له یو شمېر هېوادونو سره د افغان ملي، الف او ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د لوبلړیو احتمال

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان ملي، الف او ۱۹ کلنو لوبډلو د لوبلړیو لپاره له یو شمېر هېوادونو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشرتابه غړو میرویس اشرف او نصیب خان چې په سریلانکا کې یې د کرېکټ نړیوالې شورا په ناسته کې ګډون کړی وو، هلته د یو شمېر هېوادونو د کرېکټ بورډ له مشرانو سره د افغان لوبډلو پر راتلونکو لوبو سلامشورې کړي.

دغه غونډه چې درې ورځې وړاندې پای ته رسېدلې په اړه یې د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې له چمپینز ټرافۍ وړاندې یې د افغان لوبډلو د لوبلړیو لپاره له یو شمېر هېوادونو سره سلامشوې وکړې.

که څه هم د لوبلړیو د حتمي ترسره کېدو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي خو کرېکټ بورډ ویلي چې د سویلي افریقا، نیوزیلنډ او وېسټ انډیز له مشرانو سره یې د ملي لوبډلې د لوبلړیو د تنظیم او ترسراوي، له بنګله دېش او زمبابوې سره د الف لوبډلې او همدارنګه له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د ملي ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبلړیو د ترسره کولو په اړه خبرې کړې دي.

کرېکټ بورډ ویلي د دغو خبرو پایلې او د لوبلړیو څرنګوالی به په لنډ وخت کې اعلان کړي.

بل لور د کرېکټ افغان مینه وال هم په تمه دي چې د سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز په څېر له لویو لوبډلو سره د افغانستان دوه اړخیزې لوبلړۍ وګوري.

افغان لوبډلې چې په ډېر کم وخت او چټک مزل سره یې ځان یوه پیاوړې لوبډله راڅرګنده کړه تراوسه له لویو او مخکښو لوبډلو سره لکه سویلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلنډ او انګلېنډ سره لوبلړۍ نه دي لوبولي او یوازې په نړیوالو جامونو کې سره مخامخ شوې دي.

بل لور د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د ای سي سي په ناسته کې د نړیوالې شورا مشرتابه او ټولو غړو هېوادونو په تېر نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د حیرانوونکو لوبو، بریاوو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه.