د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ تېره ورځ د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د زیمبابوی او نمیبیا په کوربتوب پیل شوې.
د دې جام پر لومړۍ ورځ له درې سیالیو دوه لوبې وشوې چې ګټونکې لوبډلې یې وېسټ انډیز او هند وې. وېسټ انډیز تانزانیا ته او هند لوبډلې د امریکا متحده ایالاتو ۱۹کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه د لومړۍ ورځ دریمه لوبه دزمبابوی او سکاټلینډ تر منځ وه چې د اورښت له وجې لغوه شوه.
نن د نړیوال جام د پیل په دویمه ورځ افغان ۱۹کلنه لوبډله د جنوبي افریقا ۱۹کلنې لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.
د سویلي افریقا لوبډلمشر د لوبې پچه وګټله او د افغان ۱۹کلنې لوبډلې په وړاندې یې د لومړۍ توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۵۰ اوورنو کې ۲۶۶ منډ جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په ګټه فیصل شینوزاده ۸۱ منډې، خالد احمدزي ۷۴ او عزیر الله نیازي ۵۱ ډیرې منډې ترسره کړې.
سویلي افریقا لوبډله د هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله، ټوله لوبډله یې په ۲۳۸ منډو وسوځېده، او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر وبایلله.
افغان ۱۹کلنې لوبډلې ته د توپ اچوونې برخه کې عبدالعزیز او خاطر ستانکزي دوه دوه ، حفیظ ځدران او نورستاني عمرزي یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.
له دې سره افغان لوبډلې هم د ۲۰۲۶ ، ۱۹کلنو نړیوال جام په بریا سره پیل کړ.
عزیرالله نیازي په ۵۲ منډو او دوه کېچونو نیولو د لوبي غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه .
د یادونې وړ ده چې په ننۍ لوبه کې افغان لوبډلې لپاره په دویمه وېکټ د فیصل شینوازده او خالد احمدزي ترمنځ د ۱۵۲ منډو په زړه پورې او اوږده ملګرتیا ترسره شوه چې د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره یې په یوورځنیو لوبو کې د نعمان شاه او سهیل خان زرمتي د ۱۵۱ منډو د ملګرتیا ریکارډ مات کړ.
ټاکل شوې په سږکال ۱۹کلنو نړیوال جام کې ټولې ۴۱ لوبې د ۱۶ لوبډلو په ګډون ترسره شي.
د افغانستان په ګډون آسټرالیا، هند، جنوبي افریقا، اېنګلنډ، بنګلدېش، آیرلنډ، جاپان، سریلنکا، نیوزیلنډ، پاکستان، سکاټلنډ، وېسټ انډیز، تانزانیا، نمیبیا او زیمبابوی د سږکال ۱۹کلنو نړیوال جام ګډون کوونکې لوبډلې دي، چې د تانزانیا هېواد د لومړي ځل لپاره ۱۹کلنو نړېوال جام ته لار موندلې ده.
ټولې لوبډلې په څلورو ګروپونو ویشل شوي دي، د افغاستان سره په ډي ګروپ کې د جنوبي افریقا، وېسټ انډیز او تانزانیا لوبډلې ځای لري.
په ورته مهال د آسټرالیا ۱۹کلنه لوبډله د تیر پړاو ۱۹کلنو نړیوال جام اتله لوبډله ده.
د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې تر دې دمه هند تر ټولو ډیر پنځه او د آسټرالیا ۱۹ کلنې لوبډلې څلور ځله اتلولي ګټلې ده.
