Tag: Mohammad Nabi

شپاړس کلونه، ۸ نړیوال جامونه، یو لوبغاړی-محمد نبي

محمد نبي د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوازنی لوبغاړی دی چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې تر سږکاله د افغان لوبډلې لپاره په شل اووریز نړیوال جام کې لوبیږي.

نوموړی د سږني را روان نړیوال جام په نوملړ کې هم شامل دی.

سږکال به د محمد نبي د اتم ځل لپاره په شل اووریز نړیوال جام کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

محمد نبي په ټوله کې د اوو نړیوالو جامونو په چوکاټ کې ۳۰ لوبې کړي چې په کې یې ۳۴۷ منډې کړي، د یوې پاڼۍ غوره منډې یې ۵۲ دي او په توپ اچوونه کې یې ۲۲ وېکټې اخیستي چې تر ټولو غوره توپ اچوونه یې د شلو منډو په ورکولو سره څلور وېکټې اخیستل دي.

له محمد نبي وروسته ګلبدین نایب، راشد خان او نجیب الله ځدراڼ د افغانستان لپاره ډېر شل اووریز نړیوال جامونه لوبولي دي.

په ورته وخت، راشد خان د شل اووریزو نړیوالو جامونو په کچه د پنځم لوبغاړي په توګه ډېرې ۳۷ وېکټې اخیستي دي. که را روان شل اووریز نړیوال جام کې ښه او اغېزناکه توپ اچوونه وکړي او ۱۳ وېکټې واخلي نو د شل اووریزو نړیوال جامونو لومړنی غوره توپ اچوونکی به شي.

په همدې حال کې د نړیوالو لوبغاړو له ډلې د هند پخواني لوبډلمشر روهېت شرما او د بنګله دېش پخواني ټولچاري لوبغاړي ډېر ۹-۹ شل اووریز نړیوال جامونه لوبولي دي.

حسن عیسی خیل په تجارتي لیګ کې ریکارډ جوړ کړ

د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي محمد نبي زوی، حسن عیسی خېل په کور دننه لوبو کې له ښه ځلېدو وروسته بهرنیو لیګونو کې هم ریکارډونه جوړ کړل.

نولس کلن حسن عیسی خېل نن یو ځل بیا په بنګلدېش غوره لیګ سیالیو کې د خپلې لوبډلې نواخالي اېکسپرېس لپاره په زړه پورې پاڼۍ ولوبوله.
حسن په ۷۲ توپونو د ۱۱ شپږیزو او څلور څلوریزو پر مټ ۱۰۷ منډې جوړې کړې او د لوبې له ډکره ناسوځېدلې ووت.
هغه د خپلې لوبډلې لپاره په یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډیرې ۱۱ شپږیزې ووهلې.


سره لدې چې ځوان لوبغاړي حسن ته په لومړیو ۷ لوبو کې د لوبېدو فرصت نه وو ورکړل شوی، خو بیا یې هم وکولی شول په وروستیو لوبو کې د غوره ځلېدو سره د خپلې لوبډلې په ګټه د ۲۲۴ منډو په جوړولو د نواخالي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ تر ټولو ډیرو منډو جوړوونکو لوبغاړو په سر کې راشي .

سربېره پر دې د نواخالي اېکسپرېس لوبډلې لپاره تر ټولو ډیرې ۱۸ شپږیزې هم د حسن لخوا وهل شوي دي او ورسره په یوه پاڼۍ کې د نواخالي لوبډلې لپاره د ډېرو شپږیزو وهلو ریکارډ هم له حسن عیسی خېل سره دی.

نوموړی په روان بنګلدېش غوره لیګ کې مخکښ شپږیزې وهونکی لوبغاړی دی.
د رنګپور رایډرز په وړاندې ننۍ لوبه کې د حسن
عیسی خېل او حیدر علي ترمنځ د ۱۳۷ منډو ملګرتیا ترسره شوه چې دا د نواخالي اېکسپرېس لوبډلې لپاره په یوې وېکټه تر ټولو اوږده ملګرتیا ده.

په ورته وخت کې حسن عیسی خېل لومړی افغان لوبغاړی شو چې په یوه بهرني لیګ کې سلیزه ترسره کوي.

تر دې وړاندې ځوان استعداد حسن د نواخالي اېکسپرېس لوبډلې لپاره د ډاکه کپېټلز لوبډلې په وړاندې لوبه کې د ۹۲ چټکو منډو په ترسره کولو د نړیوالو پام ځانته رااړولی وو. دا لوبه د حسن عیسی خېل په لوبیز ژوند کې د بهرني فرنچایز لیګ لومړۍ لوبه وه.

په هغه لوبه کې د کرېکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو پلار او زوی په یوه ډګر د یوې لوبډلې په ګټه ولوبېدل.

د بنګلدېش غوره لیګ په تاریخ کې هغه شېبه چې محمد نبي او زوی یې حسن عیسی‌خېل یوځای د لوبې ډګر ته ښکته شول، یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د نړیوال کرکټ لپاره هم یوه تاریخي، احساساتي او نه تکرارېدونکې شېبه وه او د حسن عیسی‌خېل ۹۲ چټکو منډو اننګز دې شېبې ته لا ځانګړی رنګ ورکړی وو.

د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی محمد نبي هیله لري، چې وکولای شي یوه ورځ له خپل زوی سره یوځای د ملي لوبډلې په ګټه هم ولوبېږي.