د افسانوي لوبغاړو د اتلولۍ نړیوالو سیالیو په لړ کې چې د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه پیل شوي، د شېکر دهوان په ګډون هندي لوبغاړو له پاکستان سره له لوبې کولو مطلق انکار وکړ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي له ترسره کېدو وړاندې د هندي لوبغاړو په غوښتنه لغوه شوه.
د لوبې د لغوه کېدو لامل له پاکستان سره د هند جیوپولېټک وضعیت، سیاسي کړکېچ او ناسمې اړیکي ښودل شوي په ځانګړې توګه پهوروستیو کې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پلګهام کې پر سیلانیانو له ترهګریز برید وروسته چې د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکوسربېره یې ورزشي اړیکې هم ترینګلې کړې، هندي لوبغاړو پرېکړه وکړه چې نور له پاکستان سره لوبې نه کوي.
په می میاشت کې په وتساپ د شېکر دهوان له بحث او خبرو وروسته د افسانوي لوبغاړو د اتلولۍ نړیوالو سیالیو تنظیموونکو د ایمیل لهلارې په روانو سیالیو کې له پاکستان سره د هند د نه لوبېدو خبره وکړه.
نورو هندي لوبغاړو لکه هربجن سېنګ، یوسف پټان، عرفان پټان او سورېش رېنا هم له دې پرېکړې ملاتړ کړی.
په همدې حال کې د یادو سیالیو تنظیموونکو هم د هندي مینه والو احساساتو ته په درناوي د هند او پاکستان لوبه لغوه کړې او بخښنه یېغوښتې ده.
د افسانوي لوبغاړو د اتلولۍ نړیوالو سیالیو یا World champions of legends کې د شپږو هېوادونو هند، پاکستان، اسټرالیا،سویلي افریقا، انګلېنډ او وېسټ انډیز افسانوي لوبغاړي د خپلو هېوادونو په استازیتوب لوبیږي.
تراوسه یې دوه لوبې ترسره شوي د انګلېنډ او پاکستان ترمنځ چې پاکستان ګټلې او د وېسټ انډیز او سویلي افریقا ترمنځ چې مساويپای ته رسېدلې ده.