د ملي لوبغاړو له لوري د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵مې کالیزې نمانځنه

 

د غازي امان الله خان له لوري د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت د افغانستان نامتو ملي لوبغاړو هم په خواله رسنۍ د دغې ورځې یاد تازه کړ، هېوادوالو ته یې مبارکي وویله او د یو پرمختللي افغانستان هیله یې وکړه.

له دې ډلې پخواني او اوسنیو برحاله لوبډلمشرانو محمد نبي، راشد خان او حشمت الله شهیدي او د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي نور احمد ټولو هېوادوالو ته مبارکي ویلي.

د شل اووریز فارمټ لپاره د افغانستان لوبډلمشر راشد خان په خپله فېس بک پاڼه په پښتو او دری ژبو مبارکي لیکلي او زیاته کړې یې ده، د داسې ورځې په هیله چې هېواد مو په هره برخه کې په خپلو پښو ولاړ وي.

په ورته مهال د یو ورځنيو لوبو لپاره د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم د مبارکۍ ترڅنګ همداراز هیله کړې چې افغانستان یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدل نه شي.

ملي لوبغاړي تل په ملي مسایلو او د ملي ارزښتونو په نمانځلو کې د هېوادوالو ترڅنګ دریږي او د وطندوستۍ احساسات پالي همدا لامل دی چې افغانان بې درېغه مینه ورکوي او تل یې په دفاع ولاړ وي.