د هند ملي لوبډلې چټک توپ وهوونکی ریشب پنټ د انګلېنډ پر وړاندې د څلورمې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ یعنې پرون(چهارشنبه جولای ۲۳مه) د لوبې په دوام کې سخت ټپي شو او له لوبې ووت.
ریشب پنټ د توپ وهنې پر مهال د کرېس اووکس پر وړاندې د ریورس سویپ شاټ وهلو هڅه کوله چې توپ یې د ښۍ پښې په بوټ ولګېداو د درد له امله یې چغه ووهله، د نوموړي د ښۍ پښې وړې ګوتې اړوند برخه کې وینه ولیدل شوه چې سم د واره فزیو او ډاکټر د ښاغليپنټ د وضعیت لیدو ته ډګر ته ښکته شول خو د ریشب پنټ حالت تر دې حده ښه نه وو چې موبایل امبولانس یا ګالف موټر کې له میدانوایستل شو.
د هند کرېکټ بورډ ډاکټرانو وروسته تایید کړه چې دا fracture دی، یعنې د پنټ د پښې هډوکی مات شوی او ساده ټپ نه دی.
ډاکټرانو ښاغلي پنټ ته د آرام لپاره شپږ اوونۍ وخت ورکړی او په دې موده کې به هېڅ تمرین هم نه کوي او نه به ډېر فشار پر ځانراوړي.
احتمال لري ریشب پنټ په سېپټمبر میاشت کې په را روان آسیا جام کې هم ونه شي لوبېدلی.