د ۲۰۲۵ کال آی پي اېل بولۍ د روانې نومبر مياشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نيټه د لومړي ځل لپاره د سعودي په جدې ښار کې ترسره شوه.
دا ځل په بولۍ کې د تېر ځل خلاف یوازې شپږ افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو له خوا وپېرل شول.
نور احمد په لس کروړه هندۍ روپو د چنای سوپر کېنګز، الله محمد غضنفر په ۴.۸۰ کروړه د ممبۍ انډینز، عظمت الله عمرزی په ۲.۴۰ کروړه د پنجاب کېنګز، فضل الحق فاروقي په ۲ کروړه د راجستان رایلز، کریم جنت په ۷۵ لکه د ګجرات ټایټنز او رحمن الله ګربز په ۲ کروړه د کلکته نایټ رایډرز له خوا وپېرل شول.
سږکال به د راشد خان په ګډون یوازې اووه افغان لوبغاړي په آی پي اېل کې ولوبیږي، په داسې حال کې چې تېرکال نهه افغان لوبغاړي د یاد ستر لیګ برخه وو.
په ورته مهال په بولۍ کې مجیب ځدراڼ، محمد نبي او نوین الحق ونه پېرل شول.
نوین الحق چې پرلپسې څو کاله د لکنو سوپر جاینټز لپاره لوبېدلی وو او ښه کارکردګي یې درلوده خو سږکال د لکنو په ګډون هېڅ لوبډلې ورته پام ونه کړ او وانه خیستل شو.
بل لور د مجیب ځدراڼ د نه پېرل کېدو یو لامل غالباً سږکال په نړیوالو لوبو کې د نوموړي نه را ښکاره کېدل وو. دا چې مجیب ټپي او له اوږدې مودې راهیسې د لوبو لپاره چمتو شوی نه وو نو په ای پي اېل کې هم کومې لوبډلې د نوموړي پېرلو ته زړه ښه نه کړ.
په ټوله کې د آی پي اېل راتلونکي پړاو لپاره ۱۸ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه چې ځینې یې د تېرو کلونو په څېر بیا ناهیلې کړل.
خو سږ کال د ای پي اېل د ډېرو مشهورو او مخکښو لوبغاړو لکه کېن وېلیمسن، ډېوېډ وارنر، او فېن الن په ګډون هندي لوبغاړي هم ونه پېرل شول.
په همدې حال کې په لومړي ځل او د بېلابېلو لوبډلو له لوري د افغان لوبغاړو پېرل کېدل به د افغانستان د ملي لوبډلې له نورو لوبغاړو سره د مختلفو تجربو په شریکولو کې مرسته وکړي.
لکه د تېر شل اووریز نړیوال جام دمخه چې یو شمېر افغان لوبغاړي په ای پي اېل کې لوبېدلي وو او لنډ په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې پایله ډېره مثبته وه.
خو دا ځل تمه کیږي چې په چمپینز ټرافۍ کې د افغان لوبډلې ښه لوبېدل به په ای پي اېل کې د افغان لوبغاړو مسلسل لوبېدو او دا راز د نورو افغان لوبغاړو احتمالي اخیستل کېدو ته لار پرانیزي.