د فرسټ کلاس درېیمه لوبه او د ماهیپر ستورو بریا
د ننګرهار په کوربتوب د احمد شا ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په دوام درېیمه او څلورمه لوبه نن د دغو لوبو په درېیمه ورځ پای ته ورسېده.
په درېیمه لوبه کې د ماهیپر ستورو میوند اتلانو ته او څلورمه لوبه کې پامیر لېجنډز هندوکش سټرایکرز ته ماتې ورکړه.
د درېیمې لوبې پچه د ماهیپر ستورو ګټلې وه او لومړی یې د میوند اتلانو پر وړاندې توپ اچوونه غوره کړه.
میوند اتلانو خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۹۷ منډې جوړې کړې چې په ګټه یې محمد هارون ۱۲۹ ناسوځېدلې، شوکت زمان ۴۶ او محمد اسحاق ۴۳ منډې وکړې.
هم مهاله د ماهیپر ستورو په توپ اچونه کې شرف الدین اشرف او محمد ابراهیم شریفي درې-درۍ او سید احمد شېرزاد ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
ماهیپر ستورو بیا د میوند اتلانو د ۲۹۷ منډو په ځواب کې ۱۹۸ منډې جوړې کړې او ۹۹ منډې وروسته پاتې شول.
د میوند اتلانو په ګټه بشیر احمد او ظاهر خان درې-درې او یمین احمدزي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
میوند اتلانو د خپلې توپ وهنې په دویمه پاڼۍ کې ۱۳۶ منډې وکړې او له سیالې لوبډلې ۲۳۶ منډې مخکې شوه، د میوند په ګټه یو ځل بیا محمد هارون له ټولو ډېرې ۳۵ منډې وکړې.
بل لور د ماهیپر لپاره توپ اچوونه کې خلیل ګربز ۵ او شرف الدین اشرف ۳ ویکټې واخیستې.
ماهیپر ستورو د خپلې توپ وهنې په دویمه پاڼۍ کې په ډېرې آسانۍ سره هدف ترلاسه کړ او د پنځو وېکټو په توپیر یې سیاله لوبډله ماتهکړه.
د ماهیپر لپاره دروېش رسولي تر ټولو ډېرې ۱۲۲ منډې وکړې.
دا په داسې حال کې ده د چې د دغو سیالیو لومړنۍ دوه لوبې بې پایلې پای ته رسېدلې وې.
د فرسټ کلاس څلورمه لوبه او د پامیر لېجنډز بریا
د پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز تر منځ د لوبې پچه هندوکش سټرایکرز ګټلې وه او لومړی یې سیالې لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
پامیر لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۴۸ منډې جوړې کړې.
د دوی لپاره رحمن الله ځدراڼ ۱۷۰ ناسوځېدلي، قیس احمد ۱۱۰، عبدالمالک ۱۰۲، بارکزي ناصري ۵۷ او ننګیال خروټي ۴۰ منډې ترسرهکړې.
د هندوکش لپاره توپ اچونه کې اظهارالحق نوید ۴، محمدالله لوګري او ضیاء الرحمن شریفي ۲–۲ لوبغاړي وسوځول.
هندوکش بیا د خپلې توپوهنې په دواړو پاڼیو کې د سیالې لوبډلې ۵۴۸ منډې هدف پوره نه کړو او د یوې پاڼۍ او ۲۰۹ منډو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته لوبه وبایلله.
یادې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د آصف موسی زي ۲۶ او بلال ترین ۲۲ منډو پر مټ ۱۳۴ منډې جوړې کړې.
په ورته مهال د پامیر لیجنډز په ګټه ننګیال خروټي ۶ او قیس احمد ۲ لوبغاړي وسوځول.
هندوکش لوبډله چې له لومړۍ پاڼۍ ۴۱۴ منډې باقي وه، سیالې لوبډلې یو ځل بیا د توپوهنې وار ورکړ چې د خپلې توپوهنېپه دویمې پاڼۍ کې یې یوازې ۲۰۵ منډې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۲۰۹ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
په دویمه پاڼۍ کې صدیق اتل ۶۲ او عثمان نوري ۲۵ منډې جوړې کړې.
د پامیر لپاره توپ اچوونه کې قیس احمد ۴، فرید ملک، محمد سلیم ساپي او عبدالمالک دوه-دوه ویکټې واخیستې.
په همدې حال کې د پامیر لیجنډز الراونډر قیس احمد د ۱۱۰ منډو په جوړولو او په دواړو پاڼیو کې د ۶ لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غورهلوبغاړی ونومول شو.