افغان ملي لوبډله د نړیوال جام په تکل؛ د ویسټ انډیز په لور وخوځېده


د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د امریکا او ویسټ انډیز په ګډ کوربتوب د سږني شل اوریز نړیوال جام لپاره ولاړه.

دا چې د افغانستان ټولې لوبې په ویسټ انډیز کې مهالوېش شوي نو ملي لوبغاړي هم وار د مخه د تمریناتو لپاره د یاد هېواد په لور روان شول.

یو شمېر هغه لوبغاړي چې دا مهال په ای پي آل کې لوبیږي د خپلو لوبډلو د لوبو تر پای ته رسېدو به په هند کې وي او له هغې وروسته به د نړیوال جام لپاره په تمریناتي کمپ کې له افغان لوبغاړو سره یو ځای شي.

سږنی شل اوریز نړیوال جام د جون په لومړۍ نېټه پیلیږي او تر ۲۹مې به دوام وکړي.

بل لور افغانستان په نړیوال جام کې ټولې څلور لوبې لري او په (C) ګروپ کې له نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، یوګانډا او پاپوا نیوګینې سره لوبیږي.

د افغانستان لومړنۍ لوبه د جون په درېیمه له یوګانډا، دویمه لوبه د جون په اوومه له نیوزیلنډ، درېیمه لوبه د جون په ۱۳مه له پاپوا نیوګیني او څلورمه لوبه له ویسټ انډیز سره د جون په ۱۷مه ده.