښت درلود.
په دې سیالیو کې د نړۍ یوازې اته غوره لوبډلو ګډون کړی و، چې له امله یې هره لوبه د پایلوبې په کچه مهمه بلل کېده.

په دې ټورنمنټ کې د ځینو سیالیو ځایونه د سیاسي او امنیتي شرایطو له امله بدل شول، چې دا خپله د چمپینز ټرافۍ یو له مهمو بحثونو څخه و. خو سره له دې هم سیالۍ په منظم ډول ترسره شوې او د نندارچیانو پام یې ځانته راواړاوه.

چمپینز ټرافۍ د ځوانو لوبغاړو لپاره د ځان ښودلو ښه فرصت هم و. یو شمېر نويو لوبغاړو د سترو لوبډلو پر وړاندې په زړه پورې لوبې وکړې او نړیوال کرېکټ ته یې د خپل راتګ اعلان وکړ. لکه د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهوونکي صدیق الله اتل چې د اسټرالیا پر وړاندې په زړه پورې توپ وهنه وکړه.
همدارنګه ځینې مشهور او تجربه‌لرونکي لوبغاړي بیا د تمې خلاف د فشار لاندې پاتې راغلل.

په ورته وخت د توپ اچوونکو او توپ وهوونکو ترمنځ توازن د دې ټورنمنټ بله ځانګړنه وه. په ډېرو لوبغالو کې داسې سیالۍ ولیدل شوې چې دواړه خواوې په کې اغېزناکې وې، چې دې کار لوبو ته لا زیات خوند ورکړ.

بل لور د دغو سیالیو جالب اړخ له کلونو وروسته د هندۍ لوبډلې اتلولي وه. د هند ملي لوبډلې له ۱۲ کالو وروسته د یو ورځنیو نړیوالو لوبو جام وګټلو.

هندۍ لوبډلې په چمپنتز ټرافۍ سیالیو کې هېڅ لوبه ونه بایلله او په پای لوبه کې یې هم مخکښې لوبډلې نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو سره دغه جام وګاټه.

په ټوله کې، د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافۍ نه یوازې د لوړې سیالۍ شاهد و، بلکې د کرېکټ د نړیوال نظم، ځوان استعدادونو او د لوبې د بدلونونو څرګند انځور یې هم وړاندې کړ.

د پکتیکا له خونړۍ پېښې وروسته د کرېکټ بورډ سخت غبرګون

افغان کرېکټ بورډ د بېګناه افغانانو او شهیدو لوبغاړو د وینې په درناوي د پاکستان پر وړاندې سیریز لغوه کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ، نومبر میاشت کې له پاکستان او سریلنکا سره ترسره کېدونکی درې اړخیز سیریز لغو کړ.

کابل، کندهار او خوست کې له هوایي بریدونو وروسته تېر ماښام د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په ظالمانه بریدونو کې د کلب کرېکټ درې تنه ځوانو لوبغاړو په ګډون ۱۰ تنه شهیدان او ۱۳ نور یاد ټپیان شول.

د پاکستاني پوځ الوتکو په ارګون ولسوالۍ کې د ملکي وګړو  کورونه په نښه او ګڼ شمېر هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل.

د پېښې وروسته افغان کرېکټ بورډ پدې ظالمانه بریدونو ژوره خواشیني څرګنده کړه او د پاکستاني پوځ دا وحشیانه عمل یې په کلکو ټکو وغنده او د لوبې لغوه کولو اعلان یې وکړ.

د کرېکټ بورډ په وینا په دغه ظالمانه پېښه کې د کبیر آغا، صبغت الله او هارون په نوم د درې لوبغاړو په ګډون ګڼ شمېر بېګناه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. کبیر آغا تېره ورځ لوبه کې د غوره لوبغاړي اېوارډ هم ترلاسه کړی وو.

د خپور شوي خبر په اساس دا لوبغاړي د پکتیکا ولایت مرکز شرنې کې د یوې سیمه ایزې لوبې له ختمېدو وروسته ارګون کې د دمې لپاره سره یوځای راټول شوي وو چې د پاکستاني پوځ وحشیانه برید ښکار شول .

کرېکټ بورد دا برید د لوبغاړو او د کرېکټ کورنۍ لپاره ستره ضایع بللې، دې برید ته په غبرګون کې او د شهیدو شویو لوبغاړو او ټپیانو ته د درناوي په موخه یې له پاکستان سره د نومبر میاشت کې د پلان شوو لوبو له کولو انکار وکړ.

د کرېکټ بورډ وروسته د ملي لوبډلې ډېرو لوبغاړو هم د دې برید په تړاو تُند غبرګونونه ښکاره کړي او خپلې خواشینۍ یې څرګندې کړي دي.

د کرېکټ د نړۍ ستوري لوبغاړي راشد خان د برید د غندلو سره سره په خپل اېکس پاڼې لیکلي: « په افغانستان باندې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله  خواشینی یم. یوه غمیزه چې د ښځو، ماشومانو او د کرکټ د هغو ځوانو لوبغاړو ژوند یې واخیست چې په نړیوال ډګر کې یې د خپل ملت د استازیتوب خوب یې لیدلی و»

د راشد خان په وینا «د ملکي زیربناوو په نښه کول په بشپړ ډول غیر اخلاقي او وحشیانه کړنه ده . او دا غیر عادلانه او غیرقانوني کړنې د بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ده او باید له پامه ونه غورځول شي».

په ورته مهال راشد خان د کرېکټ بورډ لخوا د درې اړخیز سیریز د لغو کېدو له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې« د هغو بې ګناه افغانانو وژل کېدو ته په کتو، زه د افغانستان کرکټ بورډ لخوا له پاکستان سره د ترسره کېدونکو لوبو د لغوه کېدو له پریکړې هرکلی کوم او  په دې سخت وخت کې د خپلو خلکو سره ولاړ یم، زموږ ملي وقار باید له هرڅه مخکې وي».

د راشد ترڅنګ محمد نبي هم دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي:«د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شـهادت خبر راته خورا دردوونکی و، چې د کرکټ له یوې دوستانه لوبې نه وروسته د پاکستاني پوځي رژیم د بې رحمانه برید ښکار شول.

دا پېښه یوازې د پکتیکا نه، بلکې د ټول افغانستان ، د کرکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی. موږ به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېر نه کړو.»

چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي هم د بېګناه خلکو شهیدول یو ستر او نه بښوونکی جنایت بللی او وایي چې “د بېګناه ملکیانو وژل افتخار نه بلکې د بېغیرتۍ آخري حد دی”.

بلخوا د ملي لوبډلې بریدګر توپوهونکي رحمن الله ګربز د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ د خدای ناترسه دښمن د ذلیله کېدو دعا کړې.

ځوان لوبغاړي ننګیال خروټي هم په ملکي وګړو برید او د بېګناه افغانانو وژل وغندل او وایي: «په پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر ملکې وګړو چې د کرکټ لوبغاړي هم پکې شامل وو وحشیانه هوايي برید کړی، چې په دغه برید کې بې‌ګناه ملکي خلک او د کرکټ ځوان لوبغاړي شهیدان شوي دي — هغه زړونو چې د خپل وطن د نوم د روښانه کولو خوب یې لیده، نن د پردیو د بمونو ښکار شول.»

خروټی وایي “دا برید نه یوازې د افغانستان د خاورې سپکاوی دی، بلکې د انسانیت، ورزش او سولې پر وړاندې ښکاره ظلم دی”.

نوموړي د پاکستان دا برید ظالمانه عمل وبله، او په وینا یې نړۍ باید د پاکستان دا ترهګري وویني او په وړاندې یې غبرګون وښيي.

د نوین الحق، فرید ملک، الله محمد غضنفر، شفیق الله غفاري، ګلبدین نایب، آفتاب عالم، حمید حسن، محمد اسحاق او حشمت الله شهیدي تر څنګ صدیق الله اتل هم په بېګناه افغانانو د پاکستان د تېرې شپې برید غندلی او وایي دا ډول غیر انساني کړنې باید له پامه ونه غورځول شي او ټولو لوبغاړو د افغانستان د کرکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې څخه ملاتړ وکړ.

یاد خونړي برید ته په غبرګون کې پخواني لوبغاړي کریم صادق په کابل کې د پاکستان هېواد د سفارت د تړل کېدو او کرېکټ بورډ کې د موجودو پاکستاني روزونکو د لرې کېدو غوښتنه کړې .

د لوبغاړو تر څنګ د بشري حقونو نړېوال سازمان هم دا برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې په ملکي وګړو دا ډول بریدونه د بشري حقونو له منشوره جدي سرغړونه ده.

په وروستیو کلونو کې یو شمیر هېوادونو افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په پلمه له افغان لوبډلې سره د لوبو له کولو انکار کاوه نو ځینو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې “ اوس به وګورو کومې لوبډلې په ریښتینې توګه د بشري حقونو پروا کوي او لدې برید وروسته د پاکستان لوبډله له لوبې کولو منع کوي.”

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال د پخوا په پرتله ترینګلې شوې چې د اکټوبر میاشتې په نهمه نېټه پاکستاني پوځیانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په سرحدي سیمو کې جګړې پیل شوې.

بلخوا هندي مبصر ډیوینډر کمار دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي:«نور بس دی.

د افغان کرکټ لوبغاړو وژنه باید له پامه ونه غورځول شي.

د کرېکټ نړېواله شورا، بشري حقونو نړېوال سازمان او د بخښنې نړېوال سازمان باید پدې هکله پرېکنده اقدام وکړي..»

په نړیوال جام کې د افغانستان مېنټور اجې جډیجا هم خپل د خواشینۍ مراتب وړاندې کړي او وایي” د افغانستان پر ملکي وګړو د پاکستان هوايي بریدونو وحشتناک خبرونه مې واورېدل چې پکې د ماشومانو او هغو کرکټ لوبغاړو ته مرګ ژوبله واوښته چې په راتلونکي کې یې د افغانستان د استازیتوب خوبونه لیدل.”

همدارنګه راشد خان له خپلو ټولنیزو رسنیو څخه پې اِس اېل کې د خپلې لوبېدونکې فرنچایز لوبډلې لاهور قلندرز نوم هم لرې کړی دی. 

د ځوان افغان کرېکټرانو له شهادت وروسته د افغانانو سربېره ډیر شمیر هندیانو د کرېکټ نړیوالې شورا څخه غوښتنه کړې چې لدې وحشیانه برید وروسته پاکستان کرېکټ بورډ دې له لوبو کولو بند کړي هغوي وایي د بې ګناه افغان کرکټ لوبغاړو وژنه باید د پاکستان د نړیوالو لوبو څخه د منع کولو لپاره کافي  وي.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بهرنیو هېوادونو په منځګړیتوب او د پاکستان په غوښتنه د اوربند اعلان شوی وو خو پاکستان یوځل بیا په افغان خاوره د TTP د وژلو په بهانه ملکي وګړي په نښه او شهیدان کړل.

موده مخکې د هند په وړاندې د پاکستان د ورته عمل وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې زور اخیستی وو چې په کرېکټ لوبډلو یې هم اثر کړی وو.

د بېګناه افغانانو او کرکټ لوبغاړو په وړاندې دا خونړی برید د افغانانو سربېره په ټوله نړۍ په تېره بیا د هندي وګړو لخوا په کلکه غندل شوی او د پاکستان حکومت ددې وحشیانه او ظالمانه کړنې په وړاندې د جدي غبرګون غوښتنه کوي.

د افغان کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړې په تړاو د پاکستان کرېکټ بورډ تر دې دمه څه ندي ویلي .