د افغانستان پریمیر لیګ د ترسره کېدو په تړاو یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې غوغا جوړه ده او کرېکټ بورډ يې په اړه د معلوماتو پهورکولو کې پاتې راغلی، تازه را رسېدلي معلومات دا دي چې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره د APL موضوع بحث شوې ده خو د اماراتو کرکټ بورډ، د څو اوونيو په تېرېدو لا هم د افغانستان د کرکټ غږ ته د «هو يا نه» ځواب نه دی ورکړی.
د افغان کرکټ بورډ وياند سيد نسيم سادات د تېرې اګسټ مياشتې په ۲۵مه اېسياې ته ويلي و چې « افغان کرکټ بورډ لخوا ټاکل شوې کاري کميټې د اګسټ په ۱۹مه په اماراتو کې خپلمنځي ناسته کړې، له هغه وروسته يې د کرکټ له نړیوالې شورا سره ناسته کړې؛ د کرکټ نړیوالې شورا د غوښتنليک جوړولو لپاره ورته لارښوونې ورکړي، او د اګسټ مياشتې په ۳۰مه به د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ سره د APL د کوربه لوبغالي په اړه بحث وکړي، که اماراتو ورسره ونه منله نو عمان ته د APL د کوربه په سترګه ګوري.»
دا هغه خبر و چې موږ د اګسټ په ۲۶مه خپور کړ؛ د همدې میاشتې له ۳۰مې وروسته ACA له افغان کرکټ بورډ سره بیا اړيکه ونيوله؛ له ځنډ وروسته د بورډ وياند ښاغلي سادات زموږ د پوښتنو ځواب کې وويل چې غونډه ځنډېدلې او د روانې سېپټمبر مياشتې نهمه او لسمه يې د غونډې نوې ممکنه نېټې يادې کړې
د سېپټمبر په لسمه موږ له ښاغلي سادات سره بيا اړيکه درلوده؛ په لږ ځنډ، د بورډ ځواب دا و چې «ښاغلی نصيب خان، د افغان کرکټب ورډ اجرايوي مشر اماراتو ته تللی ترڅ و اړوند موضوعات بحث کړي، د پايلو په اړه به يې له موږ سره معلومات شريک شي.»
خو له يوې اوونۍ وروسته، د افغان کرکټ بورډ لخوا موږ ته هیڅ ډول معلومات رانه کړل شول؛ موږ د سېپټمبر په ۱۷مه ښاغلی نسيمسادات بيا وپوښت، ځواب يې دا و چې ( افغان کرکټ بورډ، لا هم د اماراتو د کرکټ بورډ د « هو » يا « نه » ځواب ته په تمه دی )
زموږ د لومړي خبر او اوسني راپور ترمنځ ۲۳ ورځې ووتې خو ښکاري چې د لومړيو مالوماتو او اوسنيو هغو ترمنځ ډېر توپير نه دی راغلیاو د APL کيسه ځنډېدلې.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان کرکټ بورډ مشر ښاغلي ميرويس اشرف له کرکټ بورډ سره وروستۍ مرکه کې چې کابو دوه مياشتې وړاندې خپره شوې وه، ويلي و چې په اګسټ مياشت کې به د APL په اړه پوره او مهم معلومات رسنيز شي، د لوبو وخت، ځای او د لوبډلو شمېر به اعلان شي.