Tag: Pakistan

پاکستان د هند سره د نړیوال جام سیالۍ د باېکاټ پرېکړه بېرته واخیسته

د هند او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې به د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام په لړ کې د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د سرلینکا په کولمبو کې د یو بل په وړاندې لوبه ترسره کړي.
د یوې اونۍ کړکېچ او جنجال وروسته د پاکستان حکومت خپل کرکټ لوبډلې ته د هند په وړاندې د لوبېدو اجازه ورکړه.
اوونۍ وړاندې پاکستاني حکومت د بنګلدېش کرکټ بورډ څخه د ملاتړ لپاره په نړیوال جام کې د هند په وړاندې د لوبېدو څخه انکار کړی وو.
نړیوال جام کې یاد جنجالونه هغه مهال رامنځته شول کله چې هند کرکټ بورډ بنګالی توپ اچوونکی مستفیظ الرحمن د راتلونکي پړاو آی پي اېل لیګ څخه بهر کړ چې په پایله کې بنګلدېش نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره هند ته له تلو انکار وکړ او د کرکټ نړیوالې شورا څخه ېې وغوښتل ترڅو د بنګلدېش لوبډلې لوبې سریلنکا ته ولېږدوي.
د آی سي سي له لوري د بنګلدېش پرېکړې نه منل کېدو له امله بنګالۍ لوبډلې نړیوال جام کې د لوبېدو څخه انکار وکړ او د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام څخه بهر شوه، پرځای یې د سکاټلنډ لوبډله د نړیوال جام برخه شوه.
پاکستان حکومت د آی سي سي له لوري د بنګلدېش کرکت بورډ د غوښتنې له رد کېدو وروسته د بنګلدېش څخه د ملاتړ لپاره پرېکړه وکړه چې د نړیوال جام په لړ کې له هند سره ترسره کېدونکې لوبه لغوه کوي.
همدا راز د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي د بنګلدېش په ملاتړ خبرو کې ویلي وو چې له بنګلدېش سره ناعادلانه چلند شوی او له نړیوال جام څخه ددې لوبډلې د لرې کېدل یې ظلم ګڼلی.
په ورته مهال د یادو جنجالونو د حل لپاره بنګلدېش حکومت له پاکستان غوښتي وو چې د هند په وړاندې لوبه ترسره کړي . د بنګلدېش کرکټ بورډ مشر امین الاسلام زیاته کړې وه:
«موږ د بنګله‌دېش د ملاتړ لپاره د پاکستان له هڅو ژور اغېزمن شوي یو. پدې هیله چې زموږ ورورولي تلپاتې وي.»

ددې ترڅنګ د سریلنکا ولسمشر هم له لومړي وزیر شهباز شریف سره په تلیفوني خبرو کې له نوموړي غوښتي وو چې د روان کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره جدي غور وکړي.

په پایله کې د فبرورۍ په نهمه د دوشنبې په ورځ پاکستان حکومت په یوې خپرې شوې اعلامیه کې اعلان وکړ چې:

“د څو اړخیزو بحثونو د پایلو او د ملګرو هېوادونو د غوښتنې په نظر کې نیولو سره، د پاکستان حکومت د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته لارښوونه کوي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د آی سي سي د نارینه وو شل اوریز نړیوال جام په خپل ټاکل شوې لوبه کې میدان ته ووځي”.

همدارنګه په اعلامیه کې ویل شوي:
“سربېره پر دې، دا پرېکړه د کرکټ د روحیې د ساتنې او په ټولو ګډون کوونکو هېوادونو کې د دې نړیوالې لوبې د دوام د ملاتړ په موخه شوې ده”.

هند او پاکستان دواړه د شل اوریز او یو ورځني کرکټ له پیاوړو ټیمونو څخه دي. د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ اکثراً ډېرې هیجاني وي.
د دوی ترمنځ لوبه یوازې یوه عادي ورزشي سیالي نه ده بلکه دا د نړۍ تر ټولو مشهوره، تر ټولو ډېر لیدل کېدونکې او تر ټولو ارزښتناکه مقابله بلل کېږي. دا سیالۍ سیاسي، تاریخي، اقتصادي او احساساتي اړخونه لري چې ددې لوبې ارزښت یې څو چنده زیات کړی دی.

په شل اوریز نړیوالو جامونو کې د هند له پاکستان ترمنځ ترسره شویو لوبو کې هند له پاکستان څخه ۷-۱ مخکې دی.