Tag: 700 T20 wickets

د راشد خان نوی ریکارډ – شاید تر لسیزو څوک ورنږدې نه شي

په شل اوریزو لوبو کې د خان نوی ریکارډ
د افغانستان ملي لوبډلې ستوری لوبغاړی او د نړۍ له تر ټولو اغېزمن لېګ سپېن توپ اچوونکی راشد خان یو ځل بیا د شل اوریز کرکټ په تاریخ کې خپل نوم په سرو زرو ولیکه. راشد خان د هند ډهلي لوبغالي کې د شل اوریز نړیوال جام په لړ کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ پر مهال د محمد عرفان وېکټې په اخیستو سره په ټولو شل اوریزو سیالیو کې خپلې ۷۰۰ وېکټې بشپړې کړې او دې تاریخي ریکارډ ته رسېږي.

راشد خان د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې لومړی توپ اچوونکی شو چې ۷۰۰ وېکټې ترلاسه کوي. . تر هغه وروسته د وېسټ انډیز پخوانی الراونډر ډېون براوو د ۶۳۱ وېکټو په لرلو دویم ځای کې دی.
خان په ۵۱۸ شل اوریزو لوبو کې د لوبېدو وروسته یاد ریکارډ په خپل نوم کړ.

په ورته مهال راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې هم د ډېرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو په سر کې ځای لري. نوموړي تر دې مهاله ۱۹۱ نړیوالې وېکټې اخیستي او د نیوزیلنډ تېز توپ اچوونکي ټېم سوتي څخه مخکې په لومړي مقام کې ځای لري.
دا ریکارډ د دې څرګندونه کوي چې راشد نه یوازې په لیګونو، بلکې په نړیوال ډګر کې هم د افغانستان لپاره ستره سرمایه ده او په زړه پورې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو لوبو کې خپله لومړئ لوبه د ۲۰۱۵ کال اکټوبر په ۲۵مه د زیمبابوی په وړاندې ترسره کړې .

۶/۱۷ ، په شل اوریزو لوبو کې د خان تر ټولو غوره توپ اچوونه ده چې یواځې د ۱۷ منډو په ورکولو یې شپږ لوبغاړي سوځولي.

همدارنګه راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د 6.05 ایکانومۍ سره غوره اقتصادي توپ اچوونه ترسره کړې ده.

راشد د معاصر شل اوریز کرکټ تر ټولو بریالی، باثباته او اقتصادي توپ اچوونکی دی چې د ملي لوبډلې سربېره د نړۍ په ګڼو لیګونو لکه د هند غوره لیګ، SAt20، ILt20 او نورو لیګونو کې یې شتون اغېزمن ثابت شوی او د خپلې لوبډلې په ګټه یې په زړه پورې لوبې ترسره کړي دي.