له نيوکو سره سره سويلي افريقا د افغانستان له کرکټ ننګه کړې

 

په ۲۰۲۱ کال کې چې کله په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط او طالبان په کابل واکمن شو، نو ورسره سم په دغه هيوادکې د ښځو په زدکړو، کار او ورزشي فعالیتونو محدودیتونه وضع شو.
د افغانستان کرکټ ښځينه لوبغاړو هم هيواد پرېښود چې ورسره د افغانستان کرکټ له يو نامعلوم برخليک سره مخامخ شو، خو د افغانستان کرکټ بورډ اوسني مشرتابه پخپل زيرک مدیریت سره وشو کولی د افغانستان کرکټ وژغوري او په ورته وخت کې د ملي لوبډلې بيساري پرمختګ د نړيوال پام د افغانستان کرکټ ته واړوه.

د دې ترڅنګ ځينو کرکټ بورډونو اعلاميې خپرې کړي او په افغانستان کې د د ښځو او بشري حقونو ته درناوي غوښتنه يې وکړه، له دې امله آن اسټراليا لوبډله د افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو څخه انکاري شوه او دوه ځل يې د افغانستان سره دوه اړخيز سيريزونه لغوه کړل.
که څه هم افغانستان کرکټ بورډ خپل مجبوريتونه راوړاندې کړل خو اسټراليا له خپل دريځ څخه په شاه نه شوه.
بلخوا د هند په ګډون نورو ټولو لوبډلو په دغه موده کې د افغانستان سره دوه اړخیزې لوبې ترسره کړي او د لوبو لغوه کولو پرځای يې لوبو کولو ته ترجيح ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال سويلي افريقا لوبډله په لومړي ځل د افغان لوبډلې ميلمه ده او د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو يوورځنيو لوبو سيريز په شارجه کې روان دی.
له دغې سيريز وړاندې د سويلي افريقا په کرکټ بورډ د ياد هيواد د بشر حقونو فعالانو سختې نيوکې کولې چې ولې له افغان لوبډلې سره دوه اړخیز سیريز ته چمتو شوي دي.
خو د سويلي افريقا کرکټ بورډ يې ځواب کې د افغانستان کرکټ ننګه کړې او نيوکه کوونکو ته يې ويلي چې له لوبو لغوه کولو پرځای به مونږ د افغانستان سره دوه اړخيزو سيريزونو ته دوام ورکړو.