په پاکستاني لوبغاړو د هند په تړاو په څرګندونو بندیز لګېدلی

د پاکستان شاهين لوبډلې لوبډلمشر محمد حارث ويلي چې خپلو لوبغاړو ته يې ويلي، د هند په تړاو به نه غږيږي او نه به هم په راتلونکو لوبو کې د هند پر وړاندې د لوبې يادونه کوي.
د محمد حارث او د لوبډلې مديره پلاوي دا پرېکړه داسې مهال کړې چې پاکستان ايميرجينګ لوبډله د ايميرجينګ آسيا جام لوبو کې خپله لومړۍ لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۹مه نيټه د هند په وړاندې ترسره کوي.
محمد حارث ويلي، دا پريکړه يې له لوبې وړاندې په لوبغاړو د غير ضروري فشار د ليرې کولو لپاره کړې.

محمد حارث وايي: «په ډريسينګ روم کې مو د هند په وړاندې د لوبې په تړاو پر خبرو بنديز لګېدلی، ځکه لوبغاړي د فشار احساس کوي کله چې د هند په وړاندې لوبه باندې غږيږي او مونږ نه غواړو چې دوی له وړاندې تر فشار لاندې شي.»

د پاکستان ايميرجينګ لوبډلې کپتان محمد حارث ويلي، د دوی تمرکز يوازې د هند په وړاندې لوبه نه ده، بلکې دوی په ګروپ سټيج کې دوه نورې مهمې لوبې د عمان او متحده عربي امارتو په وړاندې هم لري، تر څو ورته چمتو اوسي.

د يادولو ده چې د ايميرجينګ آسيا جام به د راتلونکې جمعې په ورځ د اکتوبر مياشتې په ۱۸مه نيټه د اته لوبډلو ترمنځ په عمان کې پيل شي.
دغه اته لوبډلې په دوه ګروپونو ويشل شوي چې په الف ګروپ کې يې؛ افغانستان،سريلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې دي.
ب ګروپ کې يې، هند، پاکستان، عمان او متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډون لري.

دا په داسې حال کې ده چې د درویش رسولي په لوبډلمشرۍ افغان ابداليان له وړاندې عمان ته رسيدلي او هلته یې د آسيا جام لوبو ته د چمتوالي په پار د عمان او هانکانګ لوبډلو سره لوبې هم ترسره کړي دي.