Tag: Afghanistan Cricket

ریچارډ پایبس څوک دی؟ افغان کرکټ لوبډلې نوی مشر روزونکی

 

د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د انګلنډي جانتن ټراټ څه باندې څلور کلنې دورې له پای وروسته کرکت بورډ بل انګلنډی روزونکی د ملي لوبډلې د روزنې لپاره وګوماره.

د افغانستان کرکټ بورډ د انګلستان هېواد تکړه روزونکی ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکه.

ریچارډ الېکسانډر پایبس د اېنګلنډ په شمال ختیځ کې زېږېدلی .
نوموړی ښي لاسې چټک توپ اچوونکی دی چې په خپل لوبیز ژوند کې ملي لوبډلې ته د رسېدو وړاندې د ټپي کېدو له امله له کرکټ کولو لاس په سر شو او د څو جراحي عملیاتونو وروسته یې روزنې ته مخه کړه.
نوموړی د پاکستان ، بنګلدېش او وېسټ انډیز ملي لوبډلو روزونکی هم پاتې شوی. او په خپل روزنیز ژوند کې یې د بیلابیلو لوبډلو لپاره د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي .
ریچارډ پایبس د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام پرمهال د پاکستان ملي لوبډلې سالاکار روزونکی وو چې پکې پاکستانۍ لوبډله تر پایلوبې ورسېده، خو پایلوبه کې یې له آسټرالیا ماته وخوړه.
همدارنګه نوموړی د سویلي افریقا په فرسټ کلاس کرکټ کې هم تر ټولو بریالی روزونکی وو ، ریچارډ ته د سویلي افریقا د کرکټ اتحادیې له لوري د ۲۰۰۸_۲۰۰۹ او ۲۰۱۰_۲۰۱۱ کلونو کې د غوره روزونکي جایزه ورکړل شوه.

په ورته مهال پایبس په هند غوره لیګ سیالیو کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی. نوموړی په ۲۰۰۹م کال کې د کلکتې لوبډلې روزونکی وو چې وروسته بیا د جنوبي افریقا د کیپ کوبراس روزونکی وټاکل شو .
نوموړي په دوو فصلونو کې کوبراس د هېواد ترټولو بریالۍ لوبډله وګرځوله.
ریچارډ پایبس په ۲۰۱۲ کال د مې میاشت کې د بنګلدېش لوبډلې روزونکی وټاکل شو، د نوموړي د روزنې په دوره کې بنګلدېش شل اوریز نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره په ۱۶ ترسره شویو لوبو کې ۱۲ لوبې ګټلې وې، خو وروسته له پنځو میاشتو روزنې د بنګلدېش کرکټ بورډ سره د تړون په سر د اختلاف له امله پایبس له خپلې دندې استعفا ورکړه.

همدارنګه نوموړی د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د وېسټ انډیز لوبډلې روزونکي، د ظرفیت لوړونې مرکز مشر او ډایرکټر په توګه هم دندې ترسره کړي.

نوی روزونکی، ریچارډ پایبس به د روان کال مارچ میاشت کې د سریلنکا په وړاندې ترسره کېدونکې لوبلړئ وړاندې د ملي لوبډلې سره یوځای شي.

د راشد خان نوی ریکارډ – شاید تر لسیزو څوک ورنږدې نه شي

په شل اوریزو لوبو کې د خان نوی ریکارډ
د افغانستان ملي لوبډلې ستوری لوبغاړی او د نړۍ له تر ټولو اغېزمن لېګ سپېن توپ اچوونکی راشد خان یو ځل بیا د شل اوریز کرکټ په تاریخ کې خپل نوم په سرو زرو ولیکه. راشد خان د هند ډهلي لوبغالي کې د شل اوریز نړیوال جام په لړ کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ پر مهال د محمد عرفان وېکټې په اخیستو سره په ټولو شل اوریزو سیالیو کې خپلې ۷۰۰ وېکټې بشپړې کړې او دې تاریخي ریکارډ ته رسېږي.

راشد خان د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې لومړی توپ اچوونکی شو چې ۷۰۰ وېکټې ترلاسه کوي. . تر هغه وروسته د وېسټ انډیز پخوانی الراونډر ډېون براوو د ۶۳۱ وېکټو په لرلو دویم ځای کې دی.
خان په ۵۱۸ شل اوریزو لوبو کې د لوبېدو وروسته یاد ریکارډ په خپل نوم کړ.

په ورته مهال راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې هم د ډېرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو په سر کې ځای لري. نوموړي تر دې مهاله ۱۹۱ نړیوالې وېکټې اخیستي او د نیوزیلنډ تېز توپ اچوونکي ټېم سوتي څخه مخکې په لومړي مقام کې ځای لري.
دا ریکارډ د دې څرګندونه کوي چې راشد نه یوازې په لیګونو، بلکې په نړیوال ډګر کې هم د افغانستان لپاره ستره سرمایه ده او په زړه پورې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو لوبو کې خپله لومړئ لوبه د ۲۰۱۵ کال اکټوبر په ۲۵مه د زیمبابوی په وړاندې ترسره کړې .

۶/۱۷ ، په شل اوریزو لوبو کې د خان تر ټولو غوره توپ اچوونه ده چې یواځې د ۱۷ منډو په ورکولو یې شپږ لوبغاړي سوځولي.

همدارنګه راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د 6.05 ایکانومۍ سره غوره اقتصادي توپ اچوونه ترسره کړې ده.

راشد د معاصر شل اوریز کرکټ تر ټولو بریالی، باثباته او اقتصادي توپ اچوونکی دی چې د ملي لوبډلې سربېره د نړۍ په ګڼو لیګونو لکه د هند غوره لیګ، SAt20، ILt20 او نورو لیګونو کې یې شتون اغېزمن ثابت شوی او د خپلې لوبډلې په ګټه یې په زړه پورې لوبې ترسره کړي دي.

پاکستان د هند سره د نړیوال جام سیالۍ د باېکاټ پرېکړه بېرته واخیسته

د هند او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې به د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام په لړ کې د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د سرلینکا په کولمبو کې د یو بل په وړاندې لوبه ترسره کړي.
د یوې اونۍ کړکېچ او جنجال وروسته د پاکستان حکومت خپل کرکټ لوبډلې ته د هند په وړاندې د لوبېدو اجازه ورکړه.
اوونۍ وړاندې پاکستاني حکومت د بنګلدېش کرکټ بورډ څخه د ملاتړ لپاره په نړیوال جام کې د هند په وړاندې د لوبېدو څخه انکار کړی وو.
نړیوال جام کې یاد جنجالونه هغه مهال رامنځته شول کله چې هند کرکټ بورډ بنګالی توپ اچوونکی مستفیظ الرحمن د راتلونکي پړاو آی پي اېل لیګ څخه بهر کړ چې په پایله کې بنګلدېش نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره هند ته له تلو انکار وکړ او د کرکټ نړیوالې شورا څخه ېې وغوښتل ترڅو د بنګلدېش لوبډلې لوبې سریلنکا ته ولېږدوي.
د آی سي سي له لوري د بنګلدېش پرېکړې نه منل کېدو له امله بنګالۍ لوبډلې نړیوال جام کې د لوبېدو څخه انکار وکړ او د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام څخه بهر شوه، پرځای یې د سکاټلنډ لوبډله د نړیوال جام برخه شوه.
پاکستان حکومت د آی سي سي له لوري د بنګلدېش کرکت بورډ د غوښتنې له رد کېدو وروسته د بنګلدېش څخه د ملاتړ لپاره پرېکړه وکړه چې د نړیوال جام په لړ کې له هند سره ترسره کېدونکې لوبه لغوه کوي.
همدا راز د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي د بنګلدېش په ملاتړ خبرو کې ویلي وو چې له بنګلدېش سره ناعادلانه چلند شوی او له نړیوال جام څخه ددې لوبډلې د لرې کېدل یې ظلم ګڼلی.
په ورته مهال د یادو جنجالونو د حل لپاره بنګلدېش حکومت له پاکستان غوښتي وو چې د هند په وړاندې لوبه ترسره کړي . د بنګلدېش کرکټ بورډ مشر امین الاسلام زیاته کړې وه:
«موږ د بنګله‌دېش د ملاتړ لپاره د پاکستان له هڅو ژور اغېزمن شوي یو. پدې هیله چې زموږ ورورولي تلپاتې وي.»

ددې ترڅنګ د سریلنکا ولسمشر هم له لومړي وزیر شهباز شریف سره په تلیفوني خبرو کې له نوموړي غوښتي وو چې د روان کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره جدي غور وکړي.

په پایله کې د فبرورۍ په نهمه د دوشنبې په ورځ پاکستان حکومت په یوې خپرې شوې اعلامیه کې اعلان وکړ چې:

“د څو اړخیزو بحثونو د پایلو او د ملګرو هېوادونو د غوښتنې په نظر کې نیولو سره، د پاکستان حکومت د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته لارښوونه کوي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د آی سي سي د نارینه وو شل اوریز نړیوال جام په خپل ټاکل شوې لوبه کې میدان ته ووځي”.

همدارنګه په اعلامیه کې ویل شوي:
“سربېره پر دې، دا پرېکړه د کرکټ د روحیې د ساتنې او په ټولو ګډون کوونکو هېوادونو کې د دې نړیوالې لوبې د دوام د ملاتړ په موخه شوې ده”.

هند او پاکستان دواړه د شل اوریز او یو ورځني کرکټ له پیاوړو ټیمونو څخه دي. د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ اکثراً ډېرې هیجاني وي.
د دوی ترمنځ لوبه یوازې یوه عادي ورزشي سیالي نه ده بلکه دا د نړۍ تر ټولو مشهوره، تر ټولو ډېر لیدل کېدونکې او تر ټولو ارزښتناکه مقابله بلل کېږي. دا سیالۍ سیاسي، تاریخي، اقتصادي او احساساتي اړخونه لري چې ددې لوبې ارزښت یې څو چنده زیات کړی دی.

په شل اوریز نړیوالو جامونو کې د هند له پاکستان ترمنځ ترسره شویو لوبو کې هند له پاکستان څخه ۷-۱ مخکې دی.

شپاړس کلونه، ۸ نړیوال جامونه، یو لوبغاړی-محمد نبي

محمد نبي د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوازنی لوبغاړی دی چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې تر سږکاله د افغان لوبډلې لپاره په شل اووریز نړیوال جام کې لوبیږي.

نوموړی د سږني را روان نړیوال جام په نوملړ کې هم شامل دی.

سږکال به د محمد نبي د اتم ځل لپاره په شل اووریز نړیوال جام کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

محمد نبي په ټوله کې د اوو نړیوالو جامونو په چوکاټ کې ۳۰ لوبې کړي چې په کې یې ۳۴۷ منډې کړي، د یوې پاڼۍ غوره منډې یې ۵۲ دي او په توپ اچوونه کې یې ۲۲ وېکټې اخیستي چې تر ټولو غوره توپ اچوونه یې د شلو منډو په ورکولو سره څلور وېکټې اخیستل دي.

له محمد نبي وروسته ګلبدین نایب، راشد خان او نجیب الله ځدراڼ د افغانستان لپاره ډېر شل اووریز نړیوال جامونه لوبولي دي.

په ورته وخت، راشد خان د شل اووریزو نړیوالو جامونو په کچه د پنځم لوبغاړي په توګه ډېرې ۳۷ وېکټې اخیستي دي. که را روان شل اووریز نړیوال جام کې ښه او اغېزناکه توپ اچوونه وکړي او ۱۳ وېکټې واخلي نو د شل اووریزو نړیوال جامونو لومړنی غوره توپ اچوونکی به شي.

په همدې حال کې د نړیوالو لوبغاړو له ډلې د هند پخواني لوبډلمشر روهېت شرما او د بنګله دېش پخواني ټولچاري لوبغاړي ډېر ۹-۹ شل اووریز نړیوال جامونه لوبولي دي.

حسن عیسی خیل په تجارتي لیګ کې ریکارډ جوړ کړ

د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي محمد نبي زوی، حسن عیسی خېل په کور دننه لوبو کې له ښه ځلېدو وروسته بهرنیو لیګونو کې هم ریکارډونه جوړ کړل.

نولس کلن حسن عیسی خېل نن یو ځل بیا په بنګلدېش غوره لیګ سیالیو کې د خپلې لوبډلې نواخالي اېکسپرېس لپاره په زړه پورې پاڼۍ ولوبوله.
حسن په ۷۲ توپونو د ۱۱ شپږیزو او څلور څلوریزو پر مټ ۱۰۷ منډې جوړې کړې او د لوبې له ډکره ناسوځېدلې ووت.
هغه د خپلې لوبډلې لپاره په یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډیرې ۱۱ شپږیزې ووهلې.


سره لدې چې ځوان لوبغاړي حسن ته په لومړیو ۷ لوبو کې د لوبېدو فرصت نه وو ورکړل شوی، خو بیا یې هم وکولی شول په وروستیو لوبو کې د غوره ځلېدو سره د خپلې لوبډلې په ګټه د ۲۲۴ منډو په جوړولو د نواخالي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ تر ټولو ډیرو منډو جوړوونکو لوبغاړو په سر کې راشي .

سربېره پر دې د نواخالي اېکسپرېس لوبډلې لپاره تر ټولو ډیرې ۱۸ شپږیزې هم د حسن لخوا وهل شوي دي او ورسره په یوه پاڼۍ کې د نواخالي لوبډلې لپاره د ډېرو شپږیزو وهلو ریکارډ هم له حسن عیسی خېل سره دی.

نوموړی په روان بنګلدېش غوره لیګ کې مخکښ شپږیزې وهونکی لوبغاړی دی.
د رنګپور رایډرز په وړاندې ننۍ لوبه کې د حسن
عیسی خېل او حیدر علي ترمنځ د ۱۳۷ منډو ملګرتیا ترسره شوه چې دا د نواخالي اېکسپرېس لوبډلې لپاره په یوې وېکټه تر ټولو اوږده ملګرتیا ده.

په ورته وخت کې حسن عیسی خېل لومړی افغان لوبغاړی شو چې په یوه بهرني لیګ کې سلیزه ترسره کوي.

تر دې وړاندې ځوان استعداد حسن د نواخالي اېکسپرېس لوبډلې لپاره د ډاکه کپېټلز لوبډلې په وړاندې لوبه کې د ۹۲ چټکو منډو په ترسره کولو د نړیوالو پام ځانته رااړولی وو. دا لوبه د حسن عیسی خېل په لوبیز ژوند کې د بهرني فرنچایز لیګ لومړۍ لوبه وه.

په هغه لوبه کې د کرېکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو پلار او زوی په یوه ډګر د یوې لوبډلې په ګټه ولوبېدل.

د بنګلدېش غوره لیګ په تاریخ کې هغه شېبه چې محمد نبي او زوی یې حسن عیسی‌خېل یوځای د لوبې ډګر ته ښکته شول، یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د نړیوال کرکټ لپاره هم یوه تاریخي، احساساتي او نه تکرارېدونکې شېبه وه او د حسن عیسی‌خېل ۹۲ چټکو منډو اننګز دې شېبې ته لا ځانګړی رنګ ورکړی وو.

د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی محمد نبي هیله لري، چې وکولای شي یوه ورځ له خپل زوی سره یوځای د ملي لوبډلې په ګټه هم ولوبېږي.

په تیر ۲۰۲۵ز کال کې په شل اووریزو فارمټ کې د افغان لوبډلې سفر

افغان لوبډلې سږکال د نورو فارمټونو په پرتله په شل اووریز کې نسبتاً ډېرې ۱۴ لوبې کړي چې اووه یې ګټلي او اووه یې بایللي دي.

که څه په شل اووریزو لوبو کې هم افغان لوبډله د نړۍ له پیاوړو او مخکښو لوبډلو حسابیږي خو سږکال یې سفر ډېر په زړه پورې نه وو.

افغان ملي لوبډلې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ پر مهال ۵، په آسیا جام کې درې، له بنګله دېش سره دوه اړخیره لوبلړۍ کې درې او له زمبابوې سره هم په دوه اړخیره لوبلړۍ درې شل اووریزې لوبې کړي.

په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې د پایلوبې په ګډون دوه، په آسیا جام کې هم دوه او د بنګله دېش پر وړاندې یې درې شل اووریزې لوبې بایللې دي.

په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې یو د پاکستان او دوه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې، په آسیا جام کې یوه د هانګ کانګ پر وړاندې او دوه اړخیزه لوبلړۍ کې یې د زمبابوې پر وړاندې درې شل اووریزې لوبې ګټلې دي.

د افغانستان پاکستان او متحده عربي اماراتو په درې ملیتي لوبلړۍ کې د لوبلړۍ په کچه او هم د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ابراهیم ځدراڼ ۱۹۴ او بیا صدیق الله اتل ۱۵۴ منډې کړي.

همداراز توپ اچوونه کې د ملي لوبډلې لپاره راشد خان ۹ وېکټې اخیستي.

په آسیا جام کې د افغانستان لپاره په درې لوبو کې صدیق الله اتل ډېرې ۹۱ او په دویم نمبر عظمت الله عمرزي ۸۹ منډې کړې دي.

د بنګله دېش پر وړاندې تر ټولو ډېرې منډې رحمن الله ګربز ۸۲ او راشد خان ۶ وېکټې ترلاسه کړي دي او د زمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلې لپاره ابراهیم ځدراڼ ۱۶۹ منډې کړي او عبدالله احمدزي چې په لومړي ځل نړیوالو شل اووریزو لوبو ته غوره شوی وو اووه وېکټې ترلاسه کړي.

په ټوله کې په ۲۰۲۵ز کال کې د افغانستان لپاره په شل اووریزو لوبو کې ابراهیم ځدراڼ په ۱۴ پاڼیو کې ۴۵۳، رحمن الله ګربز هم ۱۴ پاڼیو کې ۳۸۴ او صدیق اتل په ۱۳ پاڼیو کې ۳۷۴ منډې جوړې کړي دي.

په توپ اچوونه کې بیا راشد خان په ۱۲ لوبو کې ۲۱، مجیب الرحمن ۹ لوبو کې ۱۳ او عظمت الله عمرزي ۱۳ لوبو کې ۱۲ وېکټې ترلاسه کړي دي.

تېر ۲۰۲۵ز کال کې د افغانستان ټېسټ لوبو ته کتنه

د افغانستان ملي لوبډلې په ۲۰۲۵ کال کې ډېر بوخت لوبیز مهالوېش نه درلود او په ټول کال کې یې په ټېسټ یا سور توپ فارمټ کې یوازې دوه لوبې وکړې هغه هم ټولې د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې.

د ۲۰۲۵ کال لومړۍ ټېسټ لوبه یې چې د جنورۍ په دویمه پیل کړه د ۲۰۲۴ کال د دوه ټېسټ لوبو له ډلې وه چې په کې افغان لوبډلې د ۷۲ منډو په توپیر وګټله.

په لوبډله کې د افغانستان پیلیز توپ وهوونکي رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ نه وو. پر ځای یې عبدالمالک او ریاض حسن انتخاب شوي وو خو د دواړو پیلیزو لوبغاړو کارکردګي د پام وړ نه وه او نه یې په هدف جوړولو کې کلیدي رول ولوباوه.

په دې ټېسټ لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې رحمت شا وکړې چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۹ او دویمه کې ۱۳۹ وکړې، همداراز عصمت عالم ۱۰۱ ډېرې منډې وکړې.

د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي کارکردګي هم بېکاره وه او په دوه پاڼیو کې یې یوازې ۲۶ منډې وکړې.

بل لور، راشد خان په یوه پاڼۍ کې ۲۵ منډې جوړې کړې او په توپ اچوونه کې یې څلور لوبغاړي وسوځول او په دویمه پاڼۍ کې یې ۲۳ منډې وکړې او ۷ وېکټې یې واخیستې چې په ټوله کې یې د ۱۱ وېکټو په ترلاسه کولو سره د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

د افغانستان دویمه یوازنۍ ټېسټ لوبه هم د زمبابوې پر وړاندې د اکټوبر په ۲۰مه وه چې دغه لوبه زمبابوې د یوې پاڼۍ او ۷۳ منډو په توپیر وګټله.

په دې لوبه کې د افغانستان د ټېسټ لوبو د ملا تیر لوبغاړی رحمت شاه ۹ ورځې مخکې د بنګله دېش پر وړاندې یو ورځنۍ لوبلړۍ کې ټپي شوی و او د زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبه کې نه و، همداراز راشد خان هم په لوبه کې نه و.

بل لور په لوبډله کې عبدالمالک او بهیر شاه محبوب او په لومړي وار توپ اچوونکي ضیاء الرحمن شریفي ته هم ځای ورکړل شوی و چې عبدالمالک دوه پاڼیو کې ۳۲ او محبوب ۴۴ منډې وکړې خو په ټوله کې د افغانستان لپاره توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۶۱ او رحمن الله ګربز ۴۶ ډېرې منډې وکړې. بل لور ضیاء الرحمن شریفي په خپله لومړۍ نړیواله ټېسټ لوبه کې په یوه پاڼۍ کې ۷ وېکټې ترلاسه کړې چې دا یې د لومړۍ لوبې په توګه د لوبیز ژوند تر ټولو غوره پاڼۍ هم حسابیږي.