د افغانستان او نیوزیلنډ د لوبې ارزونه!

 

د شل اووریز نړیوال جام په دوام، افغان لوبډلې په یوه سخته او په زړه پورې لوبه کې نیوزیلنډ ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه نیوزیلنډ وګټله او ویشتنځای ته په کتو یې لومړی د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

ویشتنځی سخت وو او د نیوزیلنډي لوبغاړو توپ اچوونې ته په کتو سخته برېښېده چې افغان توپ وهوونکي دې ښه توپ وهنه وکړي یا دې نسبتاً لوړ هدف ورکړي.

رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د تېرې لوبې په څېر یو ځل بیا چټک پیل واخیست او دواړو سل منډې ملګرتیا وکړه چې دا په روان نړیوال جام کې د دواړو دویمه ستره ملګرتیا ده.

د لوبغاړو د توپ وهنې انرژۍ ته په لیدو که چېرې ویشتنځی سخت نه وی ښایي د پیلیزو لوبغاړو ملګرتیا نوره هم لوړه وی او یا افغان لوبډلې له دې هم لوړ هدف ورکړی وی.

افغان لوبډلې په پیلیزو شپږو یا پاور پلی اورونو کې ډېره ښه لوبه وکړه خو له هغې وروسته اورونو کې لوبغاړي په توپ وهنه کې محتاط شول.

په منځنیو اورونو کې بیا هم ښه توپ وهنه وشوه او رحمن الله ګربز او عظمت الله عمرزي د لویو او بریدګرو شاټونو زړه وکړ خو په وروستیو اورونو کې چې افغانستان یو څو لوبغاړي هم له لاسه ورکړي وو، توپ وهنه ورو شوه او یوازې ۱۶۰ منډې هدف جوړ شو.

له دویمې پاڼۍ وړاندې داسې انګیرل کېده چې د نیوزیلنډ مخکښ توپ وهوونکي به وکولی شي دا هدف ترلاسه کړي او یا به یې په سخته پوره کړی شي خو بل لور یې پر وړاندې د افغانستان سوکه او چټک توپ اچوونکي وو چې که نیوزیلنډي لوبغاړو هر څومره د ښې او بریدګرې توپ وهنې زړه کړی وی افغان توپ اچوونکو یې په خپل جادویي توپ مخه ډب کوله.

د افغانستان لپاره یو ځل بیا فضل الحق فاروقي د توپ اچوونې حیرانوونکی پیل واخیست او د نیوزیلنډ په صفر منډو یې پیلیز لوبغاړی وسوځاوه چې دې کار د نیوزیلنډ لپاره توپ وهنه نوره هم سخته کړه او پاتې لوبغاړي د افغانستان له توپ اچوونې تر فشار لاندې راغلل.

فضل الحق فاروقي په پیلیزو شپږو یا پاور پلی اورونو کې درې وېکټې واخیستې چې په دې سره د افغانستان د توپ اچوونکو انرژي او پر ځان باور نور هم لوړ شو.

په پاور پلی اورونو کې د یو دوه لوبغاړو سوځول پاتې توپ اچوونکو ته لوبه اسانوي او په مقابل لوري فشار نور هم ډېروي.

په ټوله کې د افغانستان د توپ اچوونې جوړې یو په زړه پورې ننداره وړاندې کړه او له هر اوور وروسته یې د یوې- یوې وېکټ په اخیسو سره د مینه والو او لیدونکو لپاره هم لوبه ډېره خوندوره کړه.

نیوزیلنډي توپ وهوونکو د افغانستان د معجزه یي توپ اچوونې له وېرې هم بېټ پورته نه شو کړی او هېڅ لوبغاړو په کې ان تر ۱۵ منډو هم ملګرتیا جوړه نه شوه کړی.
د یادې لوبډلې لپاره یوازې ګرېن فلېپز ۱۸ او مټ هېنري ۱۲ ډېرې منډې وکړې او ټوله لوبډله یې په ۷۵ منډو راټوله شوه.

په دې سره افغانستان د لومړي ځل لپاره نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

د افغانستان په وروستیو دوو لوبو کې د توپ اچوونکو بریدګرې توپ اچوونې د ګروپ پاتې لوبډلو ته ټکان ورکړ او دا په راتلونکو پړاوونو کې د نورو لوبډلو لپاره د خطر زنګ دی.