افغان ملي لوبډلې سره د روزونکي په توګه د جانتن تراټ کاري موده په رسمي ډول پای ته ورسېده
د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن تراټ چې د روزونکي په توګه یې خپله دنده د ملي لوبډلې سره د ۲۰۲۲ کال جولای میاشت کې پیل کړې وه تیره ورځ د نړیوال جام په ګروپي پړاو کې د کاناډا په وړاندې د ملي لوبډلې د وروستۍ لوبې وروسته له خپلې دندې سره مخه ښه وکړه.
د انګلنډ لوبډلې پخوانی لوبغاړی جانتن تراټ د روزونکي په توګه د افغانستان کرکټ په تاریخ کې یو له مهمو او اغیزناکو کسانو څخه شمېرل کیږي چې په خپلې روزنې یې د افغان لوبډلې په پرمختګ او ذهني ثبات کې مهم رول ولوبوه.
د ټراټ لومړنی قرارداد د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام پورې و، خو د نوموړي د پام وړ لاسته راوړنو او تاریخي بریاوو له امله د قرارداد موده تر ۲۰۲۵م کال پورې وغځول شوه او وروسته بیا د ۲۰۲۶م نړیوال جام تر پایه وغځېدله. یاد نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د سفر له پای ته رسېدو سره د نوموړي قرارداد هم پای ته ورسېده.
د مشر روزونکي په حیث د لوبډلې سره د جانتن تراټ دې سفر کې افغان کرکټ ملي لوبډلې ډیرې لاسته راوړنې، سترې او تاریخي بریاوې ترلاسه کړې.
د نوموړي شتون د لوبډلې په ذهني جوړښت، فټنس، ډسپلین او مسلکي چلند کې هم ژور اغېز پرېښود. هغه لوبغاړو ته دا باور ورکړ چې دوی په نړیوالو ټورنمنټونو کې یوازې د ګډون لپاره نه، بلکې د ګټلو او تاریخ جوړولو لپاره ډګر ته ښکته کېږي. د هغه تر مشرۍ لاندې ځوانو لوبغاړو ته فرصتونه برابر شول او د منځنۍ برخې بیټینګ لا پیاوړی شو .
د جانتن تراټ تر روزنې لاندې افغان لوبډلې ټولې ۴۴ نړیوالې یوورځنۍ لوبې ترسره کړي چې ۲۰ یې ګټلي، ۲۰ بایللي او دوه بې پایلې شوې دي . په شل اوریزو ۶۶ لوبو کې افغان لوبډلې ۳۱ بریاوې خپلې کړي او ۳۳ یې بایللی دي. او همدارنګه په شپږو ترسره شویو ټېسټ لوبو کې یې یوه ګټلې یوه مساوي او څلور نورې یې بایللې دي .
په ورته مهال د تراټ د روزنې په موده کې افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره د نړۍ تکړه لوبډلو ته ماتې ورکړې.
په ۲۰۲۳م نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام مدافع لوبډلې اېنګلنډ او ورسره د پاکستان او سریلنکا لوبډلو ماتول هغه څه وو چې د نړیوالو پام یې ځانته راواړوه، د همدې نړیوال جام وروسته افغان لوبډلې د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې شپږم ځای خپل کړ چې له امله یې افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره چمپینز ټرافۍ ته لار پیدا کړه.
همدارنګه د نوموړي د روزنې په موده کې افغان لوبډله په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې د آسټرالیا، نیوزیلنډ او بنګلدېش په څېر تکړه لوبډلو په وړاندې د په زړه پورې لوبو او بریاوو سره وتوانېده په لومړي ځل تر نیمه پایلوبې ځان ورسوي.
د افغان لوبډلې سره د مشر روزونکي جانتن تراټ د روزنې دوره د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه زرینه او د لاسته راوړنو ډکه دوره وه.
لوبډلمشر راشد خان د نوموړي د تلو په اړه وویل:” موږ په تیرو څلورو، څلور نیمو کلونو کې د هغه (ټراټ) سره ډیر ښه وخت تیر کړی دی. د لوبډلې څخه د نوموړي تګ ډیره احساساتي شېبه ده، مګر همدا ژوند دی، هېڅوک د تل لپاره یوځای نشي پاتې کیدی.نوموړي ته د غوره راتلونکي هیله لرو.”
په ورته وخت کې د رسنیو په وړاندې خبري کنفرانس کې تراټ وویل چې له لوبډلې سره د دندې پای ته رسېدل د ده شخصي
پرېکړه نه وه.
په ټوله کې، د جانتن تراټ د روزنې موده د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه اغېزمنه او له لاسته راوړنو ډکه دوره وه. هغه افغانستان د نړیوالو تکړه ټیمونو سره سیال کړ . د نوموړي د روزنې اغېز به د افغان کرکټ په راتلونکو کلونو کې هم څرګند پاتې شي.
